تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /سې شنبه/ د ناټو له سرمنشي سره په خبری غونډه کې وویل چې لا هم نه شي ویلی چې له طالبانو سره د سولې هلې ځلې ناکامه شوي دي.
ولسمشر غني په کابل کې له ینس ستولتنبرګ سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، د افغانستان جګړه یوه کورنۍ جګړه نه ده، نړیوالو او سیمه ییزو اړخونو دا جګړه پېچلې کړې ده.
ده په دې اړه چې طالبانو د سولې خبرې رد کړي دي، وویل:«لا وختي دی چې ووايي د سولې (هڅو) نتیجه نه ده ورکړې.»
ولسمشر په عین حال کې وویل چې د افغانستان د وسله والو قواوو د عمومي قوماندان په توګه وايي چې افغان امنیتي ځواکونه باید تر ټولو د بد حالت لپاره تیارسی واوسي او د خورا ښه حالت لپاره دې هم تیارسی وي.»
ولسمشر غني ۲۰۱۵ م کال د افغانستان د پایښت کال وباله او ټینګار یې وکړ، افغان امنیتي ځواکونو سره له دې چې سخت کال درلود، د دولت، اساسي قانون او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره ژمنه ثابته کړه.
د ناټو سرمنشي د افغان ځواکونو له لوري په خپلواک ډول د جګړې د مشرتابه ستاینه وکړه او ۲۰۱۵ کال یې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د ښو پایلو کال وباله.
د ناټو سرمنشي په پوځي عملیاتو کې د افغان هوايي ځواکونو ونډه د دې ښکارندویه وبلله چې افغان ځواکونه لا فعاله شوي او ښه وړتیا لري.