تاند- د پاکستان د خزانې (مالیې) د پارلماني چارو وزیر رانا محمد افضل نن /پنجشنبه/ د هیواد ملي جرګې ته وویل چې پاکستان ۵۳ ملیارده او ۴۰۰ ملیون ډالره پوروړی دی.
ده وویل، د اوسني حکومت په پیل کې پر پاکستان د بهرنیو هیوادونو پور ۴۸ ملیارد ډالره و، خو د دې حکومت له واک ته رسېدو وروسته پر پاکستان بهرني پورونه ۵ ملیارده او ۳۰۰ ملیون ډالره زیات شوي دي.
مشرف ته د بهر تلو اجازه ورکړای شوه
د پاکستان مرکزي حکومت د دغه هیواد پخواني پوځي دولتمشر پروېز مشرف ته اجازه ورکړه چې له پاکستانه ووځي.
مشرف ته له دې سره سره د بهر تلو اجازه ورکړای شوې چې د ده خلاف دوسیې لا حل شوي نه دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پرون /چهارشنبه/ ماښام مهال یوې خبري غونډې ته وویل چې بهر ته د پروېز مشرف د تګ په اړه د سند د لوړې محکمې له پرېکړې سره حکومت موافق دی.
ده وویل چې مشرف ته د بهر تلو اجازه د هیواد یوې سترې محکمې ورکړې ده.