په تاجکستان کې افغان کډوال

تاند- د اروپايي اتحادیې له یوه پټ پلان سره سم، که افغانستان له اروپايي هیوادونو څخه د خپلو پناه غوښتونکو له بېرته ورلېږلو سره مخالفت وکړ، په دغه هیواد به مرستې بندې شي.

د اروپايي اتحادیې په پټ پلان کې، چې نن /سې شنبه/ د بریتانیا ټیلګراف ورځپاڼې افشا کړ، ویل شوي چې نژدې ۸۰ زره افغان پناه غوښتونکي به بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.

په دې پلان کې دغه راز ویل شوي، که د افغانستان حکومت د خپلو اتباعو له بېرته ستنولو سره مخالفت وکړ، اروپايي اتحادیه دې پر دغه هیواد مرستې بندې کړي.

د افغانستان حکومت تراوسه پوري له اروپا څخه افغانستان ته په زور د افغانانو له بېرته ستنېدو سره کلک مخالفت کړی دی.

اروپايي اتحادیې تورکیې (ترکیې) ته څو ملیارد ډالره مالي مرسته او تورکانو ته د اروپا د وړیا وېزې په شان امتیازونه منلي چې نور له خپلې خاورې پناه غوښتونکي پرېنږدي چې یونان ته لاړ شي او هغه پناه غوښتونکي ومني چې له یونان او نورو هیوادونو بېرته ایستل کېږي.

د افغانستان د حکومتي سرچینو په باور په تېر میلادي کال کې نژدې یو لکو ۸۰ زره افغانانو اروپايي هیوادونو ته پناه وړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *