کليوال ملګري ټولنې د روان ۱۳۹۴ل کال په وروستۍ ورځ ددې ددې کال وروستۍ اونيزه ناسته تر سره کړه، په ياده غونډه کې چې د يادې ټولنې ډېرشمېر غړي راټول شوي وو.
د غونډې د نظامت چارې مجيد ژړاند بر غاړه درلودې، سیف الله مبارک د ننۍ غونډې مشري کوله، په پيل کې قاضي محمد امين دريځ ته راغی، د قران پاک په سپېڅلو ايتونو سره يې غونډه پيل کړه.
ورپسې د نوي کال په راتلو سره د د نيالګيو د کمپاين په اړه د غونډې برخه والو ګډ بحث وکړ، قاضي محمد امين رفيقي په لومړيو کې وويل« هر هغه نر او ښځه او چې يو، يو نيالګی وکري او ويې پالي، نو هرکال به په ميلينونو نيالګي زموږ د وطن شاړې ځمکې ښېرازه کړي.
دنيوي ګټه يې همداده، چې ثمر ته په رسېدو سره يې ډېرو خلکو ته ګټه رسېږي او همدغه ګټه يې د اخرت لپاره هم مهمه ده، په اسلام کې پر ابادۍ او ښېرازۍ ټينګار شوی دی.»
جميل وقار د نيالګيو د ايښودلو په اړوند هم ګټورې خبرې وکړې، هغه وويل « اوس په ټولنه کې د نيالګيو د ايښودلو او پالنې ته خاص پام کړی دی، چې له يوه لوري د خلکو له اقتصاد سره مرسته کوي، له بله لوري ميط شين او سر سبزه وي.»
مرتضی وردګ د چاپېریال ساتنې لپاره د نيالګيو د ايښودلو اغېز په اړه خبرې وکړې « ددې لپاره چې خپل چاپېریال ساتنې ته مو پام کړی وي، نو د نيالګيو د کېنولو تر څنګ باید د موټرونو، کارخانو، جنراتورونو د لوګي مخه ونيسو، له خپل کور څخه د ولاړو اوبو ډنډونه لرې کړو.»
انعام الله ګوهر بیا د نيالګيو کېنول جاریه صدقه وبلله ، هغه وويل ټول ملګري باید نيالګي کېنوي او د نيالګيو د پالنې او ساتنې زمه واري په غاړه واخلي.
سیف الله مبارک هم د ارواح پوهنې له نظره د شنې سيمې او شنه چاپېريال اړوند ښايسته خبرې وکړې، هغه وويل، ددې لپاره چې د ناروغيو مخنيوی وشي، ددې لپاره چې د سېلابونو او نېزونو مخه ونيول شي، نو تر ټولو غوره او اسانه لار يې د ونو ايښودل او پالل دي.
ملګرو ژمنه وکړه، چې د اشر په ډول به په خپلو کليو او کورونو او عامه ځايونو کې ونې کينوي، تر څو يو ښکلی شين چاپېريال ولرو، طبيعت ته خوښي ور په برخه کړو.
وروسته د غونډې مشر سيف الله مبارک وويل « موږ باید هڅه او هاند وکړو، چې په نوي کال ددې تر څنګ چې د نيالګيو کېنولو او پاللو ته مو پام وي، همدارنګه باید د ټولنې فعاليتونه ګړندي کړو، د محبي کتابتون لپاره د کتابونو د چمتو کولو لپاره باید کمپاین وکړو او خپل کتابتون په کتابونو غني کړو.
غونډه چې ماسپښين دری بجې پيل شوې وه، په ځلورو بجو د اجمل بلهار جلالزي له لوري د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېدله.