تاند- د فوټبال نړیوال جام ته د غوراوي د سیالیو په لړ کې د جاپان د فوټبال ملي ټیم نن د افغانستان د فوټبال ټیم ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه.
دې بري د جاپان لوبډله په خپل ګروپ کې د جدول سر ته وخېژوله.
د جاپان ټیم په اسیايي هیوادونو کې تر ټولو غښتلی ټیم دی او تقریباً تل له اسیا څخه د فوټبال د نړیوال جام سیالیو ته وتلی دی.
جاپان تراوسه پوري په خپل ګروپ کې ټولې ۷ لوبې ګټلي دي.
له اسیا څخه نړیوال جام ته د غوراوي په یوه بله سیالي کې استرالیا د تاجکستان د قوټبال ټیم ته ۶ پر صفر ماتې ورکړه.
استرالیا ته د فوټبال په نړیوال جام کې په اسیايي تیمونو کې ونډه ورکول کېږي.
په یوه بله مسابقه کې جنوبي کوریا بنان یو پر صفر مات کړ.
لاندې ویدیو د افغانستان او جاپان د مسابقې ده.