بلال اندړ –
په تېرو څو کلونو کې غزنی د افغانستان د نا امنه ولایتونو په سر کې ځای لري، په پښتني ولسوالیو کې مقر یوازینۍ ولسوالۍ ده چې په خاوره یې دولتي حاکمیت زیات دی. اندړ، قره باغ، ده یک او ګیلان نسبتاً امنې ولسوالۍ دي. له دې ور هاخوا د غزني ټولې پښتنې ولسوالۍ سقوط ته نیږدې او په ۹۰ سلنه خاوره یې د دولت د وسله والو مخالفینو حاکم دي، ناوه خو له کلونو راهیسې د طالبانو او بهرنیو ترهګرو د فعالیت مرکز او د دولتي ځواکونو له واک څخه وتلې ولسوالۍ ده.

تېره ورځ د غزني امنیه قومندان جنرال امین الله امرخېل په خبري کنفرانس کې ګواښ وکړ که یې مرکزي حکومت غوښتنو ته پاملرنه ونکړي په نظامي برخه کې به په خپله دنده له سره غور وکړي. نوموړي مرکزي حکومت په دې پړ وباله چې د غزني د نازکو حالاتو له درک سره سره بې غوري کوي، غوښتنو ته یې پاملرنه نه کوي او د غزني په مورد کې د کندوز غوندې بې غوره دي.

د ښاغلي امرخېل په وینا په دې وروستیو کې کورنیو چارو وزارت د غزني د پولیسو په تشکیل کې د پام وړ کموالی راوستی، له دې ولایت څخه یې پولیسو نورو ولایتونو ته ورکړي او له ولسوالیو څخه یې د سیمه ییزو پولیسو فیصدي کمه کړې ده. د ده په خبره له غزني څخه د کابل – کندهار ۲۴۵ کیلومتره اوږده لاره تېرېږي چې د ځواکونو زیاته برخه یې هلته مصروفه ده.

ښاغلي امرخېل د غزني امنیتي حالت درک کړی، نوموړي له راتګ څخه څه باندې پنځه میاشتي اوړي، د ده له راتګ سره په امنیتي برخه کې ښه والی راغلی، د پولیسو په لیکو کې اصلاحات راوستي او د فساد په وړاندې هڅې ګړندی کړي. که کورنیو چارو وزارت د نوموړي دا غوښتنې او خبرې جدي ونه نیسي، خدای مه کړه غزنی د کندوز له برخلیک سره مخ نشي.

غزنی د افغانستان مرکزي ولایت دی، طالبانو ته په لاندې څو دلایلو مهم دی:

لومړی:

د غزني ناوه ولسوالۍ له پاکستان سره ډېره نیږدې پوله لري، دا ولسوالۍ له کلونو راهیسې د وسله والو مخالفینو په لاس کې ده. له دې لارې هغوی په اسانۍ د غزني نورو ولسوالیو او له هغه ځایه د افغانستانو نورو مرکزي ولایتونو ته مهمات او جنګیالي لېږي. څومره چې ناوه د غزني د نا امنه ساتلو لپاره مهمه ده، د غزني له سقوط سره به دوی د افغانستان په خاصه توګه مرکز کابل او نور مرکزي ولایتونه ښه نا امنه او وروسته د سقوط هڅه وکړي.

دویم: له دې ولایت څخه د کابل – کندهار لویه لاره او په ټوله کې د هېواد د ختیځ او لوېدیځ نښلونکی سړک تېرېږي. د غزني له سقوط سره به د هېواد د دوو برخو ځمکنی ارتباط پرې شي. په دې توګه به اقتصادي برخې ته هم سخت زیان واوړي.

درېیم: غزنی پلازمېنې کابل ته په ۱۳۰ کیلومټرۍ کې پروت ولایت دی، د دې ولایت په سقوط سره به د طالبانو سیاسي او نظامي موقف لا قوي شي.

غزنی چې کله د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې په توګه ونومول شو، د نمانځني په غونډه کې د وخت ولسمشر حامد کرزي ژمنه وکړه چې غزنی به د دویمې درجې ولایت څخه لومړۍ درجې ته پورته کوي. نوموړي وروسته د دې ژمنې د پوره کولو په پار یو فرمان هم ورکړ. له یادې کیسې داده دوه نیم کاله تېرېږي، خو نه غزنی لومړۍ درجې ولایت ته پورته شو، نه یې اداري تشکیلات زیات شول او نه هم هغه امتیازات چې لومړۍ درجه ولایت یې لري ورکړل شول. غزنی له هر پلوه لومړۍ درجې ولایت ته جوړ دی، ساحه یې پراخه، نفوس یې زیات، بډایه فرهنګ او اوږد ښه تاریخ لري او استراتژیک موقعیت یې مهم دی.

مرکزي دولت باید د جنرال امرخېل خبرې بې ځایه ونه بولي، په پارلمان کې د غزني د خلکو استازي هم باید دا مسله جدي ونیسي، ولایتي شورا هم باید په دې برخه کې د غزني د خلکو غږ اوچت کړي. د غزني د سقوط مسله جدي ده، که خدای مه کړه غزنی سقوط وکړي زیاته مرګ ژوبله به رامنځ ته شي، په تېرو څورلسو کلونو په ځانګړې ډول په دوه زره دیارلسم کال کې د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې له نومولو وروسته چې غزني کې د بیارغونې کوم کارونه زیات شوي د کندوز غوندې به په ویجاړه هدیره واوړي.

مرکزي دولت دې د اندړو د هغو شهیدانو خاطر وکړي چې د دې نظام د بقا لپاره یې ځانونه قربان کړل، د مقر د هغې مور په همت دې معامله نه کوي چې د دې خاورې د ساتنې لپاره یې په یوه ورځ د درېیو غبرګو زامنو جنازې کور ته ور وړې، د قره باغ د مظلو یتیمانو اوښکې لا روانې دي چې پلار یې د روژه ماتې له سره ور نه پورته کړ او وروسته یې غلبیل غلبیل د کلا شاته ورته راوړ.

د دې ملت فرد فرد د دې نظام د بقا لپاره قرباني ورکړي، مرکزي دولت دې د دې ملت په وینو دومره لویه معامله نه کوي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *