زما څخه چې یو څوک د افغانستان په اړه پوښتنه وکړي نوځواب یې ډېر سخت راته تمامېږې. هغه هره یوه پوښتنه چې د دې سپېڅلي هيواد په اړه وي، سخته راته تمامېږې. هغه هره یوه پوښتنه چې د اقتصاد، سیاست، امنیت، فساد یا بلې کومې موضوع په اړه وي چې نوموړی هیواد پکې را ګېر دی، سخته راته تمامېږې .
خو زما د ورخطايي هدف دا ندی چې دا پوښتنې کوم ډول ځوابونه نلری بلکې د دې هدف دا دی چې د دې پوښتنو ځوابونه اسانه او ساده ندي.د دې پوښتنو ځوابونه باید د افغانانو زړونو ته ولوېږي. هغه دا چې باید اوریدونکي له ځان سره فکر وکړي او په خپلو کلتوري ارزښتونو پوه شي.
که چېرې موږ خپلو تېرو کړنو ته وګورو نو موږ به پوه شوو چې زموږ ډېری اقدامات د یو ناکام ملت جوړونې پر لورې وو. دا اقدامات ډېر واضحه دي او دا د مخدره موادو د کاروبار زیاتولو، د سختدریځیو د بیا راپیدا کولو، ټوپکمارو ته ځواک ورکول، په اجرايي چارو کې زیاتو خلکو ته واک ورکول او په لویو پروژو کې د فساد په لویه کچه شتون، هغه څه دي چې موږ په خپله ځای ورکړی وه. خو زه باید تېروتنه یا مبالغه ونکړم هغه دا چې یو څه لاسته راوړنی هم موږ له ځان سره درلودې، لکه د تعلیم وده، د مېرمنو حقوق، د ۲۰۰۰ کال په لومړیو کې د طالبانو پر ضد بریاوې، د مېرمنو پیلوټو روزنه او په لویه کچه د ټولټاکنې د پروسې د روڼاوي په لوري وړل. خو ولې تېر ته په کتو سره سم باید موږ پر خپلو ستونز کنترول بیا موندلای وی نه دا چې نور ورخطا شوو.
موږ ویلی شوو چې افغانستان له دوه اړخه جنګ سره مخ دی: یو لورې له سختدریځو سره چې هر څوک ورڅخه خبر دي او لویې شننې ته اړتیا لري. ظاهر خو د ناټو هر غړی هیواد دا زیار باسي هغه خلک چې د افغانستان ولس ته خطر پېښوي سره یوې سولیزې پایله ته ورسېږي، یا دوی سره پخلاینه وکړي او یا د دوی ځواک وځپي او یا دا چې اخر دوی له منځه یوسي. خو ولې دویمه ډله بیا تر ټولو زیاته خطرناکه ده. هغه په حکومت کې د فساد کچه ده. د دې فساد په پایله کې د هیواد بنسټونو ته خطر پېښ دی، ډېری مشران یې له منځه یوړل، ټولټاکنې یې له خطر سره مخ کړې دي او وسلوال پوځ یې د ضعیف مورال سره مخ کړی دی. لنډه دا چې دې دواړو ګواښونو د هېواد برخلیک له خطر سره مخ کړی دی.
افغانستان او فساد له یو بل سره دومره ژورې ریښې لري، چې په تاریخي ډول د ورېښمو لار ته ورته دی. خو ولې افغانستان د بل کوم هېواد په پرتله زیات توپیر نلري، بلکې هر یو هېواد په یو نه یو ډول حتما په فساد کې ګېر دی. خو دا توپیر هلته مالومېږي چې دا د یو هیواد په دولتي سیستم، ادارو او قانون یا واکمني څومره اغیز کوي. خو ولې د افغانستان فساد د حکومت له کنټرول وتلې خبره ده. کله چې د فساد کچه د یو نوي حکومت کلتوري اړخ تشکیلول پیل کړي نو بیا داسې ښکاري چې د فساد پر ضد تبلیغات د خلکو لپاره یو عادي کار ښکاري.
یو څو زړه را ښکونکې بېلګې دا دي چې د یو پارلمان وکیل د ځان د ساتنې په موخه ۲۰۰ امنیتې ګارډان له والی څخه اخلي نو په داسې صورت کې به وسلوال پوځ یا امنیتي کسان د خلکو امنیت څنګه وساتل شي. د یو کنډک قوماندان خپل عسکر پدې خاطر له برېښنا یا رڼا لرې ساتې چې دی وکولای شي د دوی د برخې تیل په تور بازار کې خرڅ کړي. همدا ډول د سرحدي پولیسو قوماندان دې ته خوشالېږي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د یو څو ټرکونو څښتن شي تر څو کاروبار پرې وکړي، بیا دې ټرکونو ته څوک په بده سترګه نشي کتلی یانې هر څه چې پکې وی نو خیر دی تېرېږي را تېرېږي. دا ولې چې د قوماندان صیب ټرک دي. ولسي جرګې ته یو کاندید یا نوماند د سرکشې ډلې سره د معاملې له لارې پدې خاطر خلک له ډار او وېرې سره مخ کوي څو خلک د دې مخالفې ډلې ته رایه ورنکړي.
دا رنګه فساد ښه حکومتوالي، امنیت او پرمختګ د پرځوالو تر کچې رسوي. د اجرایه ریاست تر شا او خوا را ټول نااهله عناصر چې د کلیدي پریکړو واک ورکړال شوي دی د حکومت د ناکامي عمده علت ګرځیدای شي. خو ولې د دې ډول ناکامي او فساد مسؤلیت تر ټوپکمارانو راسېږي. دوی نه یوازې د فساد عمده علت دی بلکې ټول د یو لوی خطر د را پېښېدو مسؤلین دي.
له تیرو دیرشو کالو راهیسې با نفوذه قبایلي مشران د ټوپکمارانو په دایره کې را تربیه شوي دي. د دوی دوښمنانان پدې تکل کې دي چې هغه څوک چې د ټوپکماري تخم یې رامنځته کړی دی، له منځه یوسي. خو ولې ویل شوو چې قبایلي مشران نه یوازې پر ټوپکمارانو بدل شوي بلکې د دوی دا بدلیده د دوی د ژوندې پاتې کیدو اړتیا وه. سیاسي ځواک دوی دې ته لېواله کړه چې وسلې ترلاسه کړي، جنګ ته یې آماده کړي او د یرغلګرو د ګټو ساتنې په موخه دوی ځانانو د لویو ځواکونو تر تسلت لاندې وساتي. لوجسټکي اړتیاوې تر سرحدونو ورسېدې خو ولې له دې څخه یو څو خلکو د امنیت ورکولو په بدل کې ګټې اخیستل پیل کړي. البته دلته یو څه په مغزو کې ساتل مهم دی، هغه دا چې د تکامل څخه مانا ژوند ته ادامه ورکول دي او پدې کې ناکامي سړی له مرګ سره مخامخ کوي.
نو داسې ټوپکماران د یو بل د پیاوړتیا، وحشي ښکاریدو او ژوندې پاتې کیدو په خاطر له زور څخه کار اخلي تر څو اغېز یې زیات وي. لنډ دا چې نن ټوپکمار تر ټولو زیات چالاک، موقع پرست او پر موجوده داسیسو تر ټولو ښه پوهېږې، بلکې له هغو معاملو هم خبر دي چې د واک پر سر یې لوی ځواکونه کوي او ټوپکمار له دې هم خبر دي چې پیسې څنګه د معاملې له لارې لاسته راوړلی شي او څنګه بېلابېلې ټولګې د واک لپاره رامنځته کړي؟
نو پداسې حالت کې څه کول پکار دی په ځانګړې توګه چې کله د یو چا دوښمن فساد ګر وي؟ آیا دې پوښتنې ته څه ځواب لرو چې څنګه غربي ډیپلوماټان د دې ډول ټوپکمارو له لاسه رسوا شول؟ خو ولې زه هیله نلرم چې دې ټولو پوښتنو ته به ځواب پیدا کړم. خو په دې پوهیږم چې دا ځوابونه له چا لاسته راوړم او باید زه ووایم چې د دې ځوابونه خپله په افغانستان کې شته دي. د افغانستان په ۴۰۰۰ کلن تاریخ کې دا وړتیا شته چې افغانان بیرته سولې او ورورګلوي ته را وګرځوي.
لومړۍ- حکومتوالي:
په افغانستان کې په خپله د ولسواکي ریښې شته دي. نن هم د یو کلي ملک د عادی خلکو له لوري د دوی په خوښه ټاکل کېږي. خو ولې د یو ملت په توګه دوی یوازې د یو بادشاه په واکمني کې تر ټولو ښه ژوند کړی دی. اوس ولسواکي ډېره ناسمه او اوږد وخت ته اړتیا لري. بلکې ویلی شوو چې دا هلته د منلو وړ دي چې خلک یې په خپله خپل کړي او تپلو ته اړتیا نه وي. یو څوک دا هم ویلی شي چې دا هلته کامیابه کېږي چې چېرته پانګونه یا د خلکو حالت ښه وي. که یو چېرته تازه حکومت رامنځته کېږي نو بیا هلته یو څه شاهي نظام ته هم اړتیا پېښېږي او باید په احتیاط سره د خلکو کلتور ته په کتو ګام واخیستل شي.
که چېرې په افغانستان کې داسې کوم ګام ته اړتیا وی نو بیا خو پکار ده چې لومړۍ د اجرایه ریاست له منځه یوړل شي او ټول واک بېرته ولسمشر اشرف غني ته ورکړل شي. په رښتیا هم وروستۍ ټولټاکنې د ټوپکمارانو پر ضد یو چیغه وه او د خلکو د زړونو درزا وه. د عبدالله عبدالله انتخاباتي کمپاین د ټوپکمارانو د ژوند ساتلو او د فساد لپاره مبارزه کیدای شي نور هیڅ. بل لورې ته ولسمشر له خلکو مرسته وغوښته او بار بار یې د ټوپکمارو پر ضد خوله ووهله.
کله چې له ټولټاکنو وروسته جان کري له دواړو کاندیدانو سره وکتل او اجرایه ریاست یې رامنځته کړ نو په رښتیا هم دا هغه څه وو چې د خلکو احساسات او خوښي یې د سیاسي قرباني ښکار کړه. زه فکر کوم چې دا د افغانستان د ټولټاکنو په اصولو او د افغانانو په کلتور یو ډول برید و او خلکو ته دا باور ورکول وو چې تاسو له ټوپکمارو څخه وبایلله.
دویم امنیت:
هغه تلفات چې اجرایه قوې ته واوښت کېدای شي په هیواد کې امنیتي ګواښونه رامنځته کړي او له دې پرته هم یو څه خبرې شته چې د افغانستان امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.له موږ سره دا هوډ وه چې افغان وسلوال پوځ ورزو او نه دا چې یوازې وسلوال پوځ بلکې په هره برخه کې افغانان ورزو. ځکه افغان وسلوال پوځ د روزنې په لومړۍ مرحله کې وه او بل لوري ته دوی ته د روزنې په مهال د میتوډ په برخه کې یو طبعي کلتوري مشکل شتون درلود چې له امله یې د پوځ او مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف هم شتون درلود. همدا علت دی چې په پوځ کې مو په سمتې اختلافاتو کنټرول و نه موندلی شو او دوی مو روشنفکره نشو کړی. غالب امکان کیدای شي چې په وسلوال پوځ کې ۳۰ سلنه کمښت د لوړې طبقې او د عادي خلکو کلتوري ډغرو په ترڅ کې رامنځته شوی وی، چې په دې ډېر پراخ بحث کېدای شي.
ملي امنیت تر ټولو پیاوړې اداره ده خو ولې د واکمنو له مداخلې پاکه نده. په روزنه کې یو جدي زیار ته اړتیا لیدل کیږي چې د غرب د معاصرو مالوماتو او شننې له طریقو رامنځته کیدای شي څو ملي امنیت وکولای شي چې په سمه توګه خپلې پریکړې د سمو استخباراتي لارو چارو تر سره کولو سره اجرا کړي، دا هغه څه دي چې زموږ د پریکړو کولو توان زیاتوي. همداسې د بهرني استخباراتو په پرتله کورني استخباراتو ته د وسایلو په ورکړې سره کیدای شی چې دوی په ټولنه کې ترهګر ژر وپېژني.
زه باور لرم چې په نړیوالو کچه د امنیتي ځواکونو ترمنځ د مورال د زیاتونې په موخه تر ټولو ښه وسیله د هوايي ځواک مرسته ده او هسې هم د افغانانو طبعي زوړورتیا دوی ته د پولیسو، وسلوال پوځ او هوايي ځواک په شعبو کې تر ډېره بریده ستره بریا ده. خو د دې باوجود دوی د ناټو هوايي ځواک ته اړتیا درولوده.
موږ پدې باور لرو چې افغان هوايي ځواک به دوښمن په هر ډګر کې له ماتې سره مخ کړي. خو ولې په تېر کې موږ د دې شاهدان یوو چې یو څه تیروتنې هم شوې دی باید دا بیرته اصلاح شي.
د افغانستان د امنیت په اړه یو څوک تر هغه پریکړه نشي کولای تر څو له کرښې هغه خواته قوتونو ته سړی متوجه نشي او موږ پوهیږو چې هلته څه کېږي. موږ پدې هم پوهېږو، چې چین، پاکستان، ایران، هند، ترکیه، روسیه او نور هیوادونه په افغانستان کې خپلې ګټې لري. که چېرې دا هیوادونو تشویق شي او دوی ته پاملرنه وشي تر څو په افغانستان یې مثبت اغېز ته غاړه کېږدي نو زه فکر کوم چې زما د لیکنې پر پرتله د دوی دا مرسته به ډېر کار ورکړي. افغانستان ته په کار ده چې دې هیوادونو ته پاملرنه وکړي تر څو له ډېرو مشکلاتو څخه را ووځي. کنه له افغانستان سره ولاړ هیوادونو باید د افغانانو د خوندیتوب په اړه ژورې ستراتیژي جوړې کړي څو هغه څوک چې دوی ته زیان رسوي، وځپلی شي.
بل لوري ته د ډیورنډ کرښې نېټه پای ته رسیدل هم د افغانانو لپاره یو ستر پرهر دی. پاکستان او افغانستان چانس لري چې دوی له دې موضوع څخه یو ګټور لوري ته ورسېږي زه باور لرم چې د دوی دواړو یو ځای کیده او ملګرتیا به دوی د ګلف تر اومان او بحر عرب پورې ورسوی او دا به د افغانستان لپاره تر ټولو ستره لاسته راوړنه وي. خو ولې دا هر څه دومره اسان هم ندي.
دریم -پرمختګ: د استخباراتي شبکو ترمنځ د یو څو کمپنیو معاملې هم خلکو ته مالومې دي. داسې ښکاري چې فساد هر څه سم دم ځپلي دي او پرمختګ یې تت کړی دی. د نظارت نشتون دا مانا لري که چېرې پروژې له ناکامي سره مخ کېږي نو علت یې د نظارت نشتون دی.
څلورم – نړیوال شفافیت:
د غرب له نظره که یو څه شي په افغانستان کې پرمختګ کړی دی نو هغه رسنۍ دي. د ډېرو مشکلاتو ترڅنګ رسنیو تر ډېره بریده پرمختګ کړی دی. که چېرې خطر تعریف شی نو هغه دا چې خلکو ته د رښتیا نه رسیدل دي. خو هغه څوک چې د غربي رسنیو سره غړیتوب لری تر ډېره بریده د خوندیتوب احساس کوي. خطر په فساد کې هم لیدل کېږي، ولې چې فساد له تیاره سره مینه او له رڼا ویره لري.
رسنی دا مسؤلیت هم لري چې د حکومت او خلکو ترمنځ د پله کار ورکړي او د خلکو خوښي له حکومت سره شریکه کړي. رښتیا هم ازادې رسنۍ د رڼا څرک دي خو ولې دوی له فساد ګرو په خطر کې دي. بل لوري ته همدا رسنۍ دي چې د نړیوالي ټولنې مرسته وطن ته جذب کوي.
څنګه چې ما مخکې وویل چې زه دې ټولو پوښتنو ته ساده ځوابونه نلرم. زه اړتیا لرم چې په خپله لیکنه کې ډېر څه ولیکم. زما هر ټکی باید ډېر وضاحت ته اړتیا ولري او له ځان سره داسې ډېر شمېر پوښتنې ایجاد کړي چې ډېر عمده او کلیدي مسایلو ته ځواب ووایي. خو ولې زه باید یو حقیقت پټ نه کړم هغه دا چې د ډېرو مسایلو د حل ریښه د افغانانو په کلتور کې ده. که چېرې موږ له دې لیکنې څخه څه اخیستلای شوو نو هغه به دا وي چې موږ باید د ډېرو مسالو حل د افغانانو له کلتور او دودونو څخه را وباسو. افغان وطن هر وخت د کیسو ډګر پاتې شوی دی. زه باید ووایم چې وخت دی تر څو دې کیسو ته غوږ کېږدو او له دې کیسو ډېر څه د عقل وړ شیان زده کړو.
دوکتور سیمویل جیمز سټرایکر:
د هولین فونیکس کنسلټینګ په نوم د یوې کمپنۍ بنسټ اېښودونکی دی. نوموړی د ډېرو کتابونو لیکوال دی او ډېر شمېر اعزازي مډالونه یې ترلاسه کړي دي. نوموړې کمپنۍ په بې ثباته سیمو کې د ټولنیزو او کلتوري څېړنو په برخه کې کار کوي. نوموړی په هغو سیمو کې خورا زیاته تجربه لري چې د شخړو ښکار دي. دی په شمالي افریقا، عراق او افغانستان کې د ټولنیز سائنس پوه په حثیت خورا زیاته تجربه لري. نوموړی په ښوونه روزنه، څېړنه او تکنالوژي کې دوکتورا، د ښووني روزني له لارې په راهبریت کې ماسټري او په فزیکي سائنس کې لیسانس لري. نوموړي پدا نږدې وختونو کې د امریکا هوايي ځواک سره د یو ټولنیز ساینس پوه، د ښووني روزني رئیس، امنیتي مشاور او څیړونکي په توګه کار کړی، همدا ډول نوموړي له نړیوالو ځواکونو لکه ناټو، د امریکي له دفاعي ادارې او نورو نظامي څانګو سره کارکړی دی. نوموړی په افغانستان کې هم پر لوړ پوړي پوسټونو کار کړی دی.
Dr. Samuel James Striker is the writer of “The Humanity of Warfare: Social Science Capabilities and the Evolution of Conflict.”
ژباړه: افغان ټریبون (Translation: The Afghan Tribune)