تاند- د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن /دوشنبه/ ناببره خپلو پوځیانو ته امر وکړ چې له سبا /سې شنبې/ څخه له سوریې وتل پیل کړي.
ده وویل چې په سوریې کې د روسیې مداخلې تر ډېره حده خپل هدف لاس ته راوړی دی.
پوتین دا اعلان په داسي حال کې وکړ چې د سوریې د پنځه کلنې شخړې د پای ته رسېدو لپاره د سویس په جینیوا کې د خبرو تازه پړاو پیل شوی دی.
روسیه د سوریې د واکمن بشار اسد کلیدي ملاتړې ده.
د اسد دفتر ویلي چې ولسمشر د روسیې له پرېکړې سره موافق دی.
د اسد د رژیم په خبرپاڼه کې ویل شوي:«روسي ځواکونه د عیني شرایطو پر اساس وځي.»
روسیې د تېر میلادي کال په سپټمبر کې په سوریه کې هوايي بمباري پیل کړه او په دې توګه یې د سوریې د حکومت په ګټه انډول بدل کړ.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کریملین په یوه غونډه کې وویل:«فکر کوم د دفاع وزارت او وسله والو ځواکونو لپاره ترتیب شوی ماموریت په مجموع کې بشپړ شوی دی. په همدې خاطر دفاع وزارت ته امر کوم چې د سوریې له عربي جمهوریت څخه سر له سبا زموږ د وسله والو ځواکونو د اصلي برخې ایستل پیل کړي.»
پوتین همداراز وايي چې په سوریه کې د روسي ځواکونو ماموریت بشپړ شوی دی او څه چې دوی باید کړي وای هغه یې کړي دي.
روسیه په سوریه کې ۳۰ جنګي الوتکې او یو شمېر مځکني ځواکونه لري.