د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې د نارنج ګل مشاعرې په ترڅ کې نن د وږې په ۶مه سهار مهال د لومړي ځل لپاره میله ترسره شوه .

د دغه میلې د پرانستې پر مهال د ننګرهار والي سیلم خان کندوزي وویل: د لومړي ځل لپاره یې پلان ونیو،چې په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعرې په څنډه کې په رسمي ډول میله هم جوړه کړي .

2هغه زیاته کړه، د دغه میلې جوړېدو څخه یې موخه د ننګرهار او ټولو هېوادوالو په شونډو مسکا خپرول دي او د همدې میلې د جوړېدو له امله یې ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د ننګرهار ولسونو ته مبارکي ورکړه .

2نوموړي هیله څرګنده کړه،چې دغه میله به په راتلوونکي کال کې لا هم غښتلي جوړه شي او په میله کې به د ځوانانو او نور ترڅنګ فامیلونه هم ګډون وکړي،چې په ترڅ کې به د ولسونو په شونډو موسکا جوړېدو په موخه زمینه هم برابره شي .

د دغه میلې په ترڅ کې ګڼ شمېر ممثیلنو له لورې تمثیلونه ترسره شول، د سندرغاړو له لورې ملي او نورې سندرې زمزمه شوې،ملي اتڼونه نندارې ته وړاندې شول، د مېرمنو له لورې جوړ شوي لاسي توکې نندارې ته کېښودل شوي و او همدا راز د ګډونوالو له لورې په نورو خوښیو سره دغه میله ترسره شوه .

ټاکل شوې چې نن د وري په ۶مه له غرمې وروسته د نارنج ګل مشاعره هم ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *