تاند- د تورکیې (ترکیې) په پلازمېنه انقره کې زوروره چاودنه شوې او له لومړنیو راپورونو سره سم، لږترلږه ۲۵ تنه پکې وژل شوي او ۷۵ نور ژوبل شوي دي.

چاودنه د ماښام په ۶ بجې او ۳۵ دقیقې وشوه.

د تورکیې دولتي تلویزیون وویل چې چاودنه د بسونو یوه تمځای ته نژدې په یوه موټر کې وشوه خو تردې دمه څرګنده نه ده چې موټربمي انتحاري حمله وه او که یوازې په موټر کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي ول.

شاهدان وايي چې د چاودنې د ځای په شاوخوا کې ګڼې دولتي ودانۍ موقعیت لري او ډېرې ودانۍ یې زیانمن کړي دي.
همداراز ګڼ شمېر موټرونه سوځېدلي یا ویجاړ شوي دي.

تېره میاشت هم په انقره کې ورته چاودنه شوې وه چې ۲۸ تنه پکې ووژل شول.

پولیسو د پېښې په شاوخوا سیمو کې خلکو ته ویلي چې ووځي ځکه چې ګومان کېږي چې نورې چاودنې به هم وشي.
د تېرې میاشتې د چاودنې مسوولیت یوې کورد (کرد) ډلې په غاړه اخیستی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *