ژباره: امین حنان –

ولې تل د خوښۍ او خوشحالۍ احساس نه کوو؟ ولې کله کله د خوښۍ او قدردانۍ او کله بیا

د لوچکۍ او ناکامۍ احساس کوو؟ په دې هکله غواړم لاندې موضوع ته اشاره وکړم:

موږ ټول انسانان داسې پیدا شوي یو چې په دوو بېلابېلو حالاتو کې ګیر یو. او هغه دوه حالته عبارت دي له:

زموږ افکار او احساسات.

کله چې له شتمنو خلکو او دوستانو سره مخ کیږو او یا هم هغوی وینو، نو شتمنیو ته زیات ارزښت ورکوو او د ناکامۍ احساس کوو، خپه او نا هیلې کیږو او برعکس که له داسې کسانو سره مخ شو چې نسبتا له موږ سره برابر او یا هم تر موږ ټیټ وي، بیا د بریالیتوب او خوښۍ احساس کوو؛ نو بنا موږ یو ډول وږي عادت شوي یوو. د بېلګې په توګه تر پرونه مو غوښتل د ځان لپاره موټر واخلو، خو اوس حیران یو او د نېکمرغۍ احساس هم نه کوو او دا هم وایو چې خدایه که ته دومره مهربانه یې ولې دې تر دې هم ښه موټر نه راکولو.

دا هېڅ فرق نه کوي چې څوک او څه کاره یې. وګوره چې احساسات او افکار دې څنګه دي. همدا اوس هم کولی شې له ژونده خوند واخلې. واقعا همدا اوس دا په نظر کې ونیسئ چې نسبت تېر کال او یا هم تېرو پنځو کلو ته په کتو مو څومره تغیر کړی. خو موږ انسانان تل هېرونکي یو. خپلې ماضي ته نه ګورو چې څومره په شا پاتې وو او څومره تېروتنې مو درلودې چې اوس هېڅ نقص او عیب نه لرو. موږ انسانان تل د خپل ژوند کمۍ او کاستۍ وینو او تل دا چورت وهو چې یا خدایه! ولې دې له هغه څه  چې موږ غوښتل زیات نه راکړل. نو دوستانو همدا اوس پورته شئ او له ځان سره دا تصمیم ونیسئ څو د نېکمرغۍ احساس وکړئ. غواړم د دې مطلب په پای کې یو شمېر کړنلارې تاسو ته وښیم چې په پلي کولو سره به یې له ځان سره د نېکمرغۍ احساس وکړئ:

۱ـ  یو لېست چمتو کړی هغه څه مو چې تېر کال په لاس راوړي راتلونکی کال ترې محروم نه شی.

۲ـ  د شکر سجده او لمونځ وکړی او هغه څه چې لوی پرودګار تاسو ته درکړي شکر وباسئ.

۳ـ  یو بل لېست هم چمتو کړی او په هغه کې د هغه کسانو نومونه ولیکئ چې له تاسو سره مینه لري.

۴ـ  ټول لوازم، جامې … مو برسي کړی او وګوری کوم څه شته چې ترې استفاده نه کوئ، هغه مال چې ستاسو نه دی بلکې یو فردي مال دی چې همدا اوس هغه کس ورته اړتیا لري. ورکړی.

۵ـ  خپل فکرونه مو برسي کړی او ووینئ له څه ډول کسانو سره لاس او ګریوان یاست، په ارامۍ سره هغه کسان وبښئ یا هم ځان ترې خلاص کړی.

One thought on “ولې د ناکامۍ احساس کوو؟/ برایان تریسي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *