درانی تدبیر

کیلي یې په قلف کې تاوه کړه، اوږده ساه یی واخیسته ، د کوټې دروازه خلاصه شوه ، د جان مامد نظر په کوټه کې په پرتو خورو ورو سامانونو ولګید، کمپله په توشکه همداسې هواره د چایو پیالې تیت او دانې یوخوا بل خوا پرتې وې .

په یاد یې شو چې سهار کار ته ناوخته وه نو کوټه یی نده راټوله کړې او هر څه همداسې خواره واره پراته وه ، خو اوس هم ستړی و په توشکه اوږد وغځید له ځان سره یی وویل لږه دمه به وکړم بیا به کوټه هم جارو کړم، ډیر وخت یی همداسې ستړي  چت ته کتل زړه یی تنګ شو، موبایل یی له جیبه وایست غوږی یی پکې ورکړ موسیقي یی ولګوله ، سندرې یی یو په بل پسې تیرولې په طبعې برابره سندره یی لټوله چې دا سندره یی په غوږونو کې راغله

مورې مورې مورې! ګرانه له هرڅه نه راته ځکه یی

ته زما ادې یی ، ته زما ببو زما ادکه یې

عمر دې ډیر شه ، تا نه مې قربان ټوله دنیا شې

تاته چې درګورمه، سترګې مې رڼا رڼا رڼا شي

سترګې یی پټې کړې لاس یی په سر کیښود، د مور څیره یې په زړه راوګرځیده، د هغې مینه، ګرانښت یی په یاد شو، ځای کې واوښت سترګې یی لا همداسې پټې وې، د مور سپین ویښته زاړه کالي او خپل د خټو کور ور یاد شو، سندره خلاصه شوه  د جان مامد له سترګو اوښکو لاره وکړه ، پوزه یی کش کړه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *