د بدلون اوونیزې سرلیکنه –
د اوبو نړیوالې ورځې (مارچ ۲۲- مه) په مناسبت:
په مرۍ کې دې اوبه ښکاري جانانه
تږي ټول در پسې مړه ښکاري جانان
کاروان
ښایې تاسو له ډېرو دا ډول بې تفاوته او بې احساسه وګړو سره په خپل چاپېریال کې مخ شئ یا هم مخ شوي یاست چې د اوبو نړیوال اهمیت څه چې، په عادي ارزښت هم ور ته قایل نه وي؛ دوی ممکن د اوبو د نړیوالې ورځې په اورېدو او پر دې موضوع پر جدي بحث وخاندي او فکر وکړي چې نور موضوعات لکه ختم شول او د بې مضمونۍ له امله پر اوبو خبرې کيږي مګر د بېخې لږې پوهې خاوندان هم پوهیږي چې اوبه د ژوند تر ټولو مهمترینه ماده ده؛ ساینس پوهان د لمریز نظام په سیارو کې د اوبو په څرک پسې سرګردانه دي، د دوی چې کله هم د مریخ پر مخ سترګې کوم سراب برېښوې نو له واره یې په دغه سیاره کې د ژوند هیلې په زړو کې را زرغونیږي.
د دې مانا دا ده چې که په کوم ځای کې اوبه پیدا شوې نو پوه شئ چې هلته ژوند دی او که دا څرک نه وي لګېدلی نو په نورو ژوند- نښو پسې هم مه ګرځئ ځکه پرته له اوبو د ژوند امکان نشته.
زموږ ځمکه چې ښایسته و ګلورینه، د انسان لپاره یې غېږه لکه د معشوقې له مینې ډکه ده او د ژوندانه د مختلفو رنګو له بېلا بېلو جلوو څخه پر هر ګام سرې و زرغونې پنځوي نو دا ټول د اوبو برکت دی.
اوبه په نړیوالو سیاسي معادلاتو کې د توازون رامنځته کېدو یا له منځه وړو کې اساسي نقش لري او په نړیواله کچه دا بحث ګرم دی چې د نړۍ راتلونکې جدي شخړې به د اوبو پر سر، سر را پورته کوي؛ افغانستان همدا اوس له خپلو شپږو ګاونډیو څخه له پنځو سره د اوبو پر سر پټ و ښکاره جنجالونه لري او د افغانستان د نه ختمېدونکي بحران یو له اساسي عواملو څخه همدا اوبه دي، زموږ ګاونډیان ځکه په افغانستان کې سولې و ثبات ته مخه نه ور کوي چې بیا موږ له دوی سره د نړیوالو حقوقي معیارو پر اساس د اوبو د عادلانه وېش محاسبې ته کښېننو؛ افغانستان په آمو حوزه کې له تاجکستان، په هریرود– مرغاب حوزه کې له ترکمنستان و ایران، په هلمند حوزه کې له ایران او په کابل سیند حوزه کې له پاکستان سره ګډې اوبه لري؛ د پاکستان او ایران خو دا ستراتیژیک فکر دی چې د افغانانو وینې بهول دوی ته زموږ د مفتو او بو له ور بهېدلو سره مستقیماً تناسب لري، یانې څومره چې زموږ وینې ډېرې توییږي نو په هماغه اندازه به دوی ته زموږ خوږې اوبه ډېرې ور ځي.
زموږ هیواد د خوږو او روانو اوبو له مخې په ټوله سیمه کې له بېسارې آبدار فرصت څخه برخمن دی خو له بده مرغه چې په دغه ارزښت مو عام ولس چنداني نه پوهیږي، د اوبو ساتنې او ضایع کېدو مخنیوي ته یې جدي نه دي مثلاً، ډېر ځله لیدل کيږي چې یوه نلکه یا د اوبو پیپ بیځایه بهیږي خو په خلکو کې دا درد و احساس نه وي چې پر دغه ستر زیان یې زړه وسوځي او هغه بند کړي، ډېره بده یې لا دا چې دوی ته اصلاًً دا زیان نه ایسي؛ ډېر وخت د اودانو یا نورو د اوبو ذخیرو نلکې یا شیردانونه څڅیږي او دا په اصل کې ډېره لویه ضایعه ده خو عوام یې په وړاندې ډېر بې تفاوته وي، زموږ د شعور خاوندان باید اول خپلې کورنۍ، نژدې خپلوان او اړیکوال په دې وپوهوي او دا تربیه ور کړي چې د اوبو یوه څاڅکې ته هم په سپکه و نه ګوري، موږ دا متل لرو او ډېر پر ځای دی چې له څاڅکي- څاڅکي څخه دریاب جوړيږي.
بله مهمه دا چې زموږ په دیني ارشاداتو کې هم د اوبو پر ارزښت، ساتنه او اسراف پر مخنیوي سخت ټینګار شوی دی، وایي چې د ډک سیند پر غاړه لا هم په اوداسه کې باید د اوبو اسراف و نه شي او زموږ په سپېڅلي قرآن شریف کې اسراف کوونکي د شیطان وروڼه بلل شوي دي.
پر دې اساس نو زموږ ټول سیاسي، مدني، فرهنګي، ټولنیز، دیني او صنفي بنسټونه باید د اوبو د اهمیت تبلیغ ته د خپلو فعالیتو په سر سر کې ځای ور کړي.
د دولت مسؤلیت خو ځکه تر هر چا لوړ دی چې د دولت وجودي ضرورت همدا دی چې خپل ملت ته ډ پرمختګ او ګټو لپاره سیده لوری ور وښیي، د خپلو ګټو او زیانو په تشخیص او تفکیک یې پوه کړي، له بله اړخه باید د دولتي مسؤلیت او قانوني جبر له مخي د اوبو د مدیریت، مهار، وېش او سمې کارونې لپاره لویې او وړې پروژې طرح و تطبیق کړي، هماغسې لکه څو ورځې مخکې چې ولسمشر اشرف غني چې په دوو بېلابېلو پروګرامو کې د اوبو د اهمیت او کنټرول په باب ضروري یادونې وکړې.
نوموړي د نوروز پر اوله، د کابل په بادام باغ کې د بزګر ورځې په مناسبت د جوړ شوی جشن او زراعتي نندارتون پرانیستنې مهال وویل چې د اوبو د ودې، وېش او لګښت نظام باید سرتاسري شي او د اوبو د ضایع کېدو مخه دې ونیول شي او حکومت به ټولو بزګرو ته د اوبو د عادلانه وېش زمینه برابره کړي.
د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی ډېره مهمه چاره ده ځکه اوس د علمي سیسټم د نشتوالي له امله ۴۵٪ اوبه یوازې کروندو و باغو ته پر لاره ضایع کیږي او د افغانانو لپاره چې تر ۸۰٪ زیات ژوند یې پر زراعت ولاړ دی، تر دې بل لوی زیان نشته.
د تېر کال د حوت پر ۲۳- مه، د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډې ته د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د ۲۹ لویو، منځنیو او کوشنیو اوبو بندو جوړولو د پلان راپور وړاندې کړ او جهمور رئیس وویل چې د بندو جوړولو په څېر د زېربنایي پروژو د عملي کار د پېلولو په موخه به موجودو امکاناتو ته په پام سره لازم تدابیر ونیول شي او په دې برخه کې یې د عملي چوکاټ رامنځته کول مهم وبلل، د ده تر څنګ اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله هم د دغو پروژو اولویت بندي اړینه وګڼله او ټینګار یې وکړ چې موجودو امکاناتو ته په پام سره دې، له ځنډ پرته، د دې پروژو عملي کار پیل شي؛ کمیسیون پریکړه وکړه چې د بندو جوړولو لپاره د مالي سرچینو موندلو سره په یوه وخت کې دې د هغو تدارکاتي پروسه هم پیل شي.
له بده مرغه چې حکومت همېشه ژمنې کوي خو د عملي کېدو درک یې بیا نه وي البته په دې کې هم شک نشته چې افغانستان په یوه داسي اوږده جنګ کې ښکېل دی چې کورني، سیمه اییز او نړیوال اړخونه لري؛ ښه خبره دا ده چې حکومت د مسایلو د تشخیص، فرصتو پېژندنې او لومړیتوبو د شناخت توان لري، که ور سره په عملي اړخ کې هم ځان ثابت کاندي نو د پرمختیا پر خوا د ګام اخیستو لپاره زمینه برابره ده.
دا ډېره د افسوس خبره ده چې افغانستان د خپلو اوبو له سرشارو منابعو څخه یوازې د ۲۵٪ لګښت توان لري او زموږ زیاتره ولسي بدۍ و ناندرۍ، د مرګونو د اوږدو لړیو تر بریده، د اوبو د وېش پر سر را ولاړیږي.
هیله ده چې ولس مو په خپل خیر و شر پوه، ملي وجدان مو ویښ او دولت مو د مسؤلیت احساس وکړي او سیاسي بهیرونه مو پر حکومت د قانوني فشار له لارې د هغوی ژمنو ته د عمل مخه ور کړي.
بدلون اوونيزه/دوهم کال/۱۹/ پرلپسي ۷۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ حمل/۴/ ۱۳۹۵