تاند- نیوزیلنډ نن /سې شنبه/ پاکستان ته په ۲۲ توپونو ماته ورکړه او د روان نړیوال شل اووریز جام نیمه پایلوبې ته ورسېد.
لومړی بیټنګ نیوزیلنډ وکړ. نیوزیلنډي لوبغاړو په ۲۰ اوورونو کې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۸۰ منډې وکړې. د نیوزیلنډ لپاره تر ټولو زیاتې منډې مارتین ګوپتیلز وکړې. ده په ۴۸ توپونو ۸۰ منډې جوړې کړې.
نیوزیلنډ، چې د نړیوال شل اووریز جام د سیالیو په دوهم ګروپ کې دی، درې مسابقې ګټلي خو پاکستان په درو سیالیو کې یوازې یوه له بنګله دېشه ګټلې ده.
پاکستان تر دې مخکې پر هند بایللې وه.
نیمه پایلوبې ته د پاکستان چانس له دې سره تړلی چې استرالیا ته ماته ورکولی شي او که نه.
په دوهم ګروپ کې هند او استرالیا یوه لوبه بایللې او هر یوه یوه لوبه ګټلې ده.