د بدلون اوونیزې لیډینګ ستوري –

د حمل پر ۲- مه د هلمند والي میرزاخان رحیمي د چارواکو او قومي مشرانو یوې غونډې ته دا ومنله چې تېر کال له ستونزو ډک وو خو په نوی ۱۳۹۵ لمریز کال کې یې له هیلو ډکې خبرې وکړې او ویې ویل چې له لاسه وتلي سیمې به بېرته ونیسي، په دې باب یې نوې پلانونه جوړ کړي، ده دا هم وویل چې مخالفینو غوښتل چې په تېر کال کې هلمند ولایت یو مخ سقوط کړي خو دوی په دې باب د مخالفینو څو لوی پلانونه شنډ کړل.

څېړونکي هم باور څرګندوي چې د کندوز تر سقوط او بیا بېرته د حکومت له خوا د دغه ولایت تر نیولو وروسته ویل کېدل چې د کندوز طالبان پر هلمند را شیوه شوي دي او غواړې په هلمند کې افغان اداره نسکوره کړې، دوی پراخ مزاحمتونه رامنځته کړل، ځینې ولسوالۍ یې سقوط کړې خو افغان امنیتي ځواکونه یې مخ ته کلک ودرېدل او د ټول ولایت د راچپه کېدو چانس یې ور نکړ.

که څه هم حکومتي چارواکي زیاتره مهال د خپلو ژمنو د عملي کېدو په ساحه کې ناکامیږي مګر د هلمند والي نوې ژمنې او د حکومتي ساحې د پراختیا خبرې یې په پرنسیب کې مثبتې، د ولس پر ذوق و ضرورت برابرې دي او ملاتړ یې کيږي او دا چې نوموړي په روان کال کې د برېښنا او کرنې تر څنګ په نورو برخو کې هم د پروژو د پلې کېدو وعده کړې نو د دې نظریې پر اساس چې، خلکو ته په خدماتو رسولو کې ملت حکومت ته نژدې کيږي او له مخالفینو څخه فاصله نیسي، د امنیت امکانات ډېرېږي ځکه ولس چې له هر چا سره وي نو بریا د هغه ده.

په دې کې هم شک نشته چې اوس مهال د هلمند یوه برخه د مخالفینو تر واک لاندې ده خو دا چې مخالفین خلکو ته د خدماتو رسولو نه پلان لري، نه یې ضرورت ویني، نه یې توان لري بلکې یوازنی هدف یې جنګ و تباهي ده؛ دا هغه څه دې چې عام خلک یې نه غواړې ځکه خلک سر پنا، ډوډۍ، مکتب، روغتون، ډاکتر او دوا غواړې او په امن کې باعزته ژوند غواړې خو طالبان دغه هیڅ شی هم نه شي کولای ځکه نو په اتومات شکل ولسونه ځنې بېزاره کيږي.

له بلې خوا چې د حمل پر اوله افغان ځانګړو ځواکو په ګرشک ولسوالي کې د طالبانو پر یوه زندان بریالي عملیات وکړل او ۱۶ تنه بندیان یې روغ– رمټ ځنې را ایله کړل نو د ملي پوځ پر وړتیا یې د خلکو باور نور هم زیات کړ او پر دې یې باوري کړل چې افغان امنیتي ځواکونه د هر ډول بریالیو عملیاتو توان لري خو دا د ټولو له خوا منل شوې نیوکه بیا هم پر ځای پاته ده چې د افغان امنیتي ځواکو په وړتیا کې شک نشته مګر په مشرتابه او مدیریت کې یې جدي مشکلات شته، که افغان حکومت د دغو ستونزو په لیري کولو کې جدي اقدامات وکړې نو په نوې کال کې به یې د امنیتي سیمې په پراختیا کې شک نه وي.

بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۱۹/ پرلپسي ۷۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ حمل/۴/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *