څلورمه برخه
ليکوال : شريف الله دوست(سرواني)
دفاضل استاد ابن خلاد (ابوالعينا) شخصيتاو پرابو محمد هاشم سرواني يې اغېز:
دهاشم سرواني د استاد ابن خلاد بشپړ نوم ، محمد بن قاسم بن خلاد بن ياسر بن سليمان ضرير مشهور په ابو العيناء چي دکُنيت لړۍ يې ابي عبدالله اهوازي بصري([1])هاشمي بالولاء مولی ابی جعفر المنصور ته رسيږي په کال(۱۹۱هجري) کي دعراق په بصري ښارکي زېږيدلی دي، اوپه ۲۸۲کال هجري کي د ۹۱ کالو په عمر وفات سوی دی. نوموړی دابو هاشم سرواني استاد و ابو العيناء تابعي و،څلويښت کاله يې په بينا او رڼو سترګو تېرکړه اوپنځوس کاله يې په مطلقه نابينايې اوړوندوالي کی تيرکړه، خو د نوموړي فعال او هڅاند ژوند کېدای سي نړۍ کي دړندو لپاره سرليک او نمونه جوړه سي.
د ابو العيناء دژوند څخه بيلابيلي زده کړي کېدای سي، خو يو ټکی چي دده په ژوند کي ډېر مهم دی ، هغه دنوموړې ټولنيزي اړيکي، دخلکو سره ګرم او نرم ټولنيز او دوستانه روابط وه هغه چي له خلکو سره يې درلودل.
موږ وينوچی ډيری ړانده سړي او ړندې ښځې په ټولنه کي توند خويه او تاوجن چلنده وي،هغه په دې بهانه چي خپلو غوښتنو ته نه سي رسېدای په ټولنه کي يې دخلکو سره چال چلند کمزوری وي. خو ابو العينا يواځي ددې حالته څخه رنځ وړه چي، په سلام اچولو کی به نورو پرده باندي وړانديتوب کاوه، ځکه نوموړې به شی نه لېده دايم به مخاطب لومړی سلام اچاوه، دانقطه دابوالعيناء ټولنيزتوب راښيې چي نوموړي به دخلکو سره نيک او حسنه روابط درلوده، دټولني نيمګړتياوي به يې په طنز کي وړاندي کولې، له دې مخي يې په ټولنه کي ارزښت او درنښت زيات و.([2])
زده کړي:
ابو العينا دحديثو زده کړه په بصره کی وکړه، ادبيات يې له ابي عبيده، اصمعي، ابي زيد انصاري، عتبي او نورو څخه زده کړل. په څلويښت کلنۍ کي ړوند سو، نوموړی ډېر فصيح، دلوړي حافظې څښتن و، په ذکاوت، فطنت(ځېرکي)، ژبغړاندۍ او حاضر ځوابۍ کی يې ساری نه درلود، شعرونه يې ډېر زړه وړونکي او نمکين دي، طنزي مالګه پکښې زياته ده.([3])
دابن خلاد (ابو العينا) نادري طنزيه ويناوې:
(۱)
يوه ورځ د ابن خلاد کړپه (جنجال) له يوه علوي سره پېښ سو، علوي ورته وويل: ((داچي زما سره په شخړه بوخت يې ددې پرځای هره ورځ اللهم صلی علی محمد و آله ووايه!
ابن خلاد (ابوالعينا) ورته وويل: په اخر کي به (من الطيبيين والطاهرين) هم ور زيات کړم.
(۲)
يو وخت د ابو الصغر اسماعيل بن بلبل وزير ليدو ته ورغی، وزير ورته وويل:((ډير وخت کيږي پرمادي پوښتنه نه ده کړې! هير کړي دي يو، ابن خلاد ورته وويل: صاحبه خرمي ورک سوی و، وزير ورته ويل:څنګه ؟ ده ويل دغلوسره نه وم چي دحال شرحه يې درکړم.
وزير زياته کړه چي پربل خره به راغلی وای! ابو خلاد ورغبرګه کړه چي د تنګدستۍ څخه مي دبل خره د رانيولو توان نه درلود ، دبل دمنت خر مي هم نه دی پکار.
(۳)
يوه ورځ يوې ډمې او سندرغاړې ښځي ورته وويل: خپله ګوتمۍ(انګشترۍ) دي ماته راکړه، چي هرکله ورته ګورم تابه پريادوم، ابن خلاد ورته ويل: اړتيانسته چي ګوتمۍ درکړم، بس همداخبره مي په ياد لره چي تازماڅخه دګوتمۍ غوښتنه وکړه او ما درنه کړه.([4])
(۴)
د ړندوالي وخت کي يوه ورځ يوکس ورته نژدې ودرېد ابن خلاد وپوښتل څوک يې؟ کس ورته وويل: دحضرت ادم عليه السلام له اولادې څخه يم.
ابن خلاد ورته وويل: خدای جل جلاله تاته اوږد ژوند درکړی ماګمان کاوه چي ډېروخت کيږي چي دانسل له منځه تللی دی.
(۵)
يو چا پوښتنه ترې وکړه چي تر کومه به ستاداډول طنزيه قدح (پيغور) اومدح (ستاينه) دوام لري؟
ويل: ترهغه چي نيکان نيکي او بدان بدي کوي!
(۶)
يو وخت دبينايې په وخت کي، خليفه متوکل يې دخپل ماڼۍ په هکله نظر وغوښت ويل: زما ماڼۍ (قصر) ته په څه نظر ګوري؟
ابن خلاد وويل: خلک په نړۍ کي کور جوړ وي، اوتاسو نړۍ په کور کي جوړه کړې ده.
(۷)
يو چاترې پوښتنه وکړه، ولي له شرابو پرهيزياست؟
ويل: په لږمي چاره نه کيږي او د ډيرو تاب (توان) نلرم.
(۸)
يوه ورځ ابو مکرم بغدادي دکنايې خبرو په نيت ابن خلاد ته وويل:
دبصري دښار د درواغجنانو (سوړنو) شمېربه څوته رسېږي؟
ابن خلاد ورغبرګه کړه: ويل دبغداد دزناکارانو په اندازه.
(۹)
يو وخت يې چا دکور ور وټکاوه، ابن خلاد ور ږغ کړه څوک يې؟ وره ټکوونکي ورته ويل:زه يم، ده ورته ويل چي زما خبرو د وره پرټکولو کوم څه ورزيات نه کړل.
(۱۰)
وايې : متوکل خليفه(۲۳۲ــ ۲۴۷هجري) ابن خلاد ته وويل چي زماسره اداره کي کاروکړه، ده ورته ويل چي زه ستاپه ضرر تماميږم، هغه چي دخليفه په خدمت کي دي ټول ستايونکي او چوپړيان وي، زه ستا يو نکی نه يم اوپخپله يو خدمت ګار ته اړيم،بل داچي کله خليفه ماته په قهر وګوري اوپه زړه کي خوښ وي اوکله بيا په خوښۍ راته وګوري خوپه زړه کي يې ناخوښي وي، يوبيناکس د خليف داحالتونه پيژندلای سي، خو ماغوندي ړوند ډير ژرپه هلاکت کي لويږي.([5])
په ورستۍ کي دا چې د ابن خلاد (ابو العينا) پوتنۍ ويناوي طنزيه اوکنايې مالګه لري،ابن طاهر يې د نادرو ويناو او خبرو کتاب ليکلی دی، دابن خلاد له طنزيه قريحي څخه پوهيږو چي له ده څخه يې شاګردانو د زده کړي ترڅنګ دفاضل استاد له ټوکي شخصيت څخه اغيزمن سوي دي، چي دوی کي زموږ دموخي کرکټر ابو محمدهاشم سرواني هم دنوموړې عراقي استاد له کلام څخه اغيزمن سوی دی.
دخپلي طنز خوښوونکي قريحي له مخي يې دخپل استاد طنزيه شعر ژباړلی دي، يوه خبره چی دلته ديادوني وړده هغه داچي په روايت (۲۸۲هجري) اوپه بل قول په (۲۸۳هجري) کي ابن خلاد له فاني نړۍ سره مخه ښه کړې ده، خو ابو محمد هاشم سرواني په ۲۹۴هجري قدسي کي هلمند ته راستون سوی دی، چي له دي سره ابو محمد هاشم سرواني دخپل استاد تر مړيني دوولس کاله وروسته لاهم په بغداد کي پاته سوی دی اوپه ۲۹۴هجري دهلمند بُست او سروان ته راغلی دی.
اخځلیک او لمنليک :
- [1] : بصره قبة الاسلام، خزانة المر اوعنا، دعراق دښارونوڅخه دشطالعرب پرغاړه دخرم ښار معمرۍ ته نژدي دی، علوي او برقمي هم له دې ځايه راولاړ سوې د طلحه،انس بن مالک، حسن بصري او دسيرين زوی مړستونونه هم دلته دي.(دهخدا لغات نامه لومړی ټوک).
- [1]ــ دهخدا لغات نامه، دالف برخه، ايران چاپ.
- [1]ــ علی اکبر دهخدا لغت نامه،لومړی ټوک.
- [1]ــ معجم الادباء ياقوت مارګليوث، دده خدا په حواله.
- [1]ــ مجمع الادباء، دمخکيني اثر په حواله ۶مخ.