تاند- د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون وايي، ولسمشر بارک اوباما تراوسه پوري په دې باب پرېکړه نه ده کړې چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د ځواکونو شمېر زیات کړي او که نه کړي.
د متحدو ایالتونو دفاع وزیر کارتر اشتن غواړي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو اوسني قوماندان ډګرجنرال جان نیکلسن ته وخت ورکړي چې د افغانستان د حالاتو جاج واخلي او بیا د ځواکونو د شمېر په اړه وړاندیزونه وکړي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د پینتاګون ویندوی پیتر کوک پرون (سې شنبه) وویل:«پرېږدئ چې جنرال نکلسن ته موقع ورکړو چې سیمه ارزیابي کړي، او معلومه کړي چې ایا د ځواکونو په شمېر کې بدلون ته اړتیا شته او که نشته.»
نیکلسن، ژمنه کړې وه چې د قوماندې له ترلاسه کولو وروسته به په ۹۰ ورځو کې پرېکړه وکړي.
ده د مارچ په دوهمه نېټه په افغانستان کې د قاطع ماموریت قومانداني په لاس کې واخیسته.
له ټاکل شوي مهالوېش سره سم په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمېر باید له ۹۸۰۰ څخه د ۲۰۱۷ م کال تر جنورۍ پوري ۵۵۰۰ ته لږ شي.
خو د طالبانو له لوري د لنډې مودې لپاره د کندوز ښار نیولو د امریکا د پوځي چارواکو اندېښنه زیاته کړه.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو جنګي ماموریت د ۲۰۱۴ م کال د دسمبر په پای کې بشپړ شو.
خو له کله چې د ناټو او امریکايي پوځیانو ماموریت پای ته رسېدلی، طالبانو جګړه لا پراخه کړې ده.
طالبان هڅه کوي چې له رامنځته شوې خلا څخه په استفادې زیاتې سیمې ونیسي.