د پاکستان ۵۶ سرحدي سرغړونو څخه چې کله د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې پرده پورته شوه، هم مهاله افغان ولسمشر هم يو ډول ګونګې خبرې ته اشاره وکړه او داسې ښکاري چې پاکستان يوځل بيا د سولې له خبرو غاړه باسي.
پاکستان په تېرو دريو مياشتو کې ۵۶ سرغړونې د ډورنډ کرښې په اوږدو کې کړې دي چې دا ډول کار د دواړو هېوادونو افغانستان او پاکستان په اړيکو بده اغېزه کولای شي، دا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي خبره ده. په ورته وخت کې له پاکستان غوښتل شوي چې د دا ډول سرغړونو څخه دې ډډه وشي، ځکه چې افغانستان يې هم د هروخت لپاره نه شي زغملای. دا يو نرم ګواښ دی، خو پاکستان داسې ګواښونو ته کله هم تن نه دی ورکړی.
د ځمکنۍ بشپړتيا تر پښو لاندې کول او دا ډول کړنې د ملګرو ملتونو د مسودې د دویم فصل له څلورمې فقرې سر په ښکاره په ټکر کې دي، خو دا سرغړونې يوازې د تېرو دريو مياشتو خبره نه ده، بلکې په بيا بيا دا څه تکرار شوي دي او پاکستان له هېڅ ډول فشار وېره نه ده احساس کړې.
په افغانستان کې د نوي او ملي وحدت له حکومت سره سم پاکستان ته د دوستۍ په بڼه لاس ور وغځېد، چې ګويا دغه شرير هېواد به نور له افغانستان سره صادقانه پر وړاندې قدم واخلي، د دوی له لوري هم پيل بد نه وو، خو د سولې د خبرو په منځ کې دوه کلن پټ ساتل شوی د ملا عمر مرګ هغه څه وګرځېد، چې د سولې پروسه يې په ټپه ودروله او د افغانستان او پاکستان اړيکي يې ترينګلي کړل.
اوس هڅې روانې شوې چې تر يوه بريده د افغانستان او پاکستان اړيکي سره کوشېر شي، هغه درځونه چې په پخوا کې د دواړو هېوادونو په روابطو کې رامنځته شوي و، بېرته ورغول شي. ددې څه ښې بېلګې د سولې روان کړی څلور اړخيزه بحير دی. دا بحير په څلرم هغه ولاړ دی، چې نور به طالبان د سولې په ټغر راټولول کېدل، خو له بده شامته چې ټاکل شوې نېټه يې شاته وغورځول شوه او اوس داسې فکر کېږي، پاکستان د بيا ځلي لپاره خپله ځان وباسي او د تېښتې لار لټوي.
د پاکستان دا ډول سرغړونې او د سولې د خبرو په منځ کې ستونزې را پورته کول معلومه خبره ده چې نېغ په نېغه د افغانستان او پاکستان په اړيکو ناوړه سيوری پرې ايستلای شي، خو وړاندې تر دې چې وهلی مزل په صفر حساب شي، د دې څه کنټرول په کار دی.
هر وخت لانجه په دې راپورته شوې چې پاکستان د ترهګريزو لاس وهنو او فعاليتونو ترڅنګ ډېری وخت په افغان خاوره کې خپل پوځي عمليات کړي او يا يې هم په افغان خاوره راکېټونه را توغولي چې افغانانو ته يې په بيا بيا مالي او ځاني زيانونه اړولي دي. ددې ترڅنګ پاکستان په صفري نقطو او يا هم د افغانستان په حريم کې وخت نا وخت ابادۍ پيل کړې چې په همدې مسئله ترينګلتيا وې رامنځته شوې دي.
په صفري نقطه کې ابادي او يا هم د افغانستان خاورې ته پوځي داخېلېدل د پاکستان هغه هدف دی چې غواړي له دې سره ډيورنډ کرښې ته بل رنګ او غږ ورکړي او په خپله ګټه يې وکاروي، نو ځکه خو يې په داسې کړنو کې خپل سري پرې ښودل د افغانستان په زيان دي.
ټاکل شوې وه چې افغان حکومت او د طالبانو د استازو تر منځ مخامخ خبرې د مارچ مياشتې په لومړيو کې په اسلام اباد کې ترسره شي، خو طالبانو اعلان کړی تر هغه به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه کېني چې شرطونه يې و نه منل شي، په اصل کې د طالبانو شرطونه اوس د پاکستان له شرطونو سرچينه اخلي او تر ډېره سره تړلي دي، ځکه طالب ياني خپله پاکستان هغه پاکستان چې مالي او پوځي ملاتړ يې کوي او د دوی لپاره يې خوندي پټنځايونه رامنځته کړي دي، له شلو کلونو يې د واحد افغانستان پر وړاندې جنګولي دي.
په تازه مهال کې افغان ولسمشر بيا ويلي چې د افغانستان جګړه يوازې کورنۍ جګړه نه ده، بلکې سيمه ييزو او نړيوالو د سولې دغه موضوع پېچلې کړې ده، خو اوس به جوته شي چې څوک سوله غواړي او څوک جګړې ته لمن وهي. د ولسمشر له خبرو داسې جوتيږي چې د افغان لوري ښکاره نغوته پاکستان ته ده.
که څه هم په بيا بيا پاکستان ته تمه شوې چې صادقانه اقدام به وکړي، دا ځل به په ريښتيني ډول طالب ايل کړي، له خپلې خاورې به يې راوباسي، خو داسې يې نه دي شوي، لا يې ښامار لس سری کړی او د بريدونو کچه يې زيات کړې ده.
افغان حکومت بايد د پاکستان پوځي، ترهګريزو کړنو او لاس وهنو موضوع جدي ونيسي، د ملګرو ملتونو ترڅنګ يې بايد د ځينو نورو نړيوال پر مېز هم ور کېږدي چې غوڅ حل ورته پيدا کړي. که پاکستان ته په ډاګه شي چې افغانستان يې نورې دا ډول کړنې نه شي زغملای، نو بيا خو رسا خبره ده، چې پاکستان به رامخکې کېږي او په هر قېمت چې وي خبرو اترو ته به غاړه ږدي.
که څه هم نړيوال د افغانستان په پرتله پاکستان ته په ارزښت قايل ښکاري او هېڅ وخت يې له زړه او پخې ارادې څخه په پاکستان غږ نه دی کړی، ځکه نو پاکستان ورځ تر بلې پياوړی شوی او سپين سترګی شوی دی.
نړيوال او ملګري ملتونه په دې ښه پوهېږي چې اساسي ستونزه چېرته ده، څوک ترهګر روزي او د کوم هېواد له لوري نړۍ ته جدي ګواښ متوجه دی، خو بيا هم غږ نه کوي. د دوی دا چوپتيا افغانستان وخوړلو، خو لرې نه ده چې يوه ورځ به نړۍ هم پرې وخوري.