د سمندر غاړې ته پر شګو د پلونو له خاپو سره فاروق ورو ورو ګام اخیست. پلونه د لمر لویدو لور ته غځیدلي وو. ده به یو ځل د لمر سترګې ته وکتل چې په ډوبیدو وه بیا به یې د سړک خوا څارله.
سړی قاچاقبر ته انتظار و. هغه له ده سره ژمنه کړې وه چې نن شپه به یې یونان ته پورې باسي.
فاروق درې ځلې مخکې هم د سمندر همدې غاړې ته راغلی و، خو قاچاق وړونکي ورته ویلي و چې د پولیسو له ویرې یې سفر ځنډیدلی.
ساعت ته یې وکتل نهو ته دیارلس دقیقې پاتې وې. د موټر د څراغونو رڼا شوه. دی د سړک منځ ته شو، موټر یې څنګ ته ودرید او یوه ډله کسان ترې راښکته شول.
دوی څو ګامه وړاندې پر یوه لوړه وختل، هلته لاندې بیړۍ ولاړه وه. د کښتۍ چلوونکي ماشومانو ته د اوبو د نه ډوبیدو واسکټونه ورواغوستل او له یوه زلمکي یې په انګلیسي پوښتنه وکړه:
- لامبو دې زده ده
هغه سر وخوځاوه. فاروق په انګلیسي جمله سره جوړه کړه او خوله یې راټوله کړه چې ماڼو ته ووایي « د ده هم لامبو نه ده زده» خو ماڼو وزغونځیده او د کښتۍ له لاندې یې یو واسکټ راکش کړ، دې هلک ته یې ورواچاوه.
خلک کښتۍ ته وختل. فاروق ځای پر ځای ولاړ و.
ماڼو ورته وویل:
- ته نه ځې؟
- زما لامبو نه ده زده
ماڼو په لوړ غږ په ترکي څه وویل او چابک چابک د بیړۍ لور ته روان شو.
فاروق انتظار و چې واسکټ به ورته راوړي خو بیړۍ په مړو څراغونو روانه شوه. فاروق موبایل راواخیست. قاچاق وړونکي ته یې زنګ وواهه:
- بیړۍ ولاړه، لامبو مې نه وه زده نو پاتې شوم
- پیسې دې وسوځیدې
- ولې خو تا ویل..
ټیلفون قطع شو. فاروق د بیړۍ لور ته وکتل، بیړۍ په تیاره کې سمه نه ښکاریده او د سمندر د څپو په غږ کې یې غږ ورک شوی و.
پای