بدلون

د بدلون اوونیزې سرلیکنه

څو په باغ کې لا یو ګل د نوبهار شته

د طوطیانو د بلبلو پرې چیغار شته

هسي خو هم د افغانستان د تاریخ ډېره برخه، په تېره بیا معاصرې دورې، هر پړاو د وینو سېلاب دی، هر فصل یې خونړی سمندر دی، هره صحفه یې خونین خلیج او هره کلمه یې د خوناب یو ډنډ دی مګر دا دی زموږ د ځوان نسل د ۱۳۹۵یم کال اته دېرشم پسرلی دی چې د سرو غاټولو پر ځای یې د خونړیو زخمو وړاند وینې کيږي، د بارانو او ډکو رڼو سیندو پر ځای یې له شریانو څخه د وینو د لښتیو د جریان پېشبینۍ کيږي او دا یوازې کمزورې پېشبینۍ نه دي بلکې پرته له شکه چې په یوه خونړي واقعیت سره بدلیږي؛ تاسو شاهدان یاست چې په تېرو اووه دېرشو پسرلیو کې د مرګ- ژوبلی او زجر و زخم یوه وړاند وینه هم درواغ شوې نه ده او دا دی په اته دېرشم دغسې موسم کې خو لا د افغانستان د سرنوشت د بدلانه خبرې کيږي، بدلون هم د سولې و ثبات پر خوا نه، بلکې د لا خونرېز و جنګرېز لور ته.

که څه هم د افغانستان د سولې لپاره د روان ۱۳۹۴ کال د جدې پر ۲۱- مه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا تر منځ د څلور اړخیزو ناستو لړۍ د امیدواریو له څپو سره را پیل شوه؛ څلور ناستې یې، دوې په پاکستان او دوی هم په افغانستان کې تنظیم شوې او پنځمه یې ټاکل شوې وه چې د حوت په اخیر کې د طالبانو له استاځو سره یو ځای جوړه شي خو دغه پر جنګ شیدا ډله د سولې له خبرو پر شا شوه، که څه هم په کلیاتو کې یې د سولې بهیر رد نکړ خو شرطونه یې داسې دي چې د رد مایوسوونکی بوی ځنې را ولاړیږي.

د جنګ اته دېرشم پسرلي نه یوازې د خپل خونړیتوب امکان نه دی بایللی بلکې لا یې په عام و خاص ذهنیت کې د اور او وینو سره تصویرونه پورته- کښته کيږي؛ په ننګرهار او ټول ختیځ کې د داعش د وحشت ټغر هوار دی، په غزني کې امنیه قومندان جنرال امین الله امرخېل د دغه ولایت د سقوط وارخطایې خپروي، کندوز په ټوله ناآرامې سره نفسک وهي، د ولسمشر دوهم مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، یوه پښه یې تر ارګه او بله د افغانستان په شمال کې د جنګ د جبهې تر لومړۍ کرښې وي، د ښې حکومتدارۍ په برخه کې د رئیس جمهور استاځی احمد ضیاء مسعود په تخار او شمال کې د ښې ګډوډۍ مایوسۍ پاشي او یو وار بیا مجاهدین د جنګ و جنایت په جبهو کې د بسیج لپاره جلبوي، په فراه او هرات کې بیا جالبه دا ده چې د اسلامي امارت پر میراث باندې، د افغانستان له فتحي وړاندې، ملا منصور او ملا رسول یو د بل پر ضد د جهاد سنګرونه نیولي او هره ورځ لسګونه طالبان په خپلمنځي جهاد کې شهیدانيږي؛ مجاهدین خو لا د شوروی سره د جنګ په دوران کې د یوه ظاهري، مصنوعي او په ناړو پینه اتحاد په چوکاټ کې سره را ټول ول او د کابل له فتحي او اسلامي دولت جوړېدو وروسته یې پر یو بل د توپکانو چوښکې سره را واړولي مګر طالبان سر له همدا اوسه لا د داسې سوء تفاهم ښکار دي او فکر کوي چې نور یې افغانستان فتحه کړی، اسلامي امارت د شریعت غرای محمدي پر پخو بنسټو استحکام موندلی، د قدرت د جنون چنجي یې په مغزو کې په ښامارانو بدل شوي، د خیالي سوبې مخدراتو مسموم کړي او دا دی په خپل منځ کې یې پر یو بل د قران په حکم برحق جهاد، نه یوازې اعلان کړی بلکې د عملي غزا خزې ته سره کښته شوي دي.

 د هلمند شمالي ولسوالۍ پرته له جنګه د دولت مخالفینو ته پرېښوول شوې او جنوبي یې دا دی د جګړې په جریان کې د تګ په حال کې ښکاري.

دا ټول د یوه لونګین او ګلورین پسرلي پر ځای، په وینو د یوه لړلي پسرلي نښې و شواهد دي؛ فاجعه خو لا دا ده چې که بشر ضد جنګ وي هم نه، نو د سختې وچکالۍ له امله مو ممکن سیندونه و خوړونه وچ حلق پاته، بیدیاوې او باغونه مو سمسور او د مرغانو د شور نه شي خو د افغانستان دښمنان لکه چې د وچکالیو جبران د افغان انسان د وینو په باران کوي؟ او د افغانستان دښتونه لکه چې د لاله  پر ځای د افغان انسان د سرو زخمو په ګل سُرخ سره رنګینوي؟ هوکي! د جاهل دوست او هوښیار دښمن د جبران میتود باید همداسې وي.

اما زموږ تاریخي پسرلي څه وړ ول؟ څه مفاهیم یې تدریسول؟ او موږ اوس څه ورڅخه زده کولای شو؟

افغانستان د نوروز لمانځنې د حوزې زړه بلل کيږي، ځکه چې دا رسم د لرغونې آریانا په پلازمېنه بلخ کې آریایانو را منځته کړی، د افغانستان نومیالی محقق او مؤرخ استاد حبیب الله رفیع په دې باب د اصلاح ورځپاڼې د روان کال د حوت د ۲۵- مې په ګڼه کې دا کیسه را ته کوي:

«آریانا د دنګو غرونو، شنو رغونو، څپاندو سیندونو، ګڼو ځنګلونو او رنګینو موسمونو هیواد، یو وخت د آریانا ویجه او تاریخي بلخ په شا وخوا کې د آریایانو کیږدۍ پلنې وي او څاروې یې روزل خو بل وخت یې د خپل هوښیار پاچا یما په لارښوونه کرنې او مالدارۍ ته مخه وکړه او راز- زار غلې- دانې یې و کرلې، د خوږو مېوو ونې یې کښېنولې، کروندې یې سمسورې کړې او د بلخ په لرغوني ښار کې یې د آریایي ځلاند مدنیت بنسټونه کېښودل.

 آریایان د آزادۍ د لمر په رڼا کې د ابادۍ پر لور روان وو او د خوښۍ، هوسایۍ، نېکمرغۍ او سرلوړۍ ژوند یې کاوه.

دغه آزاد وګړي د کال په بېلا- بېلو موسمونو کې د اوسني افغانستان په بېلا- بېلو سیمو کې د مېلو او ساتېریو لپاره له کورونو وتل، د اخترونو او خوښیو په نورو ورځو کې به یې په خپل ښېرازه ملک کې مېلې کولې خو د دوی تر ټولو لویه او مشهوره مېله د سامانې په نوم مېله وه چې د نوروز په ورځ به پیلېده، دوی په دې ورځ غرونو او رغونو ته وتل او هلته به یې په اتڼونو، آس لوبو او نورو عنعنوې مېلو وخت تېراوه.

 زلمو او نجونو به له طبیعې ګلونو تاجونه جوړول، په دغو مېلو کې به یې پهلوانۍ کولې، غیږې به یې نیولې، د لیندۍ او غشو په واسطه به یې نښې ویشتلې.

د سامانې مېله په آزاده هوا کې تر سره کېده، په دې مېله کې به د ټولنې ټولو قشرونو برخه اخیسته، نارینوو، ښځو، زړو- وړو، شاعرانو او رهبرانو، پهلوانانو او ورزشکارانو، سوداګرانو او د نورو کسبونو خاوندانو به په دې لویه مېله کې ګډون کاوه.

په لرغوني افغانستان کې د سامانې مېلې د تفریح تر څنګ درانه ملي او ټولنیز هدفونه هم درلودل، په لرغونې آریانا کې د ودې او مسؤلیت سن ۱۵ کلني وه، ځوانان چې به ۱۵ کلن شول، ولسي مشرانو به د دې مېلې په ترڅ کې کمربند تر ملا ور تاړه، د دې مانا دا وه چې نور نو نوموړي ځوان ته ټولنیز مسؤلیت ور دغاړې دی.

 ځینو پېغلو او ځوانانو به په دې مېله کې د واده پرېکړه کوله.

آریایې ټولنه پر کورنۍ ولاړه وه نو ځکه یې د کورنۍ په جوړولو کې ډېر احتیاط کاوه او د ودونو لړۍ یې د محبت پر بنسټ ولاړه وه او کورنیو به د هلک او نجلۍ خوښې ته ډېره ترجیح ور کوله.»

  د نوروز و پسرلي فلسفه و پیام، هم د هغه د تاریخي ارزښت او هم د آسیا په دغه نوروزي حوزه کې د طبیعي شاعرانه و مانادار تحول له امله، د نویتوب ارزښت، د نوښت الهام، د پرمختګ درس، د بدلون انګېزه او د خوښیو و ښادنامو زمینه ده خو دا هر څه مثبت تصورات او د انساني ټولنې د تمدن او ارتقاء لپاره ژوند بخښونکي الهامات، دا اته دېرشم پسرلی دی، چې له یوې خوا د جنګ و جبر او فساد و استبداد په غضب ځپل کيږي او د نوروز انسان لمانځونکې فلسفه کاملاً په یوه برعکس شیطاني پدیده بدلوي،

له بله اړخه، یو شمېر هغوی چې بیا د نور ظلم و ستم توان نلري، نو د دې پر ځای چې د پسرلي په انسان روزونکي موسم کې، جنګ، مرګ- ژوبله، فساد، وینې تویونې، ورانۍ او دې ورته نور بشر ضد اعمال وغندي، سرچپه د نوروز لمانځنه غندي او لا جالبه دا چې د خپل دغه جاهلانه سوچ لپاره پر مذهبي نصوصو استناد کوي چې هیڅ ډول دیني رنګ او علمي منطق نلري او دا یادونه هم ضرور ده چې دغه ناروا بدعت و ارتجاعیت دا یو څو کاله کیږي، لکه ناببره وبا، افغاني ټولنې ته راننوتی دی؛ ډېر ځله سړی فکر کوي چې تر هغه مستقیم جبر و جنایت، دغه ذهني مغشوشتیا لا مضره و زهرجنه تماميږي.

د پسرلي په دې تغیر راوړونکي فصل کې زموږ بیان ټول پر مایوسوونکو واقعیتو ولاړ دی خو د هوښ خاوندان پوهیږي چې واقعیت، واقعیت دی، له واقعیته په تېښته سره په واقعیت کې بدلون نه شي راتلای بلکې لار دا ده چې اول باید دا تشخیص کړو چې واقعي ستونزه څه ده؟ وروسته یې په ملي- انساني اراده سره بېځکي بدلون ته د علمي اساساتو پر بنسټ مجموعي ملا وتړو.

د ودان افغانستان ګوند وجودې فلسفه دا ده چې د خپل ګران، تاریخي او عظیم الشان هیواد خونړي پسرلي او په فاجعو بدل شوی بېساري فرصتونه یې پېژندلي او د دې هر څه د بدلون اراده یې د ملي تعهد د سر سرلیک دی.

موږ غواړو چې د خپلو مشترکو افکارو او جمعي معقولو جذباتو په حکم سره د افغانستان په وینو لړلي پسرلي د مسلسل کار و مبارزې په خولو سره پرېولو او خپلو راتلونکو نسلو ته د انسان په وینو سره نه، بلکې د طبیعي سرو غاټولو او ګلابو په سره رنګ سُرخرویه پسرلي په میراث پرېږدو.

موږ د داسې یوه سولییز بدلون اراده کړې او پر ټولو وطنمینو وطنوالو باندې انساني ږغ کوو چې راځئ دا اراده دومره سره قوي کړو چې بیا یې هیڅوک د ځپلو او ماتولو توان و نشي لرلای.

 پسرلی مو جنګزده و خونړی نه، بلکې سولییز و ګلالی!!!

بدلون اوونيزه/دوهم کال/۱۸ مه / پرلپسي ۷۰ مه ګڼه/چهارشنبه/ کب/۲۶/ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *