یونس تنویر

 د کلاسیکې دورې په اړه به مو  اوریدلي وي، چې په هر دور کې د منلو وړ ادبیات لري. یواځې همدا بسنه نه کوي. د ادب ټوله خوا په ستاینو، پوره کیدونکې نه ده؛ نو بیا ددې دورې د پاتې کېدو، اصلي مزاج په څه شي کې دی؟ دا خبره به ډېره ستونزمنه وي. ځکه تر اوسه مو داسې کتابونه، نه دې تر سترګو شوي چې ددې دورې اصلي څهره دې را ښکاره کړي.  د کلاسیکې شاعرۍ تر ټولو مبهمه خوا، همدا توصیفي تعریف دی. که مو کلاسیک ادب لوستی وي؛ نو ددوی له شاعرۍ را ته څرکندیدای شي. مګر کله خو داسې فکر راشي، چې چا په کلاسیک ادب څه لیکلي وي. ددې ادب روح ته به بیخي، نه وي  ور دننه شوي. یواځې لومړنیو ادبپوهانو چې ددې دورې په شاعرۍ کومې توصیفي او تاریخي خبرې کړې دي، په هغه به یې بسنه کړې وي. په دې کې ځینې استثنات شته. چې هغو د موضوع مطابق په یوه خوا غږیدلي دي.او ښه یې تشریح کړې ده. مګر اکثره پکې هوایي خبرې دي.

     موږ لا تر اوسه دغه جاج هم نه دی اخیستی چې ولې د روښاني ، خوشال خان خټک او هندي سبک په پله، د رحمان بابا د سبک پلیونې ډېر دي؟ د خوشال بابا او روښاني غورځنګ، یو څه پلیونې  شته. مګر دهندي د سبک پلیونې ولې په راوروستو وختونو کې د رحمان بابا تر پلیونو بیخي کم دي؟

      ددې دوو، سبکونو ترمنځ د مخته تګ او  ورورسته پاتي والي لامل د پښتو ادب، ملا  هم  شله کړې ده.  هغه داسې چې د رحمان بابا د سبک پلیونو د رحمان تر هنره، دومره عاجزه شاعري وکړه  چې یوازې یې د ممبر خبرې ګڼلی شو. جزیت معیار نه شي کیدای. هغه د استاد غضنفر خبره، په سلو خبرو کې  یوه  خبره، طبعاً ښه وي. ددې ډلې په لارویانو کې یونس خیبري او معزالله مومند یو څه غښتلي و. مګر د هندي سبک په پرتله دا دواړه ښاغلي کم رنګه حسابیدای شي.

      سوال دا دی چې ولې د رحمان بابا د هنر تر معراجه یې لاروي،  ونه رسیدل؟ له بل پلوه  د هندي سبک لارويو  په پښتو ادب کې، نه یواځې دا سبک  بشپړ کړ؛ بلکې هنر او شعریت یې هم  له خپلو  تجروبو، هم مهاله ور سره یو ځای کړل.  او په پښتو ادب کې یې یوه ښه شاعري را وپنځوله. چې ښه نمونه یې کاظم خان شیدا  او استاد پسرلی صیب دی.

       همدا وړ د خان بابا  او  بایزید روښاني پلیونو د خپلو مرشیدینو هنرونه یې، که  ترې لوړ، نه کړل؛ خو ځوړ کړي یې هم نه دي. چې عبدالقادرخټک ، اشرف خان هجري، میرزاخان انصاري، مخلص او  واصل یې ښې نمونې دي.

       د روښانې غورځنګ مشر خو په شاعرانو کې د ستاینې ځای نه لري. خو د تصوف او رهبرۍ تر ټولو ستر او بې ساری مشر یې ګڼلی شو. خو د روښاني شاعرانو په لړ کې چې شاعري یې ددوی څخه د مخه، روښاني ملفو ظاتو ته ځانګړې کړې وه، دا درې پورتني شاعران  د ستاینې ځای لري.

داچې د رحمان بابا پلیونو د رحمان بابا هنر نمایي ونه کړه؛ ممکن درې علته وي.

۱-: انسانان شهرت طلبه وي. د رحمان بابا شاعري په پښتنو کې یو کوډ ګربیان و. او خلک  ورته  زیات  قایل و؛ نو ځکه اکثرو پښتنو شاعرانو د رحمان بابا پلیوني وکړه.

۲-: دوهمه خبره به دا وي چې د پښتنو دپوهې کچه ټیټه وه. د حمیدمومند او کاظم خان شیدا  په هنر نمایي څوک دومره نه پوهیدل. لکه د رحمان بابا په شاعرۍ.

۳-: او بل دلیل یې دا هم دی چې د رحمان بابا ډېره شاعري ولسي انداز لري. او ولسي انداز عامو خبرو ته ډېرې نږدې وي. نو عامو خلکو ساده او روانه شاعرۍ ته تمیلات زیات ول. نو ممکن د د پښتو ادب د هنر او شعریت د معیار د راټیټېدو یو علت همدا هم وي. چې شاعرانو د رحمان بابا شهرت ولیده او دده پیروي یې غوره کړه. مګر نه خو رحمان شول او نه جانان.

   او بیا ان تر معاصره د هنریاتو او شعریاتو مخه وعضونو ، مدحو او نصیحتونو ونیوله. مګر معاصر دور د کلاسیک ادب، له هېرو شویو  هنرونو را شروع کیږي.  خو حمزه بابا پکې داسې کمال وکړ چې بیخي یې پوله ورسره وتړله. د حمزه بابا د معاصرانو هنر نمایي هم کمه نه وه. په کلاسیکې هنرونو یې خپل مضامین  وتراشل او په یو نوي انداز یې د ټولنې ذوقي بصیرت را پورته کړ. چې د همدې ډلې څخه یو هم طاهر کلاچوی دی.

   طاهر کلاچوی په پښتو ادب کې هغه نوم دی چې ډېرو کره کتونکو پرې خولې پټې دي. دده دری اثار مې د کړاو په مرسته پیدا کړي دي. چې په شاعرۍ کې یې کلاسیکي خوندونه هم پیدا کولای شو. حمزه بابا یې په مضراب سریزه کښلې ده چې دی یې د خپل دور د غزل یو مجتهد استاز بللی دی.

     طاهر کلاچوی د معاصر دور یو داسې شاعر دی چې  د کلاسیک دور د ډېرو سبکونو خوبي پکې شته. نو همدا وجهه وه چې ده ته مو، د کلاسیک انداز د شاعر نوم  ورکړ.

   په کلاسیک ادب کې ځینې تشبهات  کلتوري او زماني  رنګ لري. مانا دا چې د خپل کلتور سره یې موازي خبرې کړې دي. دا خبره په دې مانا نه ده چې ګوندې بیخي دې نړیوالتوب معیار مات شوی وي. مګر تر ډېره یې د خپل کلتور څپانده خوا لري. او طاهر همدا هنر لږ ؛ خو  ښه په خوند سره یې  خوندي کړی دی. تاسې یې لاندې بیتونه وګورئ:

ځکه نه دي چا لیدلې زما اوښکې

سترمنې جونه نه وزي بهرته

***

ظاهریږي د ستا حسن له نقاب هم

نه پټیږي لمر په غیږ کې د سحاب هم

                                                             (طاهر کلاچوی)

    زموږ د دین ټولنیز تهذیب، یوه لویه ښیګڼه همدا ده چې نجونې مو سترمنې دي. او بیا دا خاصه په پښتنو کې تر بل هر قوم غښتلې ده. دغه نیک کار مو د اسلام له مقدس دین څخه هم ړومبنۍ ده. زموږ د کلتور همدغه خوبي د شعر په لطافت کې هم په زړه راښکونکې بڼه، را وړل شوې ده. همداغه تهذیب مو د کلاسیک ادب په ټولو سبکونو کې شته تاسې د شیدا او رحمان بابا دغه بیتونه وګورئ:

د حباب په شان تمام له شرمه اب شي

که یې لرې چیرې باد دمخ نقاب کا

                                                               (کاظم خان شیدا)

رحمان حسن د یار وینم په پرده کې

نه پټیږي نور دشمعې په فانوس

                                                           (رحمان بابا)

   د شیدا او رحمان بابا د بیتونو انداز بیل دی. یانې طرز یې بیل دی. خو د طاهر او رحمان بابا د بیتونو انداز یو دی. هغه داسې چې شیدا د پښتنو همدا کلتور په تشبیه کې را نغښتلی دی. مګر رحمان بابا او طاهر کلاچوي همدغه تهذیبي خوبي په تمثیل کې تغښتې ده. یانې د طاهر لومړي بیت اوښکې د سترمنو جنو سره تمثیل شوې دي. یانې همدغه سترمنې جونه  یې د اوښکو لپاره یو دلیل را وړی دی. او دوهم بیت کې حسن له لمر سره تمثیل شوی دی. یانې د حسن لپاره یې د لمر دلیل را وړی دی.

     او همدا وړ رحمان بابا، مهربان حسن ته یې  د فانوس دلیل را وړی دی. چې په تمثیل کې یې را وستلای شو. همدغه تمثیل د کلاسیکې شاعرۍ یو انداز دی، چې طاهر کلاچوي په پوره مهارت را وستی دی.

     د کلاسیک ادب یوه بله ښیګڼه دا ده چې د قافیې او ردیف سره د خبرو تسلسل ماتوي. ګورئ یو د مسرو ترمنځ ارتباط او تسلسل دی چې د بیت معنوي تړاو پیاوړی کوي. او بل د بیت د خبرو تسلسل دی.

د غزل لومړنی معیار دا و چې ټول غزل به یوه موضوع بیانوله، چې را وروسته همدغه دود مات شواو هر بیت، به یې  یوه موضوع تراشله.

    خو د خوشال بابا د شاعرۍ په پیدا کیدو، د بیت ترمنځ د خبرو تسلسل هم  یو څه ټکنی شو. په روښاني شاعرانو کې دا دود تر ډېره جاري و. خو د هندي سبک په راتګ سره د خبرو تسلسل په غزل کې بیخي کم رنګی شو. که چېرې دغه شاعرۍ مطالعه کړو؛ نو دغه شي به پکې زیات وګورئ. دغه د خبرو تسلسل شاعرۍ ته سیمبولیک ارزښت ورکوي. دغه شی سیمبول نه دی. مانا دا چې سیمبولیک کردار لري. او سیمبول په یوه کلمه کې څو مدلولونه راوړلی شي. دغه شی شاعري تصویري کوي.او د تصویر، مفهوم زیات او کلمې یې کمې وي. او دغه شی د شاعرانه ژبې اختصار پیدا کوي. کله چې د شاعري الفاظ  کم او مفهوم یې زیات وي؛ نو سلاست را ولاړوي. او طاهر کلاچوي د غزل همدا کمال ډېر خوندور را اخیستی دی. تاسې دد  طاهر او بیا د کلاسیک ادب د یو څو سبکونو دغه بیتونه وګورئ:

زندګي د مسلسل حرکت نام دی

په یو ځای دریدی نه شي سیلابونه

***

لږ خرام ته د خوبانو خو وګورئ

ته به وایې چې روانې میکدې دي

***

د خندا سلسله مه ختموه خانده

داسې نه چې د سپرلو عمرونه کم شي

                                                            (طاهرکلاچوی)

په جنت کې هم دحورو صفت کیږي

که طالب د ښه نګار یمه په ځای یم

                                                          (خوشال بابا)

که د ښکلو په دربارمخ رڼی غواړې

ایینې غوندې کړه تور په خاکستر مخ

                                                         (حمید بابا)

صاف دلانولره لږ نصحت بس دی

د ګوهروپیوستون په نري تار شي

                                                           (رحمان بابا)

مرده دل یې د جمال تماشا څه کا

د مجنون تصویر ادا دلیلا څه کا

                                                            (کاظم خان شیدا)

     پورتني بیتونه د خبرو تر منځ تسلسل، نه لري؛ ولې د مسرو تر منځ یې تسلسل غښتلی دی. هغه داسې چې طاهرصیب د لومړي بیت په لومړۍ مسره کې د ژوند د دریدو او بې همتي رد کوي. او وایي چې ژوند په یو ځای ودریدل نه دي. بلکې ژوند د حرکت او مخته تګ نوم دی. دا یوه خبره ده چې د ژوند لپاره یې په لومړۍ مسره کې راوستې ده. مګرد همدې بیت په دوهمه مسره کې بیا بله خبره کوي. او وایي چې سیلابونه په یو ځای نه شي دریدلی. دغه دواړې خبرې بیلابیل پیغامونه لري. چې په یوه بیت کې راغلې دي. خو د مسرو تر منځ  یې ارتباط شته، چې د ژوند د مخته تګ لپاره یې د سیلابونو مثال را وړی دی.

   او دوهم بیت یې هم همداسې دی.او د کلاسیک ادب په پورتنیو بیتونو کې هم دا خوبي شته.چې طاهر کلاچوي په ډېر هنر سره تر سره کړې ده. تاسې د غه بیت هم وګورئ چې د خبرو ترمنځ یې تسلسل شته؛ مګر شعریت او پراخ مغهوم پکې نشته:

هر فالګر ته لاړم ته مې وغوښتې

دغه یو مې فال و بل مې نه کاوه

                                                          (صدیق احمدزی)

     ددې بیت مفهوم یو دی. مګر کلمې یې ډېرې دي. د عامو محاورو تسلسل یې غوره کړی دی. او دا خبرې یوازې په قافیه او ردیف باندې تړل شوې دي. یانې د پیغام اصلي مر کز یې قافیه او ردیف دي. خو د پورتنیو بیتونو سره یې توپير، په دې کې دی  چې په هغو کې مضامین زیات دي، مګر کلمې یې کمې دي. دعامو خبرو معیار مات کړی دی. محاورې یې شاعرانه ځانګړنې لري.

    طاهر کلاچوی، له د دوزه شپاړسم  کال، په را دبره کیدو سره، څلور دیرش کاله پخوا وفات شوی دی. د مینې غیږ، مضراب، د حسن لمن یې شعري ټولګې دي. په پښتانه لیکوال کې مرحوم بینوا صیب دده په ژوند یو څه رڼا اچولې ده. پلار یې صوفي مزاجه سړی و. دده اشعارو کې تر بل هر مضمون صوفیانه مضامین ډېر دي. هغه د هیواد مل صیب په حواله چې تصوف د یوه مسلک په توګه په په کلاسیک ادب کې را زرغون شوی دی.

    د صوفیانه کلام د حیرت انداز: دا د طاهر کلاچوي هغه ښیګڼه ده چې کلاسیک انداز لري. په کلاسیک ادب کې عمومًا د حیرت مضمون د عشق په اوږو، بارشوی دی. او عشق یې یو داسې مرحلې ته رسولی چې (په هرڅه کې ننداره دهغه مخ کړم) د عشق لوړیدل، یو داسې حیرت زیږوي، چې د تصوف دوه لویې نظر یې را منځته کړې دي. چې هغه د وجود او شهود نظريې دي. او دا کار لاشعوري کوي. تر څو شاعرانه انداز وزیږوي. تاسې د رحمان بابا دا بیت وګورئ:

عشق په هسې رنګ مقام باندې قایم کړم

چې وصال دی که بیلتون دی نه پوهیږم

                                                      (رحمان بابا)

      مګر طاهرکلاچوی صیب همدغه حیرت د پرتلنې په ډول راوړی دی. او یو بل مضمون یې هم پکې پنځولی دی، چې هغه مینې ته، تر عقله ترجیح ورکول دي. تاسې دا بیت وګورئ:

مینه مې هر شي کې خط وخال د جانان ویني

عقل مې تر اوسه خپل صنم نه پېژني

                                                (طاهر کلاچوی)

      طاهر که څه هم د کلاسیک ادب مضامین راوړی دي، یوه لویه خوبي یې دا ده چې، په هغه کې یې خپل انداز شامل دی. یو پخوانۍ مضمون په یوه نوي طرز کې وړاندې کول، مضمون افریني ده. تاسې دغه بیتونه وګورئ:

چې باطن یې ځلاند نه شو په دیدن ستا

یم حیران د ایینې بد نصیبي ته

                                                  (طاهر کلاچوی)

چې تا وګوري مین درباندې نه شي

هغه زړونه غونډې کاڼې د بیدیا دي.

                                              (خوشال بابا)

د یار مخ هر لوري جلوه کا لکه لمر

نه یې ویني غافلان لکه شپر

                                                 (کامګار خټک)

په کلاسیک ادب کې د مخاطبې شاعرانه انداز ډېر خوندور دی. تاسې یې دا بیتونه وګورئ:

په ښه خوی سره دخلکو افسانه وې

خدای زما له کم بختیه په زړه سنګ کړې

                                                             (رحمان بابا)

د لاله غوندې مې داغ د بدن جز دی

درته چا وې چې زما د سوز دوا کړه

                                                           (کاظم خان شیدا)

چې جمال وته دې ګورم حیرانیږم

خدای په ما باندې یو سف د زمانې کړې

                                                          (خوشال بابا)

جستجوی کړم ستا دمخ په دواړه ځایه

که کعبې که بتخانې ته تګ وپوی کړم

                                                            (حمید بابا)

او بیا تاسې د طاهر کلاچوي شاعرانه مخاطبې ته وګورئ:

ستا دحسن کیفیت ته حیرانیږم

چیرته کار کړي د مرهم چېرته نشترشي

‏‏‏‏***

دا نسته مې لیونتوب را سره مل کړو

ګني پوی یم د ژوندون په فلسفې هم

***

زړه په ما پورې خندل چې مین نه و

اوس به زه ور پورې خاندم زما وار شو

                                                   (طاهر کلاچوی)

    نو طاهر صیب په هم هغه لوړ هنري انداز یې شعر کړی دی. او دغه د کلاسیک ادب، یو داسې انداز دی  چې هم شعریت لري. او هم د هغې صحنې یو خیالي انځور مو سترګوته دروي. او همدغه شی د مشاهدې انځور دی. او مشاهده د یوه شي د فطرت انځور ګري کوي. نو د لویې شاعرۍ همدا ځانګړنه تلپاتې او لا محدوده وي. او بیا چې په کلاسیک ادب کې مخاطب غایب شوی دی، طاهر کلاچوي په ډېر لطافت سره، دغه انداز خپل کړی دی:

د بې نیازو په نیاز څه امید د کړو دی

زه پرون سلطان خسرو وم نن پرهاد یم

                                            (رحمان بابا)

بدر ګه که محبت را سره نه وای

یک تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک

                                                (خوشال بابا)

عشق تغیر او تبدیل نه لري یک رنګ دی

د اشنا دلاسه داد وي که بېداد

                                               (رحما ن بابا)

لږ خرام ته د خوبانو خو وګورئ

ته به وایې چې روانې میکدې دي

***

بورګان به چمن پریږ دی که خبر شول

چې له ګلو ښایسته مخونه هم شته

                                                (طاهر کلاچوی)

    د پورتنیو بیتونو، دهمدغو دوو اندازونو سیوا د بحر، ورته والی هم لري. د سبک په ټاکلو کې همدغه د بحر ورته والی هم په نظر کې نیول کیږي.

     طاهر کلاچوی د کلاسیک ادب، هم په موضوعي لحاظ او هم یې په فني لحاظ پور وړی دی. او په همدغو  شاعرانه  اندازونو  باندې یې، خپل مضامینو بار کړي دي. چې تر هنره یې رسولي دي.

    طاهر کلاچوی د معاصرې زمانې د کلاسیک انداز، یو پیاوړی شاعر دی. مګر د مقالو لمن همره پراخه نه وي. چې پوره بحث دې پرې وشي. خو طاهرصیب د معاصرې شاعرۍ، نوښتونه هم لري. چې هغه بیا بیل بحث غواړي.

پای

اخځلیکونه:

۱-: پښتانه لیکوال، عبدالروف بینوا، ۲۴۱ مخ.

۲-: د پښتو ادبیاتو تاریخ( لرغونې او منځنۍ دورې) هیواد مل، سرمحقق زلمی، دانش کتابتون، پېښور، لړم -۱۳۷۹هـ  نومبر-۲۰۰۰ م کال.

———————————-

د ښاغلي تنویر نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *