هسې نه چې په لومړی سر کې راته غوسه شئ، چې تا خو په پښتنو پسې را اخيستې ده. زه غواړم پښتون را ويښ شي، تر څو به هسې په لاپو باندې ژوند کوي!
پښتون دایم ستایل شوی دی، دایم ورته د غازي، زړور، مشر، قدرمن او جناب لقبونه ور کړل شوي دي.
په ستایلو سربېره باید دا ووایم، چې اصل کې باټ شوی دی، د پاس لقبونو په ګټلو سره یې غرورو پيدا کړی دی، چې همدا غورور یې د دومره پس پاتې کيدو ستر لامل دی!
دا سمه ده، چې موږ غازیان، اتلان او ميړني خلک یو. اما پخواني مشران یا پخواني پښتانه به ول، مګر تر یوه بريده پورې په اوسني حالت کې چې زه د پښتون ماشوم خيرن او ګرد وهلی مخ ويڼم نو وایم چې موږ نه اتلان یو، نه غازیان او نه هم ميړني بس یوازې د خپل ځان، قوم او ولس بربادیان یو!
اصل خبره داده، چې که زموږ انجينر، ډاکټر، ښوونکی، اديب، ليکوال، شاعر، عالم، قومي مشر، د خبرو سړی، د بانډار ځوان، هغه ځوانان چې بريتونه به یې په موټي سمول، هغه مشران چې نړیوالو به یې له نوم اخيستلو څخه ويره لرله، ټول موږ په خپل وژلي دي. نو بیا موږ څه اتلان او ميړني یو، بیا موږ کوم کار د ميړانې او اتلولۍ کړی دی، بیا موږ راتلونکي نسل ته له قتل، وژنې او بربادۍ نور څه ور زده کړي دي؟؟؟
هو، یوه خبره دې هيره نه وي، چې موږ ميړنی قوم یو، اتلان لرو، مګر یوه ستونزه لرو، چې که موږ په یو چا کې ډېره وړه ښېګڼه ولرو، نو دورمه صفت یې کوو، چې هغه کس داسط فکر کوي، چې تر ما نو بل څوک نشته آخر په ليونۍ کې شي، او د ټولنې په زیان واوړي.
احمد شاه بابا، ميرويس نيکه، ایوب خان، خوشحال بابا او د مي،ند اتله ملاله غوندې وګړي هم لرو، اما برعکس باید ووایم، چې ددې تر څنګ چې موږ پياوړي کسان هم رد لودل او لرو یې، مګر بیا هم یو پښتون د بل پښتون په سر پسې راخيستې ده….
نو تر ټولو دا ښه لاره ده، چې پښتون پرېښودل شي، تر څو د باټ کولو له مرض څخه خلاص شي، که ښه کارونه کوي، دومره ونه ستایل شي چې ارخ دا ستایل ټولنې ته په زیان شي او د یو ناسور زخم په څير د بیا جوړونې نه وي.
حمزه بابا پښتون ته لږ د جنت اشاره کړې ده، چې زه به جنت ته له پښتو سره ځم. اوس ټول پښتانه داسې فکر کوي، چې دا خبره رښتیا ده، سمه ده چې پښتانه په دين باندې کلک ولاړ خلک دي، هر څه مني خو د دين بې عزتي نه منی، مګر دلته دين بيرته د خپل پښتون له لاسه در بدر شوی دی. او د دين په نامه د پښتون په وينو تجارت کيږي، ځکه چې پښتون ته یې د انتحار زهر ور کړی دی او باټ کړی دی، چې حورې او جنت دی هله د خپل ورور پر وړاندې سنګر ونيسه، هله د کفر ټاپه ولګوله!
نو په اخر کې باید ووایم، چې پښتون تر اوسه پورې د باټو او لاپو په نړۍ کې ژوند کوي، تر اوسه پورې یې د ژوند مزه نه ده څکلې. پښتون ته تر ډېره پورې اوس باید سیاسي ذهنيت ور کړل شي، چې په نړۍ کې څه روان دي او نور قومونه څه کوی، هغه یوازې د کتاب او قلم لار ده!
د قلم او کتاب په لار دې که سم کړ، نو بیا باټ کېږي هم نه، بیا د لاپ، له ژ،ند څخه مخ اړوي او یو حقيقی ژوند ته مخه کوي. او که دې ورته وويل چې ای د ميړني زویه ستا پلار داسې نر و، داسې ميړانې یې کړې دي بیا نو د لاس تر مينځه بس.
تير دې هېر شي، نوي نسل ته دې د باټ انټي وایروس نه انتقاليږي!
بیا هم خپګان دي نه وي، پښتانه اصل خلک دي، مګر نور دې د مجاز له نړي را ووزي او یو حقيقي ژ،ند دې شروع کړي، په باټو ژوند او نړی ته تغير نه ور کول کيېږي.
په جنت کې د زمزم خوږې اوبه دي پښتانه
ابابیل دي، د کوثر حوض مارغه دي پښتانه
One thought on “نور به پښتانه نه باټوو!/ ذبيح الله ایمان”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *