تاند- ترکیه په هرات کې کونسلګري او په ننګرهار ولایت کې د دیني زده کړو مرکز جوړوي.

دې هیواد د افغانستان په ډېرو شمالي ولایتونو کې لېسې او یو شمېر روغتونونه جوړ کړي او په کابل کې پوهنتون جوړوي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې ترکیه په دغه ولایت کې د دیني علومو یو مرکز جوړوي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر نن وویل، د ترکیې د خلکو استازي او د الفلاح تعلیمي مرکز مشر نورالدین د ننګرهار له والي سلیم خان کندوزي سره په کتنه کې وویل چې په جلال اباد کې به د دیني زده کړو یو مرکز جوړ کړي.

د ننګرهار چارواکي هیله لري چې دا مرکز به د دې سبب شي چې د ننګرهار اوسېدونکي د دیني زده کړو لپاره پاکستان ته لاړ نه شي چې په مدرسو کې یې افراطیت او په خورا زاړه میتود دیني علوم تدریس کېږي.

له بلې خوا د هرات والي محمد اصف رحیمي وايي چې ترکیه غواړي چې په هرات ښار کې کونسلګري جوړه کړي.

ښاغلی رحیمي هیله لري چې د ترکیې کونسلګري به د هرات او ترکیې ترمنځ د کلتوري، تعلیمي او اقتصادي اړیکو له زیاتېدا سره مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *