اختر

تاند – سعودي عربستان، قطر، کویت او عربي متحده اماراتو اعلان وکړ چې سبا د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده. دا اعلان په دغو هیوادو کې د سپوږمۍ تر لیدو وروسته وشو.

سعودي عربستان چې د خپل هیواد له خلکو پرون لا غوښتي و چې سپوږمۍ ته ځیر شي، نن یې رسما په خبرونو کې د شاهدانو په وینا د سپوږمۍ د لیدو خبر ورکړ او ویې ویل چې سبا د شوال لومړۍ نیټه د اختر اوله ورځ دی.

د سعودي له اعلان وروسته په عربي متحد اماراتو، کویت او قطر کې د سپوږمۍ د لیدو لپاره موظفو ادارو وویل، چې سپوږمۍ لیدل شوې او سبا ته اختر دی.

افغانستان چې هر وخت د عربستان له اعلان سره سم اختر کوي سبا یې اختر دی، خو په پورته یادو عربي هیوادو کې خلک او حکومتونه د اختر د میلو خبر ورکوي او په کابل کې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د القاعده او نورو تروریستي ډلو د بریدونو د مخنیوي لپاره لازم امنیتي تدابیر نیول شوې دي.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر د اختر په ویاړ په خپاره کړي پیغام کې هم د بریدونو خبر ورکړی دی البته ویلي یې دي چې د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *