په کابل کې د اپارتمانونو یوه پروژه

تاند- په کابل کې د نن /جمعې/ په چاودنه کې، چې د مکروریانو په سیمه کې وشوه، یو تن ټپي شو.

دا چاودنه د پلازمېنې په بمي حملو کې له یوه نسبتاً اوږده ځنډه وروسته وشوه.

د کابل مرستیال امنیه قوماندان سالم الماس رویټرز خبري اژانس ته وویل:«چاودنه د هغو چاودېدونکو موادو په اثر وشوه چې په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوي ول.»

ده د زیاتو جزییاتو له څرګندولو پرته یوازې دومره وویل چې په دې پېښه کې یو تن ژوبل شوی دی.

دا ډول بریدونه عموماً وسله وال طالبان کوي خو دې ډلې تراوسه پوري څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *