هغه وخت چې سړی ډېر خوشحاله وي، نو د خوشحالۍ نه یې په سترګو کې اوښکې راډنډې شي، خو ددي برعکس چې کله سړی ډېر خفه مطلب د غم څپه یې زور واخلي، نو سترګې راوبهیږي.

د سعود خبره:

چې زړګی د چا خفه شي ټول جهان ورته خفه وي
ټول جهان راته خفه و، رنګ و خوندو که ستار و

دلته د سعود خبره (ټول جهان راته خفه و) برعکس ټول جهان راته خوشحال و، ده. اوس زړونه دومره کلک شوي، چې یو څاڅکی هم پکې رحم نه شته. دا خبره به هغه وخت صدق کړي چې یو څه مو د عقیدې له مخې سره نږدیوالی وای، ځکه د یو مسلمان په درد باید بل ودردیږي. دا د الله ج خبره ده، چې د یو بی ګناه کس وژل داسې دی لکه ټول بشریت یې چې وژلۍ وي. دلته که ته انسان وخوړي او یا مرمۍ، د بل یې درباندې څه!

پورته مې وویل چې سترګونه په دوه وختونو کې اوښکې راځي. د هغه یوې خوشحالۍ ، خو مو دا ډیر وخت درک نشته. هسي د هر سړي په خوله خندا، خو په زړه بیمار دی. ځینې به ددي لپاره خاندې چې د رسوالله (ص) د دغه حدیث لمخې چې وايي: کله چې له خپلو ورونو سره مخ کیږی، نو ځان خوشحاله وښایي. ځینې به بیا ددي لپاره خاندې چې په درد یې څوک پوه نه شي. دلته ددي مرض تشخیص چا ونه کړ، چې سعود ولي دا خبره کوي:

بیا مې لمر طرف ته پام شو، یوه نوي ورځ یې راوړه
خو پر مخ یې زیړ زعفران وو، چې خفه و که بیمار وو

ځینې خلک له روانشناسان داسې وي. که ته ورته څه ونه وايي، هغوی درباندې پوهیږي، چې حتمي څه خبره خو شته. طبیعي ده، چې د لمر په رختلو سره نوي ورځ پيلیږي، خو د سهار شفق ته سعود زعفران ویلي، داسې یې په زړه کې تیره شوه، چې یا به خفه وي او یا بیمار. ددي بیماری او خفګان وجه به څه وي؟ اصلاً هغه خفه نه دی، بلکې دده په نظر داسې ښکاري.

رییښتیا هم کله چې د یو مرض تشخیص نه وي، نو د کورنۍ ټول غړي خفه وي. دوی ته هر څوک داسې ښکاري چې زموږ په شان خفه دي، مطلب له خپلې زاويي ورته ګوري. د جغرافیې موقیعت لمخې دا هیواد زموږ کور دی. دلته چې څه تیريږي نو سعود وايي چې دده په لیدو د کورنۍ غړي تنها نه دي خفه بلکې لمر هم له دې وجي خفه دی.
کله چې بلبلان چغیږي، که هغوی هر څه وایې، خو سعود ته دا مرثیې ښکاري. مرثيې د معنا لمخې هغه ویر دی چې پر مړي د ښځو لخوا ویل کیږي. دی زړه او نازړه دی، چې دا ریښتیا هم مرثیې دی او که زه داسې ګمان کوم او د (نه نه) کلمه ځینې وخت سړی د زړه ډاډه کولو او ځان په ګمان کې اچولو لپاره راوړي.

وایې:

د بلبل په خوږه ژبه باندې ویر وو، مرثیې وي
نه نه ما داسې ګڼله ګني دی خو په چغار و

یو وخت چې ماشوم وم، نو د ملګرو په منځ کې مو دا اصطلاح ډېره مشهوره وه چې ( د توتو په ټیل کي لاړو). که یو چا ګناه کړي، نو که سزا یې وینې، پر ځای ده، خو چې نه یې وي کړي، نو بیا پورتنۍ اصطلاح سره ورته ده. تنها زمو په کور کې دا خبره عادي نه ده، بلکې د هر مسلمان په کور کې دا ویر شته. معلوم نه یو چې په څه مرو؟ ولی مرو؟ ګناه مو څه ده؟… لکه سعود چې وایې ( ژوند مې ولیدو ویده و، مرګ مې ولیده بیدار و). هو، که دا دنیا د امتحان دنیا ده، خو یو څه خوشحالی خو باید پکې وي! کنه هسې خو هم امتحان ته څوک نه خوشحالیږي.

بدبختي زموږ دا ده، چې هره ورځ د توتو په ټیل کې ځو، خو بیا هم نه پوهیږو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *