محمد عارف رسولی: د افغانستان د انجنیرانو د انجمن رئیس
(شپږمه برخه)
سریزه
د ادی د افغانستان د ستونزو او فرصتونو د مقالو په لړۍ کې یوه بله مقاله له درنو لوستونکو سره شریکوم. هیله لرم چې ګټوره به وي.
د مارچ ۲۲ امه نیټه د اوبو د نړیوالې ورځې په توګه د ملګرو ملتونو او ټولو غړو هیوادونو لخوا هرکال نمانځل کیږي. په افغانستان کې هم دا ورځ د اوبو او بریښنا د وزارت او کابل پولیتخنیک د پوهنتون لخوا په ګډه د ځینو مرستندویه نړیوالو سازمانو او د ملل متحد په مرسته سږکال په کابل کې په یوه غونډه کې ونمانځل شوه. مسؤلینو او پوهانو پکې په اړوندو مسئلو خبرې وکړې.
ماهم په خپل وار سره د افغانستان د انجنیرانو د انجمن په نمایندګۍ په دغه غونډه کې وینا واوروله. فکر کوم چې زما د یادو خبرو منځپانګه زما د تیرو مقالو له لړۍ سره چې د هیواد د ستونزو او فرصتونو په هکله خپرې شوې دي پوره تړاو لري، نو دادی ما یادو خپلو خبرو ته یوڅه پراختیا ورکړه او دادی د یوې مقالې په بڼه یې له دوستانو سره شریکوم.
ولې د اوبو نړیواله ورځ ونمانځو؟
دا نمانځل د دې لپاره دي چې په نړیواله کچه د اوبو په هکله ننګونو او ستونزو ته د ملتونو، دهغوی د دولتونو، مدني تولنو، اکادیمیکي او علمي نهادونو، رسنیو او په تیره عامه خلکو پاملرنه راجلب شي. همدارنګه، د دې نمانځلو بله موخه داده چې ټول په ګډه د اوبو په اهمیت پوه او له بیځایه ضایع کولو یې ځان وساتو او اوبه د یوه بې بیې، بې ارزښته توکي په توګه نه بلکه د یوه اقتصادي توکي په توګه وپیژنو او ویې کاروو.
همدارنګه، بله هیله داده چې ملتونه او اړوند دولتی او نا دولتي نهادونه یې د اوبو لپاره علمي نوې لید لوري، پالیسي ګانې، ستراتیژیک پلانونه، د عمل لپاره پلانونه او د ښه مدیریت لپاره یې غوره مدیریتي روشونه خپل کړي.
نړیوال بدلونه او ننګونې
زربه په نړۍ کې یو ملیارد انسانان په اوسني نفوس ورزیات شي او د ډېرو زیاتو بیوزلو خلکو د ژوند کچه به لوړه، سړي سر لګښتونه به یې زیات، او منځنۍ طبقې ته به اوچت شي. همدارنګه، به د موټرو شمیر له اوسني یو ملیارډ عرادو څخه دوه ملیارډو ته ورسیږي. د اقلیم بدلون په نړۍ کې چې ټول بشریت یې په لړزه راوستلی دی هغه بله ستونزه ده چې سترې سترې ننګونې به د نړۍ د ملتونو لپاره د مختلفو سیمو او هیوادونو د حالاتو سره سم ولري.
دا ټول څلور او نور ورته ستر نړیوال بدلونونه او ننګونېبه هر یو پخپل وار او هم په ګډه زموږ د ژوند په چاپیریال او طبیعي زیرمو سترې اغیزې وکړي. په نړۍ کې به دا ډېر خلک چې د ژوند کچه یې هم لوړه شوې وي، زیاتې اوبه، غذا، کالي، د استوګنې کور، د انرژۍ مصرف په کور، دفتر، سفر او په نورو کړو وړو کې ولري. داپیښې او دا د لوړې کچې مصرفونه به زموږ د ژوند په چاپیریال، طبیعي زیرمو لکه د اوبو منابع، خاورې، ځنګلونو، د کرنې ځمکو، خوراکي توکو، د څړ ځایونو او نورو به بدې اغیزې وکړي.
د کرنې لا نوره زیاته ځمکه به په کورونو، فابریکو، ښاری سیمو، لویو لارو واوړي. لا نور ځنګلونه به د کرنې لپاره په بیرحمۍ سره د کرنې، د سون د موادو، او د ساختماني کارونو لپاره پرې کیږي، او په پای کې به خورا اړین او مهم ایکولوژیکي سیستمونه له منځه ځي. لانور نفوس به ښارونو ته هجوم راوړي، زیات موټر به نور فوسیلي مواد کاروي او د هوا په کیفیت، چاپیریال او د خلکو په روغتیا به لانوره بده اغیزه کوي.
ښکاره ده چې دا ننګونې به نړیوالې وي خو په خواشینۍ سره د دې ننګونو او سترو پیښو او بدلونونو سترې سترې اغیزې به په بیوزلو ملکونو زیات مرګوني او له پښو غورځوونکي وي. ځکه صنعتي او شتمن هیوادونه زیاته پوهه، تخنیکي وړتیا، اړین کارپوهان او زیرمې لري او د ښو پلانونو په مرسته پورته اغیزې په خپلو خلکو راکمولای شي. خو خوار، بیوزله، شخړو وهلي، او وروسته پاته ملکونه به د دې توان نلري چې دې ننګونو ته ځان ټینګ کړي.
کیدای شي ستر شتمن او صنعتي هیوادونه به د پرمختللي تخنیک په مرسته ځینې داسې کارونه وکړي، چې له پورته ننګونو سره د مقابلې ځینې لارې ترلاسه کړي. خو ویلای شو چې موثریت به یې دومره زیات نه وي، ډېر به ګران او قیمتي وي او هم به ډېر وخت ونیسي. همدارنګه، هڅې به وشي چې دا تخنیکي پوهه بیوزلو هیوادونو ته ورکړل شي ترڅو هغوی هم ورڅخه ګټه واخلي ځکه دا ننګونې یوازې د بیوزلو هیوادونو په سرحدونو کې بندې نه پاته کیږي بلکه نړیوالې اغیزې هم لري. خو ستونزه داده چې، دا نوښتونه به د بیوزلو هیوادونو له شرایطو سره زیات برابر نه وي، دا بیوزله هیوادونه به دا اسانتیاوې نشي پیرودلای، تخنیکي پوهه او زیربنا به یې نلري، مالي، تخنیکي او نورې راز راز ستونزې به هغوی ته له دې نوو تخنیکونو څخه ګټه اخیستنه ګرانه کوي.
پورته نړیوالې ننګونې او د اوبو زیرمې
داقلیم بدلون به کیدای شي په زیاتو سیمو کې واورې کمې کړي او که په غرونو کې واوره هم اوري نو زر او د پسرلي په لمړیو ورځو کېبه د سیلاوونو په توګه رابهیږي او سترې ورانۍ به رامنځته کوي. دا به د تیر وخت په خلاف وي چې واوره به کراره کراره ویلې کیده، باران به هم په کراره اوریده، هغه به بیاپه هغه ځمکه چې ښه نباتي فرش، ځنګلونو او بوټو به یې مخ پوښلی و ښه جذبیدل او د ځمکې لاندې اوبه به یې زیاتولې. همدارنګه، دا ډول واورې او باران به بیا د سیندونو، ویالو، او چینو په توګه له لوړو ځمکو و کښته لوري تهد کرنې د اړتیا تر موسمونو پورې بهیدې او زیات دوام به یې کاوه.
د اقلیم بدلون به وچ او تاوده موسمونه لانور وچ، اوږده او تاوده کړي. اوبه چې په طبیعت کې ثابتې دي په لږ وخت کې به په چټکۍ سره د طوفان او تیزو بارانونو په توګه راکوزیږي. دا به په خپل وار سر لا نور ستر او زر زر سیلاوونه رامنځته کوي، د کرنې ځمکې، کورونه، لویې لارې او نور به ورانوي. خو د کرنې د اړتیا په موسمونو کې او د نورو اړتیاوو لپاره به اوبه لانورې کمې وي. دا ستونزې به له بده مرغه هرکال یا لږ ترلږه د نړۍ په زیاتو ځایونو کې تر پخوا زر زر تکراریږي. د اوسنیو موسمونو سره چې موږ آشنا یو، زموږ د ژوند، کرنه، اقتصادي سیستمونه او کلتور مو ورسره عادت لري بدلونونه به پکې راځي، د بارانونو وخت، د باران تیزوالی، د هوا تودوخي او وخت به له اوسني حالت څخه توپیر لري، او د اوږدې مودې وړاندوینه به ېې ستونزمنه وي او تل به بدلون پکې راځي. دا به د ځان عیارولو او پلان کولو لپاره سترې ننګونې رامنځته کوي.
ګورو چې کرنه، مالداري، په ښار اوکلي کې د څښلو اوبه، د کانالیزسیون او نورو کورنیو او ښاري خدمتونو د مصرفونو لپاره، د صنعت، د انرژۍ د تولید، د ایکولوژیکي او د چاپیریال د مصارفو او نورو لپاره د اوبو زیرموته اړتیا ده. نو ځکه په نړۍ کې د ملتونو اقتصاد په زیاتو سکتورونو کې، د نړۍ د نفوسو د زیاتو خلکو معیشت، رزق او روزی هم په اوبه ولاړ دي.نو ځکه دا پورته یاد شوې ننګونې او نوي نړیوال بدلونونه به د ټولې نړۍ په کچه د اوبو په زیرمو، او هغه به پخپل وار سره د ملتونو په اقتصاد او د هغوی د خلکو په معیشت او ژوند بدې اغیزې وکړي.
لکه چې په تیرو لسیزو کې د انرژۍ ، تیلو او غازو په سر د ملتونو په منځ کې سیالۍ، د ستراتیژیکو ګټو د ساتلو کشمکشونه او نور د خوارو ملکونو لپاره درانه پریوتي دی. همدارنګه، د اوبو په سر به هم د نورو ملتونو په چاروکې لاسوهنې، نړیوالې او سیمه ایزې سیالۍ او د ګاونډیانو ترمنځ ناندرۍ به د هغوي اړیکې لانورې هم تر فشار لاندې راولي.
د افغانستان د اوبو زیرمې او پورته ننګونې
د نړۍ ملتونه ټول اړ دي چې له پورته ننګونو سره په هوښیارۍ او عقلانیت مقابله وکړي. ډېرو ملکونو نن سبا پورته ننګونو ته ښې تیارۍ نیولې. هغوی د ځان عیارولو (Adaptation) ، او د خسارو او ناسمو شرایطو د سمولو او جبران کولو (Mitigation) علمي پروګرامونه جوړ کړي دي او لګیا دي نور یې هم بډای کوي. د دریمې نړۍ زیاتو هیوادونو هم هلې ځلې کوي چې ورته پوهه او تخنیک لاسته راوړي، ترڅو ورته پروګرامونه جوړ او پلي کړي. زموږ ملت او دولت باید له درانه خوبه راویښ شي او ځان د لانورو ننګونو لپاره تیار کړي.
پورته یادې نړیوالې ننګونې به په افغانستان باندې چې یو شخړو وهلی، بیوزله او د تخنیکي اړخه یو وروسته پاته هیواد دی هم بدې اغیزې وکړي. نو که په پوره عقلانیت او په ملي جذبه کار ونه کړو،اړینه علمي او تخنیکي پوهه ترلاسه نکړو، پورته بدلونونه به زموږ د اوبو په زیرمو، زموږ په اړوندو سکتورونو او د خلکو په معیشت او ملي اقتصادبه نه جبیره کیدونکې اغیزې وکړي.
زموږ ګران هیواد افغانستان چې له ځایه هم د اقلیمي نظره په وچه کې پروت هیواد دی، هر څو کلونه ورباندې وچکالي راځي، زموږ کرنه ترډېره په خړوبولو او ابیارۍ پورې تړاو لري، اوبه مو تر ډېره د واورو او باران له ویلې کیدو پیدا کیږي،د اوبو د ذخیره کولو ډېره کمه زیربنا او امکانات لرو. له بلې خوا زموږ د هیواد د نفوسو د لوړتیا کچه د نړۍ د هیوادونو په سر کې راځي، ښاري پراختیا، صنعتی کیدل، د وسایطو او موټرو زیاتوالی، د قوانینو او مقرراتو نه پلي کیدل، کمزورې حکومتولي او نور زموږ هیواد د پورته یاد شوو بدلونونو په وړاندې تر نورو هیوادونو زیات د خطر سره مخامخ کوي.
که څه هم افغانستان په کال کې سړي سر ۲۲۸۰ متر مکعبه اوبه لري، چې د هغو ملکونو په ډله کې نه یو چې لږ اوبه لرو خو زموږ ستونزې د اوبو د وخت او ځای له کبله د اوبو په ویش کې ده. هغه داچې دا اوبه د کال په هغو موسمونو کې زیاتې وي چې د کرنې وخت نه وي. لکه په ژمي او د پسرلي په لمړیو وختونو کې چې کرنه اوبو ته اړتیا نلري خو باران بیا زیات وي. همدارنګه، زموږ د هیواد په هغو سیمو کې چې د کرنې زیاتې ځمکې شته بیا اوبه هلته کمې دي. همدارنګه، افغانستان په نړۍ کې د سړي سرپه کال کې د ۱۵۰ متره مکعبه اوبو د ذخیرې په وړتیا سره په سیمه او ان په نړۍ که خورا ټیټ ځای لري.
زموږ د هیواد او د نړیوالو دریایي حوضو په لوړه خوا کې موقعیت لري، زموږ له هیواد څخه نورو ملکونو ته سیندونه بهیږي. که موږ غواړو چې له خپلو دې سیندونو څخه ګټه واخلو، ذخیرې او بندونه ورباندې جوړ کړو نو د دې کار لپاره باید له نړیوالو تمویل کوونکو موسسو او دولتونو مرسته ترلاسه کړو ځکه موږ اوس نه دا تخنیکي پوهه لرو او نه یې مالي امکانات لرو. نو اړینه ده چې لمړی د بندونو جوړولو وړتیاوې په خپلو نهادونو کې لکه د پروژو هراړخیزه ارزونه د ټولنیزو، محیط زیستي، اقتصادي، هایدرولوجیکي، هایدروجیولوجیکي، جیو فیزیکي، او نورو په اړه زیات کړو او هم په نړیوالو قوانینو کې ښه کارپوهان ولرو چې له هغو ګاونډیانو سره چې د مذاکراتو اړتیا وي د خپل هیواد له ګټو په هوښیارۍ ننګه وکړو. لکه چې زموږ هیواد څو لسیزې پخوا له ایران سره د هلمند سیند د اوبو څخه د ګټې اخیستنې په څرنګوالي یوه لړۍ مذاکرې کړې وې او یوې موافقې ته هم رسیدلي و.
که موږ غواړو چې د اوبو په سکتور کې په راز راز مسئلو کې اړینه وړتیا ترلاسه کړو. دا کار یوازې په یوه یا څو وزراتونو نه ترسره کیږي. اړتیا ده چېموږ په خپلو پوهنتونو کې داسې پروګرامونه، تطبیقي څیړنې، له وزارتونو سره د ګډ کار وړتیا او کلتور رامنځته کړو.باید خصوصي سکتور د دولت په مرسته زر داسې څیړنیز سازمانونه رامنځته کړي چې له دولت او اکادیمیکي نهادونو سره یو ځای کار وکړي، د ستراتیژیکی څیړنو شته مرکزونه قوي او نور رامنځته شي او له نورو سره کار وکړي. همدرانګه، اړینه ده چې دولت و مسلکي انجمنونو او مدني ټولنو ته لاس ورکړي چې د دولت پالیسۍ ګانې، په راتلونکي کې د پوهنتونو او د سکتور خصوصي د کارپوهانو د څیړنو په مرسته خلق شوې پوهه له اړوندو مسلکي کسانو سره د هغوی د کار په ساحه کې شریکه کړي او ټول په ګډه دا تشه ډکه کړي. که داسې ونکړو نو د نورو ډېرو کلونو لپاره به له موږ سره کوم نړیوال نهاد مرسته نه کوي او نه به موږ په خپله دا کار کولای شو.
اړتیا وړ اوبه او مدیریت یې
د اوبو بندونه او ذخیرې — باید زموږ هیواد د اوبو د ذخیره کولو وړتیا زیاته کړي. بندونه جوړ کړي. موږ باید د بندونو جوړولو، مصؤنیت، ترمیم او ساتلو وړتیا مو زیاته کړو. باید اړین قوانین او مقررات رامنځته او په کلکه پلي کړو.
د اوبو ذخیره کولو یوه بله او لا مهمه طریقه داده چې اوبه په همغه نقطه کې چې په ځمکه د باران او واورې په توګه راکوزېږي د زیات جذب لاره اواره شي. هغه داسې چې له هغه نقطې یې د وتو وخت زیات، او د جذب شرایط یې اسانه کړو. په بل عبارت، د دې لپاره چې په ځمکه کې د زیاتو اوبو د جذب لپاره لاره اواره شي، موږ باید د ځمکې نباتي فرش، د خاورې عضوی مواد،او د خاورې ګل له ضایع کیدو وساتو. دا کار یوازې د ځنګلونو او بوټو په ساتلو او زیاتولو، څړیدونکو مالونو او د څړ ځایونو ترمنځ د سم انډول په رامنځته کولو، د څړ ځایونو په سم مدیریت، د للمیو د کرلو په سموالي او ښه مدیریت کولای شو چې دا کار ښه وکړو.
د ځمکې د لاندې اوبه باید سمې مدیریت شي — د ځمکې لاندې اوبه زموږ په ښارونو او کلو کې د څښلو یوازنۍ منبع ده. همدارنګه، د کرنې لپاره هم زیات خلک ورباندې تکیه کوي. نو اړینه ده چې د ځمکې لاندې اوبو د سم مدیریت لپاره لمړی په ټول هیواد کې په تیره بیا په ښارونو کې هغه په علمي توګه وارزول شي او یو سم ستراتیژیک پلان او اړونده پالیسي ګانې ورته جوړې شي. باید قوانین او مقررات یې اصلاح او په کلکه پلي شي.
باید په نوې تکنالوژۍ سره یې آنلاین نقشې جوړې شي چې هر وخت په اسانۍ سره وڅارل شي، ترڅو تل پته وي چې په کومه ساحه کې تر ځمکې لاندې اوبه څو متره ژورې دي، څه بدلون پکې راځي، کیفیت یې څنګه دی، کوم ملوث کوونکی مواد پکې شته او د ځمکې د سر په کومو فعالیتونو باندې ککړې کیږي او څنګه یې باید مخه ونیسو. څرنګه چې ترځمکې لاندې اوبه زیاتې مصرفیږي، ککړې کیږي او د ځمکې له مخه د اوبو د بیا ورتلو چانسونه یې ورځ تربلې کمیږي، نو اړینه ده چې د بیا چارج کولو لپاره یې هم کار وشي.
د اوبو د تقاضا مدیریت — که د اوبو په عرضه باندې هرڅومره زیات لګښتونه وشي، خو تقاضا یې له پامه وغورځول شي نا بیا موږ نشو بریالي کیدای ځکه چې اوبه په طبیعت کې کمې دي او زموږ اړتیاوې خورا زیاتې دي. پورته بدلونونو ته په کتو سره ښکاره ده چې د اوبو د تقاضا مدیریت به په راتلونکي کې خورا مهم شي. اړتیا ده چې د اوبو لپاره په غوښتنه کې د اوبو له کمښت سره انډول راشي. باید اوبه په راتلونکي وخت کې خوشې او بې بیې نه بلکه د قیمت په مقابل کې خلکو ته ورکړل شي تر څو له یوې خوا یې خلک په احتیاط وکاروي، او له راټول شوو پیسو د اوبو په ښه مدیریت کار واخیستل شي. په دې تر ډېره اوس هم په ډېرو ملکونو کې عمل کیږي. خلک باید پرینښودل شي، چې زیاتې بې بیې اوبه چې یو عامه او اقتصادي توکی دی په بیرحمانه توګه مصرف او ضایع کړي. په دې هکله عامه پوهاوی باید زیات شي. باید داسې پالیسۍ غوره شي چې د خلکو د اوبو زیات مصرف کوونکي عادتونه تنظیم او اداره کړي. دا په غیر اړینو او تجملي شیانو کې لکه د موټرو زیات مینځلو، د سترو زینتي چمنونو په زیاتو اوبولو، په صنعت کې د بیځایه اوبو مصرفولو، په کرنه کې د بې پروا اوبو لګښتونه او نورو کې سمون غواړي او په تیري کوونکو د زیاتې مالیې او ټکس د لګولو له لارې سمیږي. دا قوانین او مقررات اوس هم د امریکا په ځینو ایالتونو کې چې اوبه کمې دي لکه د کلیفورنیا په ایالت کې په دقت سره پلي کیږي.
د اوبو ساتنه– د ضایعاتو کمښت، د اوبو څخه د ګټې اخیستنې موثریت او نور هم خورا مهم دي. موږ د کښتونو په خړوبولو کې کولای شو چې د اوبو بیځایه زیات لګښت کم او له منځه یوسو. دا کار موږ د کرل شوو ځمکو د لیول کولو، د ویالو د پخولو او د ضایعاتو د مخنیوي په مټ کولای شو. همدارنګه، باید د کښت د خړوبولو په سمو روشونو ځان پوه کړو، لکه کله کښت اوبه کړو، څنګه یې اوبه کړو، کوم میتود به ګټور وی او نورو باندې باید ځان پوه کړو.
باید په کښت کې رنګارنګي شتون ولري. په دې مانا چې په ټوله کرونده کې باید یو ډول کښت ونه کرل شي. باید د یوه منظم مهال ویش له مخې د اوبو د مصرف او ګټورتیا له مخې وخت ورکړل شي. که ټول خلک داسې فصل وکري چې زیاتې اوبه غواړي، که څه هم ګته به یې زیاته وي خو اوبه به نه ورته رسیږي. نو باید په مهال ویش کې داسې کښت هم وي چې کمې اوبه غواړي.
د اوبو هراړخیز مدیریت
د اوبو هر اړخیزه وده، مدیریت او انکشاف (Integrated Water Resources Management or IWRM) هم خورا مهم دی د ملتونو لپاره چې له پورته یاد شوو ننګونو سره مقابله وکړي. د دې لپاراړینه ده چې لاندې مدیریتي میتودونه ټول په ګډه وکارول شي.
