اوبه د ژوند اساسي ماده ده. همدا اوبه دي چې د ژوند بقا تضمینوي. د قرانکریم د انبیاء سورت یوه ایت شریف هم د اوبو پر اهمیت ټینګار کړی دی:(( و جَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ کلَّ شَیءٍ حَی))
زموږ هیواد د خوږو اوبه سرشاره سرچینې لري، داسې سر چینې چې که په سمه توګه یې مدیریت وشي خلک په ګیډه مړولی شي او ولس د نورو له احتیاجه ژغورلی شي.
همدا ټکی زموږ له حکومتونو، د ګاونډیو هیوادونو حکومتونو ښه درک کړی دی. همدا لامل دی چې په یوه نه یوه پلمه زموږ په هیواد کې جګړه جاري ساتي او زموږ له اوبو څخه په وړیا استفاده کوي.
څیړنې ښيي چې د افغانستان کابو (۷۵) سلنه اوبه، له افغانستان څخه وځي او د ګاونډیو هیوادونو د انرژي ماشینونه په حرکت راولي او د هغوی ځمکې خړوبوي.
موږ له ایران سره د اوبو په سر له پخوا شخړه درلوده، خو هغه وخت افغانستان د نن په څیر کمزوری نه و. دا خو اوږدې جګړې دي چې دا وطن یې دومره کمزوری کړ چې اوس د خپل حق غوښتنه هم نشي کولای او د خپل ملکیت ساتنه هم نشي کولای.
هغه تړون چې په کال (۱۳۵۱) کال د افغانستان صدراعظم مرحوم موسی شفیق او د هغه د ایراني سیال عباس هویدا تر منځ لاسلیک شو، له مخې یې په یوه ثانیه کې ۲۲ متره مکعبه اوبه ( چې وروسته څلور متره مکعبه پرې نورې هم اضافه شوې) ایران ته ورکړل شوې.
خو کله چې افغانستان کې جګړې پیل او بیا یې زور واخیست، د ګاونډیانو څراغونه په اوبو کې روښانه شول، نه یې تړون ته کتل او نه یې د همسایګۍ نزاکت ته؛ څومره چې یې خوښه وه هومره استفاده یې ترې کوله او دغه بې خرته استفادې لا روانې دي.
دغه شان زموږ د اوبو پریمانه برخه پاکستان ته هم روانه ده. دغه قیمتي ماده په داسې حال کې زموږ له کمزورو منګولو وځي چې هیواد کې په میلیونونو هکتاره ځمکه د اوبو د نشتوالي له کبله له کرنې پاتې کیږي او موږ د ګاونډیو په غله جاتو شخوند وهو.
څیړنې ښيي چې که موږ خپلې اوبه مهار کړو، دا اوبه تر (۷۰ میلیونه) هکتارو پورې زمکه خړوبولی شي او که موږ دومره ځمکه وکرو، نورو هیوادونو ته هم غله صادرولی شو.
اوس ټول هیوادونه د اوبو په قدر له بل هر وخته زیات پوه شوي. حتی داسې باور دی چې د (۲۱) پیړۍ جګړې به د نفتو د ملکیت په ځای د اوبو د ملکیت پر سر وي.
خو دا یوازې افغانستان دی چې لا د دغې حیاتي مادې په قدر نه پوهیږي او یا په ګڼو پلمو په داسې وضعیت کې ساتل کیږي چې له دغې قیمتي مادې څخه استفاده ونشي کړای.
له همدې کبله لکه مخکې چې مې وویل دلته به په یوه نه یوه پلمه جګړه توده ساتل کیږي، حکومتونه به مجبور وي چې زیاته بودجه جګړې ته ځانګړې کړي، حکومتونه به مجبور وي چې د اوبو د مهار په ځای د جګړې د مهارکولو په فکر کې شي. دغه شان کله چې په یوه هیواد کې جګړه روانه وي، هلته د قانون تطبیق مشکل وي او دغه مشکل اداري فساد ته لاره هواروي چې د دغه فساد په شتون کې د حیاتي پروژو پلي کول ناشوني دي.
اوس د جګړې یوه ستره پلمه د خارجي قوتونو شتون ګڼل کیږي خو تجربې ښيي چې د دوی په وتلو به هم دا پلمه ختمه نشي او دا ځکه چې که دلته جګړه نه وي افغانستان د خپلو اوبو د مهارولو لپاره فرصت پیدا کوي او دا فرصت د ګاوڼدیانو نا مشروع ګټې له خطر سره مخ کوي. په همدې دلیل د افغانستان په جګړه کې د ګاونډیانو زړه راښکون زیات دی او په هر وخت کې یې د غځونې لپاره پلمې زیږولی شي.
وګورئ، له ۱۳۶۸ کال څخه تر ۱۳۸۰ کال پورې هیڅ خارجي په افغانستان کې شتون نه درلود،خو ایا یوه ورځ هم په جګړه کې وقفه راغله؟ ایا د جګړې لمبې لا پسې ژبغړاندې نشوې؟
په هرصورت، د افغانستان عزت د هغه له اوبو سره تړل شوی. که مهار نشي دا هیواد به ګاونډیانو ته محتاج او محتاج خلک تل بې عزته وي.
رحمان بابا فرمايي: د للمي سړي په مخکې وي اب چیرې؟ — هغه خلک خو بیاب دي چې بې آب دي
(سرخط ورځپاڼه )