د استاد مصطفی صفا ژباړل شوی دا اثر په ۶۸ مخونو کې مازيګر کتاب پلورځي چاپ کړ.
دا وړې طنزيه جملې او پيغامونه دي، چې پر لوستو به يې د ايران د نامتو ليکوال پرويز شاپور د ستونزمن ژوند د مقاومت له طرزه خبر شئ.
د باران زمزمې داسې دي چې؛ وږې پشۍ له موږک سره د لوبو کولو فرصت نه لري.
تر تشې پيالې ډېر تږی یم.
کله چې د ویلو څه نه لرم، په اورېدلو کې ډوبېږم.
او سلګونه نورې داسې خوندورې معقولې او مفکورې به مو خوښ کړي.
دا کتاب د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر چاپ شوی او ډيزاين يې عبدالهادي اثر کړی.
له دې سره د مازيګر کتاب خپرونو لړ ۴۵ ته ورسېد.
د مينې ټپې درېم ټوک
په دې کې د مينې مجلې له څلوېښتمې تر ۶۰ مې ګڼې راټولې شوې لنډۍ دي.
دا لنډۍ ثناالله ځواب راټولې کړي او ډيزاين کړي دي.
کتاب په ۸۸ مخونو کې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر مازيګر کتاب پلورځي چاپ کړ.
یاده دې وي چې د مينې ټپې لومړی او دوهم ټوک تر دې وړاندې چاپ شوي او مينه والو خوښ کړي.
تاسې کولای شئ مازيګر ته راشئ او د ټپو په ټال وځنګېږئ!