تاند- د هلمند ولایت د مارجه ولسوالي په یوه شخړه کې لږترلږه یو تن ووژل شو او ۹ نور ژوبل شول.

راپورونه وايي، د مارجې د تریخ ناور په بازار کې نن /دوشنبه/ ډزې وروسته له دې وشوې چې وسله والو طالبانو په تریخ ناور کې د پولیسو د تلاشۍ په پوسته کې پر پولیسو د بې ږغه وسلې ډزې وکړې.

 د هلمند امنیه قوماندان عبدالرحمان سرجنګ پېښه تایید کړه، ویې ویل چې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

سرجنګ دا هم وویل چې په دې شخړه کې ۸ تنه ملکیان هم ټپیان شوي دي.

د پېښې شاهدان وايي چې اکثره ژوبل شوي کسان د تریخ ناور د بازار دوکانداران دي.

دا پېښه په داسي حال کې وشوه چې خلکو د بزګر ورځ لمانځله.

د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په جګړه کې طالبانو ته بې ږغه وسله په لاس ورغلې او په جګړو کې پاکستاني پوځیان هم برخه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