دریمه برخه
بودايي ډلې
په عمومي توګه درې ډلې لري:
- ماهایانا (Maha-yana) یعنې لوی څرخ: شمالي ډله ده، چې په چین او جاپان کې شتون لري. دا فرقه یا ډله په چین کې د کنفیوسیوس او لایوتسه او په جاپان کې د شینتو د اعتقاداتو او دودونو سره ګډه شوې ده. یو له هغو ادابو او دودونو څخه چې په سانسکريټ کې ډهیانا (Dhyana) یعنې تأمل بلل کیږي، په چیني ژبه (Chang) او په جاپاني ژبه (Zen) یادیږي.
- هینایانا (Hina-yana) یعنې کوچنی څرخ: جنوبي ډله ده؛ چې په سریلانکا او د اسیا په جنوب ختیځو هیوادونو کې لیدل کیږي. د دغه څرخ پلویان خپل مذهب ته تراوادا (Theravada) یعنې د نیکونو یا مشرانو دین وايي او دیني کتابونه یې په پالي ژبه دي.
- واجریانا (Wajra-yana) یعنې الماسي څرخ: دا ډله په تبت کې ده، دوی بودايي دین د جادو، کهانت او ټوټم پالنې (Totemisme) سره ګډ کړی او پیاوړي تشکیلات یې د ځان لپاره پکې رامنځته کړي دي. دغه مذهب په لاماییزم (Lamaism) باندې هم یادیږي، چې هر رهبر ته یې د دالايي لاما (Dalai lama) لقب ورکول کیږي. جالبه دا ده، چې کله د دغې ډلې مشر مړ کیږي، نو د بل مشر یا رهبر غوره کولو لپاره راهبان پلټنه کوي، تر څو د مړ شوي مشر د مړینې وخت او شېبې سره په برابره او هم مهاله نېټه زېږدېدلی ماشوم ومومي، چې وروسته بیا د هغه ځانګړې پالنه کیږي او د ځانګړې ښوونې تر چتر لاندې روزل کیږي.
بودايي متنونه (لیکنې)
د نظرونو اختلاف پر ځای پرېږدو، راځو هغه ظریف ټکي ته چې ټول بودا پوهان او محققان ورباندې هم اندي دي. دا ټکی په ښکاره ساده او له پامه غورځېدلی دی، خو په اصل کې ډېر مهم، پراخ او روښانه دی.
بودا پوهان په ټوله کې په دې عقیده دي چې: (د بودا دین او عقاید یو څه دي او له دغه دین نه د بودایانو پوهه او درک بل څه! او دغو دواړو بېلو موضوعګانو چې د بودایانو په بېلابېلو تصورونو کې یې ریښه کړې، یوه تر بله هېڅ انطباق نلري).
په دې اړه ځینو بودا پوهانو داسې ویلي:
- اچ. جي. جیننګز: په بودايي لیکنو او اثارو کې هېڅ داسې څه نشته، چې پر تناسخ باندې دلالت ولري.
- ډاکټر پي. ډاکه: بودايي تعالیم او ښوونې معقوله او ښوونیزه بڼه لري، چې له افسانو او اسطورو څخه په فرسنګونو واټن لري.
دا چې د بودا عقاید او تعالیم یو څه دي او بودایان بل څه کوي، دا بېله موضوع ده، اوس راڅو دې ته چې په بودايي دین کې د بودایانو لپاره سپېڅلې لیکنې کومې دي.
له پخوا نه د بودایانو لیکنې پر دوو لویو برخو ویشل شوي دي:
- دارما: په مستقیم ډول د بودايي دین اعتقاداتو او اصولو سره تړاو لري.
- وینایا: د هغو ښوونو او امرونو ټولګه ده، چې په رهباني نظام پورې تړلې ده.
خو راوروسته بیا د بدلون یا تحول په تاریخ کې د دغو لیکنو ټولګه کې دریمه برخه هم زیاتیږي، چې هغه د ابي درما په نوم یادوي. په دې هکله د یادولو ده، چې دا برخه هم ځانته ځانګړنې لري او له مخې یې له هغو نورو بېلېدلی شي. یوه دا چې د وینایا او دارما په پرتله مخینه او لرغونتیا نلري چې له زماني پلوه تر هغو راوروسته تدوین شوې ده او بله دا چې محتوا یې د پرمختللو ښوونو او اصولو سره تړاو مومي.
پرمختللي اصول او ښوونې په دې معنا، چې یو خو د ابي درما ټولګه د خپل وخت سره برابره لیکل شوې او بل هغو بدیعو ټکو او حیرانوونکو رازونو ته اشاره کوي، چې د بودايي پلویانو په عالي تکلارې او سلوک پورې اړه لري.
اوس د همدغو دوو یا درېواړو هرې یوې ټولګې دننه روایتونه هم په دوو اصطلاح ګانو نومول شوي دي:
- سوترا: دا هغه لیکنې دي، چې بودايي مشران او پلویان یې باور لري چې د بودا کلام دی. یعنې لمړنیو کسانو پخپله د بودا له خولې اورېدلي او بیا یې لیکلي دي.
البته یو واقعیت باید له پامه ونه غورځول شي، چې زیاتره سوتراګان د بودا له مړینې، کلونه او پېړۍ راوروسته راټول شوي او لیکل شوي دي. له همدې مخې ډیری سوتراګان چې لیدل شوي یا تر لاسه شوي، نه د لیکوال نوم لري او نه یې هم د لیکلو نېټه څرګنده ده. چې له همدغه امله د بودايي کاهنانو د منلو وړ ونه ګرځېدل او همغه وه چې ورو ورو په بودايي دین کې اختلاف پیدا شو او ورپسې بیا پکې ډلې رامنځته شوې.
- شاسترا: هغو لنډو رسالو ته ویل کیږي، چې معمولاً د لیکوال نوم نلري. په دغو لیکنو کې ډېر غور او دقت شوی، آن تر دې چې تر سوتراګانو هم اصولي او منظمې دي؛ خو جالبه دا ده، چې د شاستراګانو د پیاوړتیا لپاره د مرجع په ډول له سوتراګانو څخه ګټه اخیستل شوې او دا ادعا داسې ثابتیږي، چې په ځینو ځایونو کې یې د سوتراګانو فني او اصلي کلمات، اصطلاحات او عبارات کارولي دي.
د تاریخ روایات او شواهد دا وايي، چې زیاتره بودایان د قلم خاوندان ول او لیکل یې کولی شول، چې د اوږدې مودې (کلونه او پېړۍ) په لړ کې یې د بودايي دین څرګندولو او روښانولو لپاره زیات اثار لیکلي دي. خو د نه پاملرنې له امله له هغو ټولو څخه یوازې څو مختلفې ټوټې (برخې) پاتې دي، چې بودا پوهان او محققان یې هم له ناچارۍ نه د خپلو تحقیقاتو او څېړنو مبنا او اساس ګڼي.
د بودايي دین اصولو او اساساتو تقریباً څلور پېړۍ د بودايي ښوونکو او زده کوونکو تر منځ په شفاهي ډول خپل ژوند وغځاوه او سینه په سینه راتلونکو نسلونو ته ولېږدېدل؛ چې د لېږد دغې لړۍ د بودايي اعتقاداتو او تعالیمو په بقا کې ستر رول لوبولی دی.
په بودايي لیکنو کې وخت او تاریخ هم له سره په پام کې نه دی نیول شوی، له همدغه امله محققانو او څېړونکو ته دا کار غټه ستونزه ګرځېدلې چې په دې اړه بشپړې څېړنې وکړي؛ حال دا چې هندوانو په خپلو اثارو کې وخت او نېټه په سمه توګه په پام کې نیولي او د خپلو لیکنو لرغونوالی او وروسته والی یې تر ډېره روښانه کړی دی؛ چې پر اساس یې د څېړونکو لپاره ډېره اسانتیا رامنځته کړې ده.
د بودایانو دا نه پاملرنه د عقیدوي انګېزې له امله ده، هغوی وايي، چې د ثابت او نه بدلیدونکي حقیقت پر وړاندې تاریخي نښانې او بدلونونه هيڅ ارزښت نلري او اصولاً هېڅ ډول ټاکونکې پدیده نشته.
په دې اړه همدغه د بې پروايۍ عقیده، د دې لامل ګرځېدلې چې پخپله د بودا د پيدایښت نېټه او د ژوند یا عمر په اړه یې کوم روښانه اصل یا روایت شتون نلري او دا هم د یادونې ده، کومې نیټې چې څېړونکو راوړې دي، د هغو بنسټ پر حدس او ګمان ولاړ دی، ځکه خو بودایانو او نورو څېړونکو د بودا د پیدایښت په اړه مختلفې نیټې وړاندې کړي دي. لکه (۸۵۲م مخکې- ۶۵۲م م- ۵۶۳ م م- ۵۶۶م م- ۵۵۲م م او…)، خو کومه نېټه چې زیاته منل شوې، هغه ۵۶۳م م(میلاد مخکې) ده، چې په اکثره ځایونو کې یې ذکر شوی دی.
په دې اړه یوه بله موضوع هم د یادولو وړ ده؛ په بودايي مذهب کې نه کوم راهب او نه کوم بل چا د دې حق درلود، چې د خپلې لیکنې د معرفت لپاره په هغې کې خپل نوم ولیکي. البته یوه لاره وه، هغه هم دا چې د ځانونو لپاره یې څو ټاکلي مستعار نومونه غوره کولی شوای؛ ځکه د هغوی په اصولو کې دا مهمه نه ګڼل کېده چې کومه موضوع چا څرګنده کړې، بلکې غوره دا وه چې کومه لیکنه سمه او ګټوره ده او آیا د بودايي اساساتو سره برابره ده؟
له دغو لیکوالانو نه یوازې د هغو درېوو نامتو لیکوالانو نومونه ذکر کولی شو چې زیات اثار ترې پاتې دي: (اشواګوشا، ناګارجونا، واسوباندو).
هو رښتیا، د ځینو اثارو د تقریبي تاریخ په اړه چې څېړونکو کوم تفکیک او اټکل کړی، په زیات باور سره پر ځای او معقول دی؛ لکه سوتاني پاتا، چې پخوانۍ بودايي رساله بلل شوې ده. دا په دې دلیل ده چې په بشپړه باستاني ژبه لیکل شوې او تراوادنیس رساله چې په اغلب ګمان له هغې راوروسته کښل شوې، په هغې کې د سوتاني پاتا رسالې د یوې برخې تفسیر راوړل شوی دی. نو پر همدغه اساس د څېړونکو استدلال تر ډېره سړی قانع کولی شي.
په دې هکله چینايي ژباړو هم ډېره مرسته کړې او څېړونکي توانېدلي چې له مخې یې د اثارو نېټه اټکل کړي، ځکه چینايي ژباړونکو دا موضوع روښانه کړې، چې کومه رساله چېرته، څنګه او څه وخت (تقریبي) لیکل شوې ده.
په شاته بحث کې چې کومې رسالې یادې شوې، کیدی شي په عمومي ډول دومره شهرت ونلري، خو د دې لپاره چې په بودايي عقیده کې لیکنې سره د هغې لیکوال او نیټې نه ذکر کولو علت روښانه شي او په موضوع پورې اړوند مثالونه راوړل شي، ځکه نو مختلفو سرچینو ته مراجعه شوې، تر څو یوې قانع کوونکې پایلې ته ورسېږو او د همدغو سرچینو په همغږۍ سره خپل بحث راټول کړو.
په پای کې په سیخه دې خبرې ته راځو چې د بودا اخلاق او تعالیم په تري پټکا (درې ټوکرۍ) کتابونو کې چې تر ټولو پخواني دي او په پالي ژبه کښل شوي، راټول شوي دي:
- ونیه پټکا (د روښنايۍ ټوکرۍ)
- سوته پټکا (د وسپنې ټوکرۍ)
- ابي ذمه پټکا (د ښې وسپنې ټوکرۍ)
همدارنګه نورې ټولګې هم لري چې په لاندې ډول یې نومونه را اخلو:
- انګوتارانیکایا
- دیانیکایا
- میجمي ایمانیکایا
- سامي یوتانیکایا
- سوتاني پاتا (پخوانی متن)
- پیتاکا
- یاتاګا
- کنجور او تنجور