تاند- ساینسپوهان وايي، د انسان د مغزو فعالیت د کال په مختلفو فصلونو کې توپیر لري.
د دوی په وینا د انسان د مغزو ځینې برخې تر ژمي په دوبي زیاتې فعالې وي.
د بریتانیا د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، د بلجیم د لیژ پوهنتون ساینسپوهان په بېلابېلو فصلونو کې د انسان پر مغزو له مطالعې وروسته دې نتیجې ته رسېدلي چې د انسان د مغزو تمرکز په دوبي اوج ته رسېږي خو د کال تر ټولو په لنډه ورځ تر ټولو ټیټېږي.
د دغو ساینسپوهانو په باور انسانان سلګونه کاله پخوا له فصلونو سره زیات تړلي ول.
د اروپا په شمالي هیوادونو کې، چې ژمي یې اوږده او ساړه دي، ډېرو خلکو ته په ژمي دیپرېشن او خلق تنګي پیدا کېږي.
خو دا لومړۍ څېړنه ده چې د انسان د مغزو او د هوا یا فصل ارتباط ښيي.
څېړونکي وايي، د دې څېړنې په ترڅ کې یې د ۲۸ تنو رضاکارانو مغزه د یوه کال په مخه د میاشتې یو ځل اندازه کړل، د ازمېښت په دوران کې هر برخوال څلور نیمې ورځې په لابراتوار کې تېرې کړې چې بدن یې د رڼا او د ورځې د اوږدوالي په شان د فصل اغېزې وویني.
دوی ته د دې ازمېښت یا تجربې په لړ کې څرګنده شوه چې د جون په میاشت یا د جوزا او سرطان په منځ کې، چې دوبی اوج ته رسېږي، د انسان حافظه او د تمرکز اندازه زیاتېږي خو په ژمي تر ټولو کم حد ته ټیټېږي.
دوی دغه راز معلومه کړې چې د انسان حافظه په مني تر ټولو لوړ حد ته رسېږي خو د پسرلي په لومړیو کې کمېږي.