موضوع ته له ور ننوتلو وړاندې که خبره د ادبياتو له اغېز نه راپيل کړو، راته څرګندېږي چې ادبيات د بل هر علم او بشري پوهې په پرتله، پر ټولنه خپل ژور اغېز لري او دا اغېز يې کومه پټه خبره يا خورا اوږد مهاله پړاو نه دى، همغه شېبه يې هم حس کولى شو او کوم څه چې ليکوال يې غواړي، د مخاطب په څېره کې راڅرګندېږي.
د ادبي اثارو دا اغېز څنګه څرګندېږي؟ دا په حقيقت کې د کلمو د اوډنې هنر دى، همدا کلمې په علمي متونو کې هم کارېږي، هلته هم د يوه ګرامري اصل او ترکيب له مخې بېلابېلې جملې جوړوي، خو کومې جملې چې په يوه ادبي اثر کې ترې جوړې شوې؛ نه يواځې چې اغېزه يې ژوره ده، بلکې له زمانې اړخه هم اوږد عمر لري او په ټولنيزو بدلونونو او فکري مسير اړولو کې يې تل رول لوبولى دى.
دا کيسه مې پخوا کومه برېښنايي پاڼه کې لوستې وه. “په انګلستان کې چېرته د سړک پرغاړه کوم بوډا سوالګر ناست دى، په سترګو ړوند دى، يوه کاغذي لوحه يې مخز ته اېښې او پرې ليکلي يې دي(غريب يم، لطفاً مرسته را سره وکړئ!)، خلک ترې له مرستز پرته چوپه خوله تېرېږي، دې وخت کې کوم ليکوال په لار تېرېږي، په لوحه ليکلو کرښو ته يې پام شي.
را اوچتوي يې، پخواني توري ړنګوي او پرې ليکي:”نن څومره ښکلې ورځ ده، خو زه يې له ليدلو يې محروم يم.” ليکوال ځي او مازديګر چې بېرته را ستنېږي، د سوالګر مخکې پرېمانه پيسې پرتې وي، له خپل کار خوند اخلي او ترې روانېږي.”
دلته خبره يوازې د تورو په بدلون کې ده، ليکوال هېڅ نه دي کړي، يواځې د سوالګر د لوحې توري يې بدل کړي او داسې جملې يې ليکلي چې پر خلکو له لوستلو وروسته وار له واره اغېزه کوي، عواطف او احساسات يې را پارېږي او د سوالګر په تشه زولۍ کې پيسې اچوي.
له دې بېلګې نه څرګندېږي چې ليکوال د جملو بدلولو له هنر نه کار اخيستى، د خپل دې هنر په مرسته يې د لارويانو احساسات او عواطف له ځان سره مل کړي، په لاره شايد ګڼ کسان تېر شوي وي، خو دا هنر يواځې له ليکوال سره و چې له بېوزلي سره يې پرمټ د خلکو خواخوږي او مرسته را جلب کړه.
په همدې ډول چې کله کله د يو چا د غربت او مظلوميت په اړه ځينې ژورناليستيک راپورونه ژور اغېز شيندي او شتمن يا واکمن دهغوى مرستې او خواخوږۍ ته را جلبوي، يو لامل يې دا وي چې خبريال په کې له ادبي تاکتيکونو او د ژورناليزم او ادب له مشترکې ژبې کار اخيستى وي، دا کار وچ کلک ژورناليستيک راپور ځکه نه شي کولى چې ژورناليزم د واقعيت ژبه ده، ژورناليست يې د ليکلو پرمهال خپله عاطفه او احساس له ځانه لرې کوي.
په ښارکې د جګړې او تاوتريخوالي د غندنې او بدښودلو له پاره د مدني ټولنو او فرهنګيانو له خوا تابلوګانې او انځورونه کښل شوي وو، عاطفي اړخ يې دومره پياوړى و چې په ليدلو يې د يوه ډېر جګړه غوښتونکي ذهن خاوند هم د خپلې لارې او نظريې په اړه يې د بيا کتنې او بدلون احساس کوي.
دلته د اغېز له مخې ادبياتو او هنر يوه ګډه موخه تر سره کړې او موږ ته څرګندېږي چې د ادب او هنر د کار ساحه څومره نږدې او شريکه ده، خو دا چې ادب خپله هنر دى که علم؟ په دې اړه بيا هم وړاندې ځو.
د ادب ګڼ کره کتونکي او هنرپوهان په دې باور دي چې ادب نه مطلق هنر دى او نه هم په مطلق ډول علم ورته ويلى شو، ځکه چې که هنر يې وبولو، نو ډېر داسې کارونه هم تر سره کوي چې بايد د علم پر مټ تر سره شوي وى او که علم يې وبولو نوعلم عاطفي جنبه او پر ټولنه دومره ژور اغېز نه لري.
له ادبياتو سره د علومو د پرتلنې او تحليل موضوع ډېره پېچلې ده، ادبيات نورو ته د علومو د لېږد يوه وسيله ده، خو د ادبي متن ليکلو له پاره د ليکلو علم ته اړ يو، هنر بيا د علومو د لېږد وړتيا نه لري، ګڼو پوهانو د ادبي علومو اصطلاح کارولې او ځينو بيا ادبيات د هنر يو ډول ياد کړى دى.
ګڼ داسې عالمان شته چې په ادبياتو پوهېږي، د ادبياتو استادان او کره کتونکي دي، خو شعر او لنډه کيسه نه شي ليکلى، په همدې ډول ګڼ داسې ولسي شاعران هم شته چې ليک او لوست نه شي کولى، عالمان نه دي، خو غوره او هنري نثر ليکي چې دا موضوع د ادبياتو هنري اړخ پياوړى کوي.
دې موضوع ته په پام سره د ادبياتو او علم او ادبياتو او هنر مسئله لا پېچلې کېږي، ځکه چې که ادبيات د علم يو ډول يا يوه څانګه وبولو، نو اړينه ده چې لومړى يې د پنځولو هنر هم ولرو، دا کار د ادبي اثارو ليکنې د لېوالتيا هنر غواړي، خو که چېرته يې د هنر يو ډول وګڼو، نو بيا هم اړ يو چې د هنر د زده کړې علم په پام کې ونيسو.
علم په ځانګړي مانا سره هغه پوهه ده چې پر تجربه ولاړه وي، له عقلي منطق، پياوړي استدلال، عينى واقعيتونو ولاړې پروسې ته ويل کېږي ، خو هنرمن خپل هنر د کومې مخکنينۍ تجربې له مخې نه رامنځته کوي، په همدې ډول ادبيات له تخيل، عواطفو او مانا سره تړلي دي، علم د ټاکلو قوانينو تر چوکاټ لاندې د تجربې پرمټ د مادي حقايقو کشف دى.
د هنر په اړه يو ټول منلى تعريف دادى چې (هنر ذاتا د احساس د بيانولو يوه بڼه ده). تولستوی په ( هنر څه دی؟) کتاب کې هنر داسې انساني فعاليت بولي چې د هغه په وسيله انسان په اګاهانه ډول د ځينو بهرنيو نښو له لارې هغه احساسات تر نورو لېږدوي او نور ترې اغېزمنوي چې خپله يې تجربه کړي وي.
په دې ډول سره د ادبياتو او هنر موخې سره نږدې دي، دا نږدې والى د درېيو ګډو عناصرو(احساس، عاطفې او تخيل) درلودو له امله دى، هنرمن او اديب دواړه د خپلو اثارو په پنځولو کې ازاد دي، د خپل اثر ښکلي کولو ازادي لري، خو عالم د يوه ټکي په کمښت او زياتولو سره خپل اثر ته تاوان رسوى، ځکه چې علم د يوې کره او مناسبي علمي تجربې پر بنسټ ولاړ وي.
بله مهمه خبره د هنر او علمي مفاهيمو په تعريف کې ده. شايد يو هنري او ادبي اثر په ګرانه تعريف شي او ګران يې د تعريفونو د ډېروالي له امله دى، ځکه چې هر څوک يې له بېلې ډډې او نوې زاويې ګوري، خو د علم لپاره مشخص تعريفونه وضع شوي چې د بېلابېلو تعريفونو په ورکولو سره يې مفهوم پيکه کېږي.
په ځانګړي ډول هنر د هغو علومو په قلمرو کې ځای لري چې له ډېرو ډولونو نه برخمن دي او پر عيني عناصرو سربېره بېروني او ذهني عناصر هم په کې په ستره کچه ونډه لري.
په علومو کې تر ټولو سخته چاره د مفاهيمو تعريفول دي. له دې کاره لاس اخيستل د علم لارويان د علم پر ژبه د پوهېدا پرمهال له ستونزو سره لاس وګرېوان کوي؛ نو ځکه پوهانو هڅه کړې، چې تر وسه پورې د کليدي او اصلي مفاهيمو تعريفونې ته هم وخت ورکړي.
هنر د هنرمن خيالي او فني پانګه ده، کوم ځانګړى قانون او اصل نه لري، د عادي وګړي او هنرمن – شاعر وګړي توپير په دې کې دى چې هنرمن او شاعر د تخيل او تصوير اوچت مهارت لري، هنر د همدوى تخيلي او عاطفي پنځونه ده چې د بېلابېلو پنځوونکو تر منځ يې توپير د هغه له ځانګړي مهارت او نوښت نه سرچينه اخلي.
موږ به يوچاته د علومو په برخه کې يو علم ور زده کړو، خپله پوهه بل چا ته ور ولېږدوو، بېلابېل علوم ورته تعريف کړو، خو له يوه کس نه د ځان په څېر هنرمن او شاعر نه شو جوړولى، د هنر او شعر له پاره ورته مشخص تعريف نه شو وړاندې کولى، ځکه چې د هنري تجربې لېږد ګران کار دى، خپله لېږدونکي يې په فطري او طبيعي ډلو کسب کړى، ځکه يې د لېږدولو مهارت نه لري.
خو هنري تجربه څه ده؟ ګادامر د هنري تجربې په اړه وايي: که د هنري اثر تجربه يوې ګوښې ته پرېږدو، د هنري اثر د پنځوونکي نيت ته په پام سره هنري اثر تاريخي سند نه دی. په دې توګه د هنري اثر توليد مستند نيت لري.
دا هنري استناد د هر هنري اثر تلپاتې والی او دوام بيانوي. هنري اثر په ميراث پاتې کېږي، په دې معنا چې زموږ ادبي سرچينې نورو ته لېږدېږي. تاريخي اسناد د ښکارندو د اثبات هڅې کوي؛ خو هنري اسناد له شديدې څېړنې نه خبرې کوي.
په پاى کې بيا هم وړاندينى خبره تکراروم چې ادبيات نه په مطلق ډول هنر دى او نه هم په مطلق ډول علم، خو له دې دواړو سره ژورې اړيکې، د ګڼو ليکوالو نظر دادى چې په دې دواړو کې يې هنر ته تمايل زيات دى او هنرمن اديب کولى شي چې خپل لوستونکى د درې ګونو زمانو له بېلابېلو پړاوونو سره په اسانۍ ونښلوي او ترې خبر يې کړي.
ګڼ نور ادبپوهان ادب د هنر او علم يو ترکيب بولي، خو د ادب په اړه څېړنې او په ځانګړي ډول د ادب پوهنې درې بنسټيزې څانګې لکه ادبي تيوري، ادبي تاريخ او ادبي کره کتنه چې هر يوه څانګه د ادبياتو په اړه په بېلابېلو برخو کې څېړنه او سپړنه کوي، کار يې د يو لړعلمي اصولو او قواعدو پر بنسټ ولاړ دى.
د بېلګې په ډول ادبي تيوري د ادب د بېلابېلو برخو او مسايلو په هكله د نظرياتو ټولګه ده ،هغه پوهه بلل کېږي چې د ادبي اثارو ټولنيز ماهيت، ټولنيز ارزښتونه، د پراختيا مشخص پړاوونه، د پراختيا تاريخي دود، قوانين، د ادبي اثارو فورم او نورې ځانګړتياوې څېړي چې ددې کار تر سره کول په اړونده برخه کې د پوهې او مطالعې له شتون پرته امکان نه لري.
————————————