تاند- په بلخ ولایت کې نن /پنجشنبه/ په یوه ترافیکه پېښه کې ۸ تنه مړه او ۸ نور ژوبل شول.
د چمتال ولسوال محمد ظاهر رسنیو ته وویل، دا پېښه تر غرمې مخکې په ۱۰ بجې او ۳۰ دقیقې د چمتال ولسوالي د رُباط د سیمې پر سړک د درو موټرو د ټکر په نتیجه کې وشوه.
د پېښې ټول قربانیان نژدې روغتون ته وړل شوي دي.
د رباط سړک مزارشریف ښار د چمتال له لارې له زارغ ولسوالي سره وصلوي.
ویل شوي چې د ټکر په مهال په سیمه کې لړه خپره وه.
د سړکونو د خرابوالي ترڅنګ د موټرچلوونکو بې غوري، د ترافیکي قوانینو نه رعایتول او تېز چلول په افغانستان کې د ترافیکي پېښو لوی عوامل دي.