تاند- امریکايي الوتکو په هلمند کې د طالبانو پر مورچو په بمبارۍ کې ۵۰ وسله وال طالبان وژلي دي.

د امریکا پوځ وايي، د طالبانو ترمنځ له مخابراتي مکالمو ورته څرګنده شوه چې په هلمند کې د امریکايي الوتکو د بمباریو په نتیجه کې ۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

امریکا د ۲۰۱۴ م کال له پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو پر ضد مځکني او هوايي عملیات بس کړي خو وروسته له دې چې طالبانو د سولې د خبرو له وړاندیز سره مخالفت اعلان کړ او جګړه یې تېزه کړه، امریکا د هوايي حملو د زیاتولو په باب د خپل پخواني قوماندان جنرال کېمبل پر وړاندیز له سره غور پیل کړی دی.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ په هلمند کې د پولیسو یوه قوماندان عصمت الله دولتزي وویل چې تېره شپه په نادعلي ولسوالي او نن (جمعه) په مارجه ولسوالي کې د طالبانو پر مورچو په بمباریو کې شاوخوا ۱۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دولتزي وویل، په نادعلي کې ۳۰ او د جمعې په ماسيښین په مارجه کې ۷۰ طالبان ووژل شول.

تر دولتزي مخکې د هلمند امنیه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ  په مارجه کې د طالبانو پر مورچو د امریکايي الوتکو د تلفاتو شمېر ۲۲ تنه ښودلی و.

طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي خو ویل کېږي چې دا په وروستیو کې طالبانو ته تر ټولو زیات تلفات دي چې په یو وار وراوړي.

One thought on “د امریکا پوځ وايي، الوتکو یې په هلمند کې په لسګونو طالبان وژلي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *