تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د نوي لمریز کال د لومړۍ ورځې په درشل کې یې د همهالې انتحاري حملې پلان ناکام کړ.
د ملي امنیت د ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د حقاني شبکې ۳ غړي په داسي حال کې ونیول شول چې غوښتل یې حمله وکړي.
د ملي امنیت په وینا دا درې تنه د کابل ښار په لومړۍ امنیتي ناحیه کې نیول شوي.
له نیول شویو کسانو څخه د ملي امنیت ځواکونو لاس ته د انتحاري حملې واسکټونه لاس ته ورغلي دي.
د ملي امنیت ریاست د نیول شویو کسانو نومونه محمد نذیر د حاجي ځاځي زوی، سلطان د محمد حسن زوی او مجیب الله د جاوید زوی ښودلي دي.
تر دې مخکې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی و چې د طالبانو له لوري یې د تروریستي حملې د احتمال په اړه راپورونه ترلاسه کړي دي.
افغان امنیتي ځواکونو ته په کابل او نورو ښارونو کې د امنیتي تدابیرو د غوره کولو امر شوی دی.