که د دوو کسانو جنګ وي او یو بل په سوکانو سره وهي، ډیر نور به ووینئ چې سیل ته یې ولاړ وي. دغسې صحنې کابو هره ورځ په خپل هر ښار کې لیدلای شو. ایا د نورو د بد حالت ننداره خوندوره وي او که زموږ په ښارونو کې د وزګارو کسانو شمېر زیات دی چې د وخت اړولو لپاره وهلو ټکولو ته درېدا هم ښه ورته ښکاري؟

زما په نظر دا دواړه خبرې شته. انسان له بده مرغه هغومره هم انسانیت ته وفادار نه دی لکه څومره چې یې دعوه کوي. دا یوازې د دوه زره کلونو پخوا زمانې رومیان نه وو چې د غلامانو د جنګ او سره وژلو تماشې ته به ناست وو بلکې اوسني هم د ګاونډي په ملک کې یا د ګاونډي په کور کې د جنګ، تباهي او ناکراري کیسې په خوند خوند اوري.

حضرت عمر فاروق( رض) فرمایلي دي چې د وزګاره انسان دماغ د شیطان کور وي. کله چې په کار بوخت یو، د منفي فکرونو لپاره چندان وخت نه پیدا کوو، خو چې کار ونه لرو، منفي فکرونه او عادتونه مو په ذهن کې په اسانۍ سره ځاله کوي. دا خبره چې وایي له بېکاره خدای بېزاره، د ژورې تجربې زېږنده ده.

وزګار اوسېدل مو ممکن د نورو په کار کې کار لرلو او غیبت کولو ته وهڅوي او څوک چې ډیره موده غیرفعاله تیره کړي، د حقارت ځوروونکی احساس یې پیاوړی شي او د نورو له سپکاوي او ځورېدلو څخه د خوند اخیستلو خطرناکه ناروغي ورپیدا شي.

د پخوانو دا خبره هم په سرو زرو ارزي چې تر بیکاري بیګاري ښه ده. په بیګاري کې به مادي ګټه نه وي مګر څرنګه چې ناوړه عادتونو ته پکې وخت نه وي، نو د شخصیت د زوال مخه پکې نیول کیږي.

په بیوزلو ټولنو کې د وزګارو کسانو شمیر نسبتا زیات وي او زموږ ټولنه هم د وزګارتیا له مشکل سره لاسوګرېوان ده. د دې لپاره چې د خپلې مادي او معنوي کامیابي چانس ډیره کړو او ذهني سکون ته ورسېږو، پکار ده چې ځان خامخا بوخت وساتو. ځان بوخت ساتل مو مهارت زیاتوي، له بدبیني مو ژغوري او د لا مناسب کار د موندلو چانس را ډېروي. په ځوانۍ کې یو وخت بېخي وزګاره وم. د غم د غلطولو لپاره مې د یوه کتاب ترجمې ته ملا وتړله. څو میاشتې وروسته چې په یوه اداره کې کار راته پیدا شو، د هماغې وړیا ترجمې د تجربې برکت راورسېد او په اسانۍ سره مې ترقي وکړه.

درې، څلور لسیزې پخوا په افغانستان کې په زرګونو ځوانان د خپلو سیاسي نظریو په وجه بندیان شول. د زندان سختو شرایطو دوی داسې وځبل چې اکثره یې تر اوسه پورې لا په روحي لحاظ عادي حالت ته نه دي ستانه شوي، مګر ځینو یې د بند له کلونو د خپلو معلوماتو د زیاتولو، د ژبو د زده کولو او د مهارتونو د حاصلولو لپاره استفاده وکړه. زموږ د هیواد نامتو ناول لیکونکی او ژورنالیست عبیدالله محک له همدغو کسانو څخه دی.

که لټ نه شو او که وارخطا نه شو، چارې به خامخا سمې شي او له دې حالته به راووځو چې یا به جنګ کوو او یا به د نورو د جنګ په ننداره کې خوند لټوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *