تاند – د پاریس د ۲۰۱۵ د نومبر د حملې یو تورن کس صلاح عبدالسلام په بلجیم کې ونیول شو. د بلجیم د کډوالو او پناه غوښتنې د چارو وزیر تیو فرانسکین خبریالانو ته وویل چې، «مونږ هغه ونیو.»
په هکله مخکینی راپور:
تاند – د پاریس د تېر کال د نومبر د ترهګریزې حملې یو تورن کس له خپل یوه ملګري سره یو ځای په بلجیم کې محاصره او ټپي شوی دی.
د بي بي سي نړیوال سروېس د بلجیم د رسنیو له قوله لیکي چې، د بلجیم پولیسو د دغه هېواد له مرکز بروسلز سره نژدې د مولنبیک په یوه کلیواله سیمه کې په صلاح عبدالسلام او د هغه په ملګري چاپه واچوله چې د دواړو لوریو تر منځ ډزې تبادله شوې.
ویل کیږي چې د بلجیم لومړي وزیر چارلس میخایل د اروپایي اتحادیې – ترکیې تر منځ د کډوالو په سر د روانو خبرو اترو غونډه چې په بروسلز کې روانه وه په عاجله توګه ترک کړه.

بي بي سي وایي چې، د صلاح عبدالسلام د ګوتو نښې تېره اونۍ په بروسلز کې په یوه اپارتمان باندې د چاپې پر وخت ترلاسه شوې وې. نوموړی فرانسوي تابعیت لري چې د بلجیم په بروسلز کې زېږېدلی دی. هغه د تېر کال په نومبر کې د پاریس له حملو څخه، چې خواوشا ۱۳۰ کسان په کې ووژل شول، مخکې په مولنبیک کې اوسېده.
د پیو د تحقیقاتي مرکز د احصایې له مخې په اروپا کې خواوشا ۴۴ میلیونه مسلمانان اوسېږي چې ۱۹ میلیونه یې د اروپایي اتحادیې په هېوادونو کې دي. دوی د اروپا په مختلفو ښارونو کې خپل جوماتونه او اسلامي تحقیقاتي مرکزونه لري او د مدني حقونو په برخه کې عین د اروپایي هېوادونو د وګړو په څېر امتیازات لري، خو په فرانسه کې د تېر کال د نومبر له ترهګریزو حملو څخه وروسته په اروپا کې د مسلمانانو ژوند سخت تریخ شو چې د برتانیا په شمول په ګڼو هېوادونو کې د ښځو په شمول په مختلفو بڼو توهین کړای شول.