تاند- پاکستاني ورځپاڼه ډیلي ډایمز وايي، د افغان طالبانو مشرانو له پاکستاني چارواکو سره په یوه غونډه کې د سولې په خبرو کې ګډون رد کړ.

ډیلي ټایمز نن /دوشنبه/ وویل، پاکستاني چارواکو افغان طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي، د پاکستان له خاورې څخه به وایستل شي خو طالبانو ونه منله.

ورځپاڼه وايي چې دا خبره دوو پاکستاني چارواکو ورته کړې ده.

ډیلي ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د طالبانو د رهبرۍ شورا دوې اوونۍ پخوا له پاکستاني چارواکو سره پټه غونډه وکړه.
ورځپاڼه وايي چې پاکستاني چارواکو د غونډې د ځای په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

پاکستاني چارواکو دا هم ویلي چې اوس طالبان د افغانستان لور ته روان دي څو پسرلني عملیات پیل کړي.

مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې پاکستان نهایت هڅه کوي او پر طالبانو یې زیات فشار راوړی چې هلمند ونیسي او د رهبرۍ شورا دغه ولایت ته انتقال کړي څو پاکستان له خپلې خاورې د طالبانو د ایستلو په باب څلور اړخیزې غونډې ته خپله ژمنه ثابته کړي.

د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، یوه پاکستاني چارواکي په اسلام اباد کې وویل، د افغانستان په داخل کې د جګړې په میدان کې د طالبانو وروستيو بریو وضعیت بدل کړی دی:«دوی نور د پاکستان اډو او پناهځایونو ته اړتیا نه لري، نو که پاکستان پر دوی فشار راوړي چې له خپلې خاورې یې باسي، د پاکستان خبرداری به هغسي اغېز ونه لري چې پخوا یې درلودای شوای.»

ډیلي ټایمز د دغه پاکستاني چارواکي نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي چې دغه چارواکی د پاکستان د پوځ متقاعد افسر دی.

په ګاونډیو هیوادونو کې د پاکستان د نیابتي جګړو چارې عموماً د پاکستان د پوځ متقاعد افسران پر مخ بیايي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *