محمد همدرد

د هلمند د ستونزو لویه مسله د وکيلانو او سياسيونو ترمنځ سياسي وېش دی.

هلمند په ستراتېژيک لحاظ د افغانستان يو له مهمو ولايتونو څخه دی. دا ولايت د تاريخ په اوږدو کې د جګړې لويه سابقه لري.

زه نه غواړم چې تاريخ ته ولاړ سم، خو غواړم چې د هلمند پر اوسنيو حالاتو يو څه وليکم:

د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته چې کوم حکومت رامنځته سو په دې دوره کې هم دا ولايت د جګړو شاهد پاتې سو، هم په ملکي حکومتولۍ کې چې څومره تمه کېده هومره لاسته راوړنه نسته.

له يوې خوا چې هلمند له ګاونډي هېواد پاکستان سره ۱۶۲ سرحدي تپل سوې پوله لري او له بل پلو ايران ته نږدې موقيعت لري. له يوې د روانې جګړې ډېر جګړه مار له پاکستانه راځي او بل پلو وسله والو طالبانو ته هم هلمند ډېر ارزښت لري.

زه دې موقيعت او جوړښت ته په کتو سره په دې اند يم چې، هلمند ته بايد د نورو ولايتونو په پرتله ډېره توجوه وسي.
په دې برخه کې کله نا کله د دولت نه پاملرنه وي او کله بيا د هلمند د وکيلانو او سياسيونو ترمنځ د قدرت وېش، خپلسري او فرمايشي ګمارنې وړ او ناوړ نه توپيرول او په پټو سترګو پر دندو ګمارل لوی ستونزې رامنځته کړي دي او د هلمند د روانې نا امنۍ او جګړې په غځېدو کې يې پوره رول لوبولی.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازو د دغه ولايت ولسوالۍ وېشلي دي. هر څوک چې کومه ولسوالي لري نو تر ډېره يې ولسوالۍ کې خپل کسان پر دندو ګمارلي دي. دا مقرريانې هر چاته په ډاګه مالومې دي، د هرې ولسوالۍ ولسوال، امنيه قومندان او حتی د حوزو امران، په ملکي برخه کې ځينې مامورين او د ښوونځي ښوونکی لا د وکيلا په واسطه ټاکل کېږي. وړ او نا وړ نه پېژندل کېږي. سواداره او بېسواده نه توپېرېږي خو وکيلان او سياسيون يې د خپل قدرت ساتلو لپاره که په هر قيمت وي خپلو اړونده ولسواليو کې پر دندو ګماري.

په تېر وخت کې چې کوم واليان او امنيه قومندانان هلمند ته راغلي دي، د هغوی په راتګ او ټاکنه کې هم د يو شمېر وکيلانو لاس وي او د دوی په واسطه د هلمند لپاره پشنهاد کېږي. هغه والي او امنيه قومندان چې د وکيل صيب شرطونه ومني او جوړجاړی يې ورسره وسي نو سملاسي والي يا امنيه قومندان ټاکل سوی دی.

اوس هم لويه ستونزه دا ده چې د هلمند روانه جګړه مهارول يوه منظمه اداره او قوماندې ته اړتيا لري. په دا وروستيو کې چې هلمند ته ښاغلی عبدالجبار قهرمان د اپراتيفي مشر په توګه راغی، د ده په راتګ د هلمند خلکو اميداوري پيدا کړه. هغه د اصلاحاتو لپاره ژمن و، او دا تمه هم کېده چې يوه قوي همږغي به جوړه کړي، ځکه چې جنرال قهرمان صيب د پوره هوډ او ټينګې ارادې خاوند دی.

خو زه چې فکر کووم ښاغلی قهرمان د ډېرو ستونزو سره مخ دی. اصلاحات هغه وخت راتلای سي چې د مکافاتو او مجازاتو اصل تطبيق سي، دا نو بيا په صلاحيتونو پورې اړه لري، زما په اند مرکزي حکومت د ښاغلي قهرمان صيب خبرو ته ډېر غوږ نه ايږدي، که چېرې حالات همداسې وي کېدای سي هلمند له نورو زياتو ستونزو او امنيتي ګواښونو سره مخ سي.

که مرکزي حکومت ښاغلي قهرمان ته دا صلاحيت ورکړي چې د وکيلانو لخوا فرمايشي ټاکل سويو ولسوالانو، امنيه قومندانانو او نورو استخدام سويو کسانو ترمنځ تغير تبديل راولي، د مکافاتو او مجازاتو اصل باندې ټينګار وکړي. ښه همغږي رامنځته کړي نو يوازې دا نه چې د هلمند روانه جګړه به کابو کړای سي بلکې دغه ولايت ته د احتمالي پېښېدونکو ګواښونو مخه به هم ونيسي.

مرکزي حکومت بايد په دې برخه کې ډېر محتاطه و اوسي، که اوس جنرال عبدالجبار قهرمان ته پاملرنه ونه کړي او نوموړي ته پوره صلاحيت او واک ور نه کړي او مشورې يې ونه مني نو ولس به نور هم ناهېلی سي او پر اوسني دولت به يې باور تر دې هم ټيټ سي.

One thought on “فرمايشي ګمارنې او د هلمند جګړه / سردار محمد همدرد”
  1. فرمایشی ګمارنی هغه ملی مصیبت او تباهی ده چه تنظیمونه ورباندی اخته وو ، تنظیمونه یی وشرمول بیا د بن دمعاملی له لاری حکومت ته یی سرایت وکړ حکومت یی هم د نړی په کچه فساد کی قهرمان کړ دا ځکه چه شل کلن مجرب مفسدین د افسد او ارذل الناس په ماهیت کی د بن د معاملی له لاری حاکم شول دوی چه په تنظیمی انحصاری کرکتر روزل شوی او عادت یی ګرځیدلی که وزیر وو ټول وزارت یی چه باید ملی وی تنظیمی انحصار کی یی سقوط ورکړ لکه وزارت داخله ،دفاع او نور…………دنورو ولایاتو جنرالانو ته یی تقاعد ورکړ او خپل خوردظابطان او حتی بیسوادان یی بیقاعدی جنرالان کړ چه تر ولایت او وزارت پوری هم ورسیدل نو ځکه زموږ ډیری اداری، تنظیمی او ځینی قواوی هم تنظیمی ملیشو کردار ترسره کړ اود فساد ګراف صعودی او خلک دحکومت نه مخ په فرار او مخالفین قوی شول هغه چه وایی
    دشمن دانا که غم جان بود بهتر از آن دوست که نادان بود
    دا وو د مفسدو حکامو دوستان چه نن یی ۱۴ کلن فساد او جنایت ملت یی تباه او د دنیا ټول داړونکی او شر اچوونکی یی ملت ته خوشی کړل چه ملت وداړی همدا ده حکومتداری خوب او لا زموږ درجه اول حکام همدغه مفسدینو ته د عزت او خدمت القاب نثاروی او دوی مستحق د ټول تقدیر او نوازش بولی
    نودملت اهمه غوښتنه او دحکامو فریضه دا ده چه نور تنظیمی انحصارګر او لیوان وتړلی او هغه تنظیمونه چه ارکان یی بی له فساد او انحصار نه بله برنامه نلری منحل او غیر قانونی اعلان او د دوو دورو لپاره د انتخاباتو حق هم ورڅخه واخیستل شی تر څو دملت ریښتونی بچیان د دوی مرداری پاکی او ملت ته نجات ورکړی او د فرمایشی ګمارنی خبیث دود او انحصار نه ملی اداری پاکی شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *