خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۵-۱-۳

کندهار، افغانستان- د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د دوو ورځو لپاره پراخ کرهڼيز نندارتون جوړ سو.

په دغه کرهڼيز نندارتون کي چي د امريکا د پرمختيايي ادارې او فوډزون له خوا نن سهار په پنجوايي ولسوالۍ کي جوړ سو، د مرستيال والي عبدالعلي شمسي تر څنګ د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزي، د فوډزون ساحوي مسوول انجنېر بشيراحمد خالد، د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون رئيس عبدالرشيد حکيمي، يو شمېر ولسوالانو او ګڼ شمېر کروندګرو ګډون کړی وو.

په دغه کرهڼيز نندارتون کي شاوخوا ۱۰۰ غرفې ايښودل سوي وې چي د کندهار ګڼ شمېر زراعتي توليدات پکي نندارې ته وړاندي سوي ول. په دې نندارتون کي چي دوې ورځي به دوام وکړي، د کندهار ټول کروندګر ګډون کولای سي او د زراعتي توليداتو په اړه معلومات ورکول کيږي.

د فوډزون ساحوي مسوول انجنېر بشيراحمد خالد وويل چي دغه کرهڼيز نندارتون يې د مشروع زراعتي توليداتو لپاره د بازارموندني، د موجوده امکاناتو په چوکاټ کي د عايداتو د لوړولو، د کروندګرو تر منځ د اړيکو د پياوړي کولو، د عصري مېتودونو او ماشين الاتو د معرفي کولو په موخه جوړ کړی دی. نوموړي زياته کړه چي دغلته به کروندګرو ته د نوو ماشين الاتو او مېتودونو په اړه معلومات ورکول سي تر څو کروندګر د کوکنارو له ناروا کښت څخه لاس واخلي.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د امريکا له پرمختيايي ادارې، فوډزون او اړوندو رياستونو څخه مننه وکړه چي د دې نندارتون په جوړولو کي يې هلي ځلي کړي دي. نوموړي له کروندګرو څخه وغوښتل چي له دغه ډول نندارتونو څخه په استفادې له نوو مېتودونو او ماشين الاتو څخه کار واخلي تر څو د کرهڼيزو توليداتو په برخه لاپرمختګ سوی وي.

هغه له کروندګرو وغوښتل چي خپل کښت پر علمي او مسلکي شکل عيار کړي، تر څو زراعتي تولیدات زيات سي او په دې برخه کي چي کوم موسسات کار کوي، د ولايتي ادارې تر دقيق نظارت لاندي دي او هغوی به په عملي ډول د کروندګرو خدمت کوي.

نوموړي د کوکنارو کښت د هيواد لپاره تاواني وباله او ويې ويل چي د کوکنارو د کښت اصلي ګټه بهرني قاتتتتتچاقبران او وسله وال ترهګر وړي خو ستړياوي عام کروندګر ګالي. هغه زياته کړه: تر څو چي د کوکنارو ناروا کښت له منځه ولاړ نه سي، ستونزمنه ده چي سوکالي ترلاسه کړو. د کوکنارو د کښت ستړيا تاسو ګالئ، خو اصلي ګټه دښمن وړي او دښمن بېرته ستاسو کلينيکونه، ښوونځي او کورونه ورانوي او قومي مشران او ځوانان مو په شهادت رسوي.

ښاغلي شمسي پر کروندګرو ږغ وکړ چي د کوکنارو له ناروا کښت څخه لاس واخلي او روا کښت ته مخه کړي. نوموړي وويل ولايتي اداره ژمنه ده چي د ښار تر څنګ په ولسواليو کي پرمختيايي پروژې پلي کړي او خپل خدمات تر ليرو پرتو سيمو پوري ورسوي.

نوموړي په ولسواليو کي له ځينو پرمختيايي پروژو څخه يادونه وکړه او ويې ويل چي په ارغستان کي د لوړې بند تدارکاتي چاري دوام لري، د نېش ولسوالۍ د خاشکشي کوتل تدارکاتي چاري بشپړي سوي او د غورک ولسوالۍ د چالاک بند د جوړولو پر موضوع هم کار کوي.

د ولايت مقام مرستيال د ولسواليو له اوسېدونکو څخه وغوښتل چي د ولسواليو لپاره اساسي او حياتي پروژې په ګوته کړي او ټينګار يې وکړ چي هره پروژه به تر دې وروسته د ولسونو د غوښتني له مخي ډيزاين او پلې کيږي. نوموړي وويل ولايتي اداره د فساد په مخنيوي کي تعهد او کلکه اراده لري، خو د فساد پر وړاندي په مبارزه کي که ولسونه همکاري ونه کړي، نتيجه نه ورکوي. هغه پر خلکو ږغ وکړ چي په پروژو کي د فساد مخه ونيسي او له تطبيقوونکو سره له سازشه لاس واخلي.

د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزي د ولايت مقام له رهبرۍ څخه مننه وکړه چي په دې وروستيو کي يې د ولسواليو پرمختيايي چارو ته خاصه توجه کړې ده. هغه زياته کړه چي ولايت مقام د ولسواليو روغتيايي، تعليمي او بيارغنيزو چارو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده چي ښه بېلګه يې د دې کرهڼيز نندارتون جوړول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *