د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستانی بلاخره د ملي یوالي حکومت د سیاسي مشرانو فشارونو ته تسلیم شو او خپله استعفاء د ګډ حکومت مشر ته په مېز کېښوده او د هغه په قلم لاسلیک شوه چې له اوږدې مودې ورته په تمه و.
اوس که نورستانی د دې دندې په مقابل کې سفارت مني دا په دې معنی ده چې تر دې دمه مبارزه یې یوازې د متبادلې دندې لپاره وه نه د کمېسیون د حیثیت او خپلواکۍ ساتلو په پار.
سره له دې چې هغه څو ځله ویلي وو، چې له دندې څخه د استعفاء فشارونه پرې زیات دی خو دا چې قانون ورته د ۶ کلو موده ټاکلې له دندې به استعفا ء ونه کړي او راتلونکې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به هم د ده د مدیریت لاندې وشي.
د حکومت اجرایوي مشر عبدالله عبدالله په ګواښوونکې ژبه ویلي وو، چې راتلونکې ټاکنې به د نویوکمېسیونونو د مشرانو له لوري ترسره کېږي او اوسني مشران باید له دندو ګوښه شي څو دوی خپل ټاکنیز اصلاحات پلي کړي.
له دې ښکاره ده چې په ټاکنیز نظام کې اصلاحات د ټاکنو کمېسیونو کمېشنرانو د ګوښه کېدو لپاره یوه بهانه وه او په دې برخه کې د ملي یوالي حکومت مشران خپل هغه هدف ته نږدې شول چې د افغانستان خلک په کې خپله سیاسي راتلونکې د اوس په پرتله څو برابره خرابه ننداره کړي او په دې خاوره کې به نور په سیاستوالو باور ونه شي.
د نورستاني تر استفا وروسته ښایي نور کمېشنران هم خپلې استعفاوې وړاندې کړي او تر څو چې د غوراوي کمېټه ولسمشر ته نوي کمېشنران غوره کوي دغه کمېسیون به د اوږد مهال لپاره د سرپرستانو له لوري اداره شي او د دې احتمال شته چې د ولسي جرګې او ولسوالیو ټاکنې به په هغه نېټه تر سره نه شي چې د ټاکنو کمېسیون اعلان کړې.
د ټاکنو د غوراوي کمېټې هم ویلي ترڅو چې د کمېسیونو نو مشران او کمېشنران له دندو استعفا ونه کړي دوی اصلاحات نه شي راوستلی.
دا په خپل نوعیت کې د ټاکنو په کمېسیونونو د حکومت یو غټ فشار دی چې پیل یې نورستاني وکړ او بله ورځ به د شکایاتونو کمېسیون مشر عبدالستار سعادت هم دغسې یوه پرېکړه واورو چې د هېواد د ثبات او ښې راتلونکې په پلمه خپله استعفا پاڼه د ولسمشر پر مېز کېږدي.
اوس نو هغه وېره په ریښتا بدله شوه چې مونږ له دې امله محسوسوله چې د ټاکنو کمېسونونه باید سیاسي نه شي او خپلواک پاتې شي خو له بده مرغه چې د ملي یوالي حکومت په جوړېدو سره ډیری خپلواکو ادارو خپله خپلواکي له لاسه ورکړه او دغه ډول ادارې د دوو ډلو په منځ کې وویشل شوې چې راتلونکي لپاره یو جدي خطر دی.
د ملي یوالي حکومت مشران که اوس غواړي د هېواد راتلونکې سیاسي ثبات ښه او بنسټیز شي پکار ده چې دغه کمېسیونونه له سیاسي لاس وهنو لرې وساتي.
اوس وېره دا شته چې ښابي د ټاکنو د کمېسیونونو د مشرانو د ټاکلو پر سره ولسمشر او اجرایه رییس یوځل بیا په خپل منځیو جنجالونو کې ښکیل شي او دغه هېواد به په یوه داسې سیاسي انزوا کې ښکیل کړي چې نړۍ به له افغانانو سره خپلې اعلان شوې مرستې وځنډوي او افغانستان به یو ځل بیا تېر تاریخ ته لاړ شي چې خلک ترې بدې خاطرې لري.