تاند- د پاکستان په سند ایالت کې د بې کیفیته یا جعلي شرابو د څښلو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۵ تنو ته ورسېد.
په مړو شویو کسانو کې دوې ښځې هم شاملې دي.
دا پېښه د سند ایالت په ټنډو محمد خان سیمه کې شوې ده.
پاکستاني رسنۍ وايي، د سند تقریباً په هره ولسوالي (ضلع) کې جعلي شراب جوړېږي او په ښکاره پلورل کېږي.
د بي بي سي اردو خپرونه هم ورته خبره کوي او وايي چې د پاکستان د اجناسو د کیفیت د څارنې اداره د شرابو پر کاروبار سترګې پټوي.
د سند د پولیسو ایالتي مشر د جعلي شرابو په مخنیوی کې پولیس ملامت بولي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ویل کېږي چې دا ډول شراب له سبزیو، ورستې ګوړې او د ګنډیري له تفالې جوړېږي. (عکس)
د سند د پولیسو ایالتي مشر اې ډي خواجه وايي، د ټنډو محمد خان د پېښې د تلفاتو شمېر ۴۵ تنو ته رسېدلی دی.
تر دې مخکې نورو چارواکو د تلفاتو شمېر ۳۷ تنه ښودلی و.
په ۲۰۱۴ م کال د سند د حیدراباد ښار په شاوخوا کې په یوه اوونۍ کې ۶۰ تنه په جعلي شرابو مړه شوي ول چې ورپسې پولیسو د بې کیفیته شرابو پر څو لابراتوارونو چاپې واچولې.
اړوند خبرونه:
په ایران کې د شرابیانو د درملنې مرکزونه جوړېږي
الکول ولي پر ځینو کسانو ژر تاثیر کوي؟
افسوس!!!!!
ملاصاحبان ولی چپ پاتی دی
که دا کار په افغانستان کی سوی وی بیابه ناری وییییییییییییییییییییییییییییییییی