د اوبو د زیرمو مدیریت د تولې دریایي حوضې په کچه. دا اړینه ده چې د اوبو د زیرمو اړتیا ته د دریایي حوضې په ټولو سیمو او سکتورونو کې او د هغوی نسبي ګټو ته پوره پاملرنه وشي. ولیدل شي چې د سکتورونو تر منځ څه ډول د اوبو ویش به د ملک لپاره زیاته ګټه وکړي. د دریایي حوضې د ټولو سیمو او سکتورونو لکه، د څښلو، کرنې، د ایکالوژیکي اړتیاوو، د انرژۍ د تولید، د صنعت، په ښاري خدمتونو او نورو لپاره په یوه وار او یو ځای باید اړین پلانونه جوړ او پلي شي.
که د مختلفو سکتورونو لپاره په جلا وختونو کې پلانونه او پروژې جوړې شي کیدای شي چې د نورو سکتورونو اړتیاوې له پامه وغورځول شي. کیدای شي په بل سکتور کې د ملت خورا زیاتې ګټې له لاسه ورکړو. د مثال په توګه که موږ د بریښنا د تولید لپاره بند جوړوو نو باید ښه وارزول شي چې د انرژۍ د تولید لپاره څومره لوړوالي ته اړتیا شته، ایا موږ له یو څه زیاتې انرژۍ زیاته ګټه په لاس راوړو که د کښتونو په خړوبولو کې، ایا موږ د څښلو لپاره بله لاره لرو او که نه، نو اړینه ده چې د ټولو سکتورونو په منځ کې اړین انډول رامنځته شي او دا یوازې په ګډ پلان کې شونی کیدای شي.
د اوبو د زیرمو په مدیریت کې د دریایي حوضې یا واټرشید د پورته او کښته خواوو لپاره ګډ پلان داسې جوړول اړین دي چې ټوله ګټه یې تر نورو انتخابونو زیاته وي او د کومې خوا زیات محرومیت هم پکې نه وي. که یوازې د پورته او یا کښته ساحې لپاره پلان جلا پلان جوړ او پلی شي او د بلې خوا اړتیاوې په نظر کې ونه نیول شي نو کیدای شي چې ګټه به یې کمه، ټولنیزې ستونزې په را ولاړې کړي.
د ځمکې په سر او د ځمکې د لاندې اوبو د زیرمو هراړخیز او ګډ مدیریت. د اوبو زیرمې هلته په سمه توګه مدیریت کیدای شي چې دواړه سطحي او ترځمکې لاندې اوبه یو ځای په نظر کې ونیول شي. یوځای ورته پلان جوړ شي، د یوې خوا څخه د ګټې اخیستلو اغیزه په بله خوا هم مالومه او په نظر کې ونیول شي. کله چې موږ غواړو کوم پلان ورته جوړ کړو، د کیفیت د خرابیدو مخه یې ونیسو نو هغه بله خوا له پامه نشو غورځولای او باید ګډ پلان ورته جوړ او پلی شي.
د اوبو د زیرمو مدیرت د استفاده کوونکو او ګته اخیستونکو په کچه. دا هم اړینه ده چې د پلان کولو، د متبادلو پلانونو او پروژو د اغیزو د ارزولو، د پروګرامونو او پروژو دپلي کولو په وخت باید له ټولو اړوندو ذیعلاقه خواوو سره مشوره وشي او نظرونه یې په پام کې ونیول شي.
پایله او سپارښتنه
داپورته کارونه هلته موږ کولای شو چې ټول اړونده دولتي او نادولتي ادارې، اکادیمیکي نهادونه،د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونه، مسلکی انجمنونه، د خصوصي سکتور سازمانونه او نور باید په ګډه د یوه ښه ملي دولتی لید لوري او ستراتیژیک پلان له مخې یو بل ته لاسونه ورکړي ترڅو زموږ ګران هیواد پورته یاد شوو اوسنیو او راتلونکو ننګونو ته سم چمتو کړي.