اعلاميه

حزب اسلامي د جمهور رئيس اشرف غني هغي بلني ته مثبت ځواب ووايو چي د صلحي او بين الافغاني مذاكراتو په اړه ئې درلوده، د انجنير محمد امين كريم تر رياست لاندي ئې دوه كسيز هيئت كابل ته ولېږو، ډېرو صلح غوښتونو افغانانو د حزب اسلامي د دې دريځ ستاينه او ملاتړ وكړ چي موږ ئې مننه كوو. خو ځيني جنگ غوښتونكي بهرني ځواكونه او په هغوى پوري تړلې كورنۍ كړۍ او مزدوري رسنۍ ئې، هغه چي خپلي گټي د جنگ په دوام كي لټوي، دې اقدام او انكشاف ته د يوه گواښ او خطر په سترگه گوري او د سبوتاژ او تخريب هڅه ئې كوي.

موږ له هغو سره هيڅ مشكل نه لرو چي افغانستان د افغانانو لپاره او د خپل هېواد استقلال، خپلواكي او ملي حاكميت غواړي، باور ئې دا دئ چي افغانان كولى شي او دا وړتيا لری چی خپلي ستونزي په خپله او د پرديو له وساطت او وصايت پرته حل كړي، له داسي افغانانو سره هم ژر او په آسانۍ توافق ته رسېدلى شو او هم گډ كار ته چمتو يو، مشكل مو له هغو سره دئ چي د پرديو د مټو، وسلو او پيسو په زور قدرت ته رسېدا او په اقتدار كي پاته كېدا غواړي، نه اسلام ته ژمن دي او نه ملت او ملي گټو ته، خپلو ناولو موخو ته د رسېدو لپاره له دې هم ډډه نه كوي چي د ملت عزت او خپلواكي د پرديو په پښو كي ذبح كړي. همدا كړۍ دي چي د سولي د هر اقدام مخالفت كوي، كله چي د روغي جوړي خبري پيل شي نو دوى د جنگ ډولونه غاړي ته واچوي او كله چي بهرني ځواكونه زموږ له هېواد د وتلو پرېكړه كوي دوى ئې پر مزيد پاته كېدا او د لازياتو افغانانو په وژل كېدو او د لازياتو وينو په تويېدو ټينگار كوي.

كله چي حزب اسلامي د مخكنيو ناتمامو مذاكراتو د بيا پيلولو او بشپړولو لپاره خپل هيئت كابل ته ولېږو؛ له يوې خوا د متحده ايالاتو خارجه وزارت په همدې وخت كي او يو ځل بيا د حزب اسلامي دوه غړي په تور ليست كي ونيول او د هغوى د نيولو او وژلو لپاره ئې څو مليونه ډالر جائزه اعلان كړه، له بلي خوا مزدورو، مفسدو، شرورو او مهار شلېدلو رسنيو د حزب د هيئت او د هيئت د موخو او اهدافو په اړه زهرجن او دروغجن تبليغات او تبصرې وكړې، يوې مفسدي او افغان دښمني رسنۍ حتى له دې درواغو هم حياء ونه كړه چي دوه كسيز هيئت؛ درې كسيز او څلور كسيز وښيي او له خپل لوري نومونه په كي اضافه كړي، او د پرديپالو سپكو مبلغينو په ناپاكه خوله د هيئت د موخو په اړه غلطي او گنده تبصرې وكړي.

د كابل چارواكو ته وايو: كه رښتيا له جنگ ستړي شوي يئ او واقعاً صلح غواړئ نو مه پرېږدئ چي استخباراتي كړۍ او د هغوى مزدوري رسنۍ دا بهير مختل كړي، د بهرنيو لاسوهنو او د جنگ غوښتونكو د هڅو مخه ونيسئ، د هغو مخنيوى وكړئ چي غواړي دا مذاكرات بې نتيجې پاته شي او ذليلي پرديپالي رسنۍ مهار كړئ، دوى له جنگ تغذيه كېږي، مأموريت ئې دا دئ چي د جنگ اور ته لمن ووهي او د صلحي هر اقدام مختل او تخريب كړي.

حزب اسلامي افغانستان

28/12/1394

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *