تاند- د افغانستان د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه ټولنه وايي چې د دې ادارې په وړاندیز بسم الله افغانمل د زابل د نوي والي په توګه وټاکل شو.

فغانمل، چې اصلاً د کندهار اوسېدونکی دی، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو د استازي په توګه کار کړی دی.

افغانمل د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لړ کې د ولسمشر محمد اشرف غني ملاتړی و.

د زابل مخکیني والي انوراسحاقزي په وروستیو کې له زابل سره خدای پاماني وکړه.

د اسحاقزي له لېري کېدو وروسته د زابل خلکو د یوه تکړه او په کار پوه والي غوښتنه کوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *