تاند- د امریکا د ملي استخباراتو رييس یو ځل بیا روان ۲۰۱۶ کال د افغانستان لپاره ناوړه وباله، ویې ویل چې سږ کال به تر ۲۰۱۵ هم جګړه سخته او خونړۍ وي.
جېمز کلیپر وویل، طالبان به سږ کال تر تېر کال هم حملې زیاتې کړي او افغانان به د طالبانو د پر له پسې حملو شاهدان وي.
ده مخکې ۲۰۱۶ کال د افغانستان د سیاسي سقوط احتمالي کال بللی و خو افغان چارواکو یې په غبرګون کې ویلي وو چې ۲۰۱۶ به د افغانستان د ثبات او پایښت کال وي.
د طالبانو له لوري له سولې سره له مخالفت او د جګړې د ارادې له اعلانه وروسته امریکايي چارواکو په افغانستان کې د خپل حضور په اړه د خپل پخواني قوماندان جنرال جوزیف کېمبل پر وړاندیزونو غور پیل کړدی دی.
کېمبل له ولسمشر اوباما غوښتي چې له افغانستانه ځواکونه ونه باسي او پر طالبانو هوايي بریدونه پیل کړي.
امریکايي پوځیان حاضردمه له څو موردونو پرته د افغانستان د امنیتي خواکونو او طالبانو په جګړو کې مداخله نه کوي او یوازې افغان ځواکونو ته مشوره او روزنه ورکوي.
په همدې حال کې د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي چې د ایم وي لیبرټي په نوم امریکايي بېړۍ ۴۰۱ پوځي وسایط، چې د هر یوه وزن دوه نیم ټنه و، او یو شمېر نور وسایل د مارچ په لومړۍ نېټه د کراچۍ په بندر کې کښته کړل او د افغانستان په لور یې ولېږل.
ورځپاڼه وايي چې په دې وسایلو کې، چې د امریکا له ویلمینګټن بندره بار شوي ول، هاموې زغرګاډي هم شامل وو.