د پښتو ادبي مکتبونو د پیژندنې لپاره تر هر څه د مخه دا خبره د یادونې وړ ده چې د پښتو ادبي جریانونو او ادبي مکتبونو په باب تر اوسه بشپړ منظم او اکاډمیک څیړنیز کار نه دی شوی او په دې باب ډیرو څیړنو ته اړتیا شته. دلته ادبي مکتبونه له ځانګړنو سره درپیژنو:
۱-روښاني ادبې مکتب۲-د خوشحال ادبي مکتب۳-د رحمان بابا تصوفي او عرفاني ادبي مکتب۴-د حمید او شیدا د نازکخیالي ادبي مکتب۵-اولسي ادبي مکتب ۶-نوی ادبي مکتب.
لومړی– روښاني ادبي مکتب:
دغه ادبي مکتب د لسمې هجري پیړۍ په دویمه نیمایې کې رامینځته
شوي،بنسټګر یې عالم او لیکوال بایزید روښان دی.نوموړي د خپلې تصوفي او عرفانی لارې د تبلیغ او خپراوي لپاره فرهنګي هلې ځلې پیل کړې. په لیکنو کې یې یو ځانګړي لار او سبک رامیځته کړ،ډیر پلویان یې و موندل او دده لاره یې تعقیب کړه .د دې ادبې مکتب د پیاوړو لیکوالانو او شاعرانو په ډله کې دا لاندې نومونه د بیلګې په توګه د یادوني وړ دي:ارزاني خویشکی،علی محمد مخلص،دولت لواڼي،ابابکر کندهاری،واصل روښانی میرخان روښانی،میرزاخان انصاري،اورکزی،قادر داد او نور. ادبي ځانګړن:
۱-تصوف او عرفان د یو مسلک په توګه پښتو ادب ته راغلی دی. ۲-د عربي او فاسي شاعرۍ زیاتره شکلي فورمونه، لکه قطعه،رباعي،قصیده،او نور پښتو ادب ته راغلي دي. ۳-په نثري لیکنو کې مسجع نثر رواج شوی دی. ۴-اخلاقي او دیني مسایل په شعر او ادب کې زیاد شوی دي.
۵-په پښتو ادب کې د فارسی او عربي ادب اغیز زیات شوی دی.
دویم – د خوشحال ادبي مکتب :
دغه ادبي مکتب په یوولسمه هجري پیړۍ کې میځته راغلي او بنسټ ایښودونکې یې د پښتو ژبې پیاوړي شاعر خوشال خان خټک دی.د نوموړي لاره دده زامنو،لمسیانو او نورو پلویانو د زړه په مینه او وینه پاللې اود خوشحال ادبي مکتب یې جوړ کړی دی. د دې مکتب نومیالي پلویان: اشرف خان هجری،عبدالقادر خان خټک،سکندر خان،صدر خان خټک او نور. ادبي ځانګړنې:
۱-پښتو ادب یو نوي او پرمختیایې پړاو ته داخلیږی.
۲-د مسجع نثر پر ځای روان او ساده نثر پیلیږی.
۳-په شاعرۍ کې حماسي،رزمی او ملی روحیه ډیره پیاوړې کیږي.
۴-پښتو ادب ته د شرقي شاعرۍ ټول انواع په پراخه پیمانه رواج مومي.
۵-شاعران د پښتو سربیره په فارسي ژبه هم شعرونه وایي.
درېم – د رحمان بابا تصوفي او عرفاني ادبي مکتب:
د پښتو پیاوړی شاعر رحمان باباد یو ځانګړي تصوفي،عرفانی ادبي سبک خاوند،چې هغه له زیات ټولنیزمقبولیت نه برخمن شو،په خپل وخت او راورسته زمانه کې یې ډیر پلویان وموندل،د رحمان بابا ادبي مکتب د تصوفي عرفاني مکتب په نوم هم یاد شوي.د دې ادبي مکتب نومیالي پلویان :یونس خیبري،معزالله مومند،اخون ګدا،حافظ الفوري،میا نعیم متی زی،عبدالعظیم راڼیزی،عبدالرحیم هوتک،مطیع الله او نور.
ادبي ځانګړني:
۱-د دې ادبي مکتب پلویان زیاتره د اخلاقو او نصایحو خواته پاملرنه کوي.
۲-د تصوف او عرفان پیچلي مسایل په روانه او خوږه ژبه د دې ادبې مکتب ستره ځانګړنه ده.
۳-د عربي او فارسي ژبو کلیمات او اصطلاحات په پراخه پیمانه پښتو ادب ته راننوتي دي.
۴-د پښتو شعر وده موندلې او دېرو شاعرانو د خپلو اشعارو دیوانونه ترتیب کړي دي.
۵-د دي ادبي مکت پلویانو واقعتونو ته ډیره پاملرنه کړي ده.
څلورم – د حمید او شیدا د نازکخیالۍ ادبي مکتب:
د پښتو د نازکخیایۍ ادبي مکتب د دولسمې هجري پیړۍ په اوږدو کې د هندي ادبي مکتب تر اغیز لاندې رامیځته شوی دی.بنسټګر یې عبدالحمید مومند،او بشپړوونکې یې کاظم خان شیدا ګڼل شوی دی.چې ډیرو پلویانو یې لاره تعقیب کړه. د دې مکتب پلویان :قلندر اپریدي،محمدي صاحبزاده،حنان بارکزی،علي خان او نور.
ادبي ځانګړنې: ۱-اوچت تخیل،نازکخیالي،نوښت،نادري تشبې ،استعاري یې بنسټیزه ځانګړنه ده.
۲-د دې ادبې مکتب پیروان غزل ویونکي دي.
۳-د اشعارو موضوع یې زیاتره د مینې او محبت مسایلو ته وقف شوې ده.
۴-سره له دې چې دا ادبي مکتب د هندی سبک تر اغیزي لاندې رامیځته شوي خو پښتني ژوند او چاپیر یال پکې په خپله بڼه انځور شوي دي.
۵-د فارسي ژبې او ادب اغیزه د دې مکتب پلویانو زیاته منلې ده.
پنځم–اولسي ادبي مکتب:
د پښتو اشعارو زیاتره برخه د اولسي او ملي اشعارو په نامه یادیږي،لکه :لنډۍ ،نارې نیمکۍ،سروکي،بګتۍ،غزلې،چاربیتې او بدلې.دغه اشعار د شکل او جوړښت له مخې یو تر بله جلا او بیل دي،نو ځکه په ځانګړې توګه د اولسي ادبي سبک د نامه لاندي راځي. ادبي ځانګړنې:
۱-په ولسي سندرو کې د خلکو عامه او اسانه ژبه استعمالیږي،او همدارنګه خیالات او افکار یې هم د پښتني چاپیریال سره سمون لري.
۲-په اولسي ادبي مکتب کې د ستاینو،مبالغو اوبې حقیقته خبرو انګازې نه لیدل کیږی
۳-په دې ادبي مکتب کې جوش او جذبه،ذوق او مینه زیاته ښکاري. ۴-د پښتو سوچه لغات،سپیڅلې محاورې،خوندورې استعاري او په زړه پوري عبارتونه پکې زیات دي.
شپږم – نوی ادبي مکتب:
د پښتو نوی ادبي مکتب د څلورمې ادبي دورې له لومړیو څخه میځته راغلي،چې د معاصر یا اوسني ادب په نامه یادیږي.په پښتو شعر او ادب کې د نوي ادبي مکتب نښی نښانې د انګري استعمار او غربي تخنیک له راتګ نه وروسته راڅرګندې شوي دي او په څوارلسمه پیړۍ کې یې پوره اثر وښینده.د امان الله خان د واکمنۍ په مهال چې ازادي ترلاسه شوه،نوي ادبي غورځنګ رامینځته شو،په پښتو شعر او ادب کې د ملی جوش او وطني مینې ژوندۍ روح ورننوت. په کوزه پښتونخوا کې د نوي ادبي مکتب استازي: حمزه، سمندر، سید رسول رسا، غنی خان، اجمل خټک او نور. او په افغانستان کې: حبیبي، الفت، مجروح، خادم،بینوا او نور.
ادبي ځانګړني:
۱-په دې ادبي مکتب د نوي ژوند،نوې دنیا،نوي فکرونه څرګند شوي دي او د غربي ادب پلوشې راننوتي دي.
۲-قومي او وطني سندری،ملي ترانې،د جوش نغمې او د پښتو نولۍ اوقا مولۍ چیغي او ناري زیاتې شوي دي.
۳-د خاریجي استعمار،زورګیرۍ،ظلم او زور زیاتي غندنه او همدارنګه رشوت او نورو اجتماعي خرابیو په وړاندې قلمي مبارزه د دې مکتب غوره ځانګړنه کڼل کیږي.
۴-انتقاد او کرکتنه، ریښتیاوینا، زړورتیا او سپینې خبرې هم په شعر او ادب کې څرګندې انځور شوي دي.