مخکې له دې چې په خپل اصلي بحث پيل وکړم، دلته لږ غوندې تم کيږم او په ډير لنډ ډول سره د ډيپلوماسي پر اصلي مفهوم څه نا څه رڼا اچوم.
په سياسي چارو کې هر هغه څه ته، چې يو ديپلومات یې سرته رسوي، ديپلوماسي ويل کيږي. په بل عبارت سره د شخړو د هوارۍ او يا هغه اختلافات چې د يوه يا څو هيوادو تر منځ شتون ولري او يا اساساً د هر ډول رابطې د را ايجادولو په موخه چې د هيوادو تر منځ يې د بحث او مذاکرې پر بنسټ لارې او چارې ورته لټوي، ديپلوماسي ورته ويل کيږی .
افغانستان د خپل حساس ستراتيژيک موقعیت په خاطر په ټوله نولسمه پيړۍ کې د انګريز او روس د يرغل موخه وه. په دې هکله ډيرو پوهانو په لږ توپير سره خپل اندونه وړاندې کړي دي. دلته په لنډ ډول سره ورڅخه يادونه کوم:
اساساً دغه لغات د بيانولو او ورښودولو د يو ځای يا کومې نظامې قطعې چې جګړه د هغه ځايه څخه رهبري کيږي او هغې ادارې نظامې سياست ته هم ويل کيږي چې د سياسي رهبرې د کړنلارې د معنا او مفهوم کې هم ورڅخه کار اخيستل کيږي. دا لغات څه د جګړې او څه د صلحې په وخت کې، هماغه الهام رسوي، ستراتيژي ورته ويل کيږي. استراتيژيکه موخه د يو عمومی پلان ه پلاس کې درلودل، په هره برخه کې څه اقتصادي، سياسي اويا نظامي وي، د دغه لوی پلا ن له پاره د يوې داسې طرحې جوړول او په لاره اچول چې خپلو موخو ته ورسيږي، دغې کړنلارې استرتيژيک هدف ويل کيږی .د زیاتو مالوماتو له پاره وګورئ:(دوکتور: فريخته شمس الدين، واژها واصلاحات سياسي ، حقوقي، چاپ يکم : ۱۳۷۷ ، انتشارات زرين ،بهارشمالي ، شهيد ګارګر ۳۵ ، کد پستي ۱۵۶۳۷ ، ص ۶۲/ ۴۳۱)
د افغانانو او انګريزانو تر منځ کومې خونړۍ جګړې چې پيښې شوي، عمده علت يې د انګريز او روس تر منځ سيالۍ او رقابتونه وو او هر يوه زيار ايستی چې دا د بريتا نوي هند او مرکزي آسيا تر منځ مهم معبر په خپل نفوس کې راولي. سره له دې چې په ۱۸۷۲ م کال « دود ګرچاکف ګرينويل » په هو کړه افغانستان د انګريز د نفوس په ساحه کې په رسميت پيژندل شوي و، خو روسانو بيا هم لاس غزونې کولې او کله کله به يې انګريزان په تشويش کې اچول. د ۱۸۸۰ م کال څخه چې امير عبدالرحمن د افغانستان د حکمران په حيث و پيژندل شوه، دلته د افغانستان په باب د انګريز او روس ديپلوماسي خطر ناکو پولو ته ودريده .
امير عبدالرحمان خان د ګندمګ د تړون په منلو سره ګويټه انګريز ته سپارلي و او انګريز په ډيره چټکې د ګويټې ټوله سيمه په ۱۸۸۳ م کال کې قبضه کړه او يو کال وروسته يې د ګويټې د اورګاډي د لين په تيرولو پيل وکړ . روسانو چې د انګريز دا چټګ يرغل وليد، نو په مرکزي آسيا کې يې بالمثل کار پيل کړ او مرو چې د افغانستان په قبضه کې وه، اشغال کړه او «اوګرانويل» (د انګريزانو خارجه وزير) ته يې په لندن کې د خپل سفير په واسطه دا پيغام ورساوه: «د روس او انګريز سياستمدارانو تل تاکيد کړيدي چې متمدن قدرتونه چې په اړخ کې غير متمدن ګاونډی لري، ډیره مشکله به وي چې د قلمرو د پراختيا څخه لاس لنډ کړي.»
روسان هم پهدې بسنده نه شول او په ۱۸۸۵ م کال کې، هغه مهال چې امير عبدالرحمن خان د هند د وايسرای سره په راولپنډی کې په سياسي مذاکراتو بوخت و، روسانو پنجده ونيوله او درې سوه افغانې عسکر او د هغوي افسران يې قتل کړل او لويه فاجعه يې رامنځ ته کړه، خو د انګريز ناځواني دا و چې افغانستان ته يې وعده ورکړې وه چې روسان به نور پيشقدمې نه کوي، خو کله چې روسانو د پنجده سره پر (پل خاتون) یرغل وکړ، انګريزان وتيښديل او د افغاني عسکرو سره يې هيڅ مرسته ونه کړه، څو افغانان قتل عام شول او چا روسانو ته هيڅ ونه ويل .
انګريزانو په چټکۍ سره په ۱۸۸۶ م کال کې ټول پيشن قبضه کړ او د کوږک د تونل د سوري کولو کاريې پيل کړ، څو په ۱۸۹۱ م کال کې تر دغه تونل څخه ګاډي ووتل. امير عبدالرحمن خان په خپل فرمان د چمن سيمه انګريزته وسپارله، څو هغوی هلته د اورګاډی سټيش جوړ کړي. انګريزانو او روسانو د امير عبدالرحمن خان په دوره کې د افغانستان په جنوب او شمال یرغلونه وکړل او د افغانستان څخه يې ډيرې ټوټې بيلې کړي، د انګريز ترڅپیړې لاندې امير په دا ټولو حالاتوکې د تجاهل يو سياست مخې ته اچولي و او فقط وهلواو شکنجوته يې ادامه ورکوله .
ماخذونه :
عطايې، محمد ابراهيم (اکاډميسن کانديد)، د افغانستان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه، اول چاپ،۱۳۸۰ ل د ميوند خپرندويه ټولنه ، ص ۱۳۳/ ۱۳۴ .
فريخته شمس الدين (دوکتور)، واژه ها و اصلاحات سياسي / حقوقي، چاپ يکم، ۱۳۷۷، انتشارات زرين، ص ۶۲، ۴۳۱