د ادبیاتو په اړه بېلابېل تعریفونه موجود دي او هر چا له خپلې اخیستنې او برداشت سره سم تعریفونه وړاندې کړي، چې یو ساده او تر نورو یو څه اسانه تعریف يې دا دی: “ادب بس ژبه ده، د ژبې هنر دی او هره خبره، که د طب، فلسفې، ارواپوهنې، تصوف، ریاضي او… په اړه وي، رانغاړلی شي، خو چې ژبه يې ادبي وي او ادبي ارزښت ولري.
یعنې هره وینا/خبره/ کلام چې هنري ارزښت ولري، ادب باله شي.”(۱)
د ښکلي په پورتني تعریف کې وینو، وايي هره وینا چې هنري ارزښت ولري، ادب باله شي، خو ایا دغه تعریف موږ ته د ادب ټولې معناوې را رسولی شي او ایا په دې تعریف بسنده کېدلی شو، ځکه ما پورته وویل، چې دا تر ټولو ساده او عام تعریف دی، په داسې حال کې چې د ادب په اړه داسې تعریفونه هم شته: “هره هغه وینا، چې لیکلې وي او یا (شفاهي)، نظم وي که نثر، خو چې هنري ارزښت ولري، ادب بلل کېږي.”. (۲)
یا : “P ادب په عربي کې زیرکۍ، پوهې او د څه څیز د اندازې ساتلو ته وايي.
P ادب هغو معلوماتو ته وايي، چې له کتابونو څخه ترلاسه کېږي. (ډسکودس).
P د لایقو ښځو او سړیو لیکلي احساسات او خیالات په داسې رنګ څرګندولو ته وايي، چې لوستونکی ترې نه خوند واخلي. (بروک)
Pپه ادب کې منطقي رښتیا خو نه وي، ولې ادبي صداقت په کې وي. (ارستو).
P قدرت چې انسان ته کوم دایمي څیزونه ورکړي دي د هغو څرګندونه لطیف ادب دی. (میاکن).
P ادب د انساني ژوند تفسیر دی. (آرنولډ)
P ادب د انسان هغه هڅه ده، چې انسان يې په وسیله د خپلو تېروتنو تلافي کوله. (امرسن). ” (۳)
خو استاد رښتین، چې له عربي ژبې او ادب سره اشنا څېړونکی دی د ادب په اړه داسې وايي: “ادب د عربو په لغت کې د پوهې، زیرکۍ، بلنې او د هر شي د اندازې د ساتلو په معناوو راغلی دی او په اصطلاح کې ادب پر دوه ډوله دی، یو نفسي ادب، چې اخلاقي فضیلت او ښېګړې ته وايي او بل داسې ادب دی، چې له دې څخه مطلب په ښه طریقه ویل او لیکل او خپل مطلب ښکاره کول دي”. (۴)
د پوهاند رښتین د خبرو پر اساس د پوهنمل اجمل ښکلي خبره او تعریف یو څه وزن پیدا کوي او دې نتیجې ته پرې رسېدلی شو، چې ادب یوازې د هنري مسایلو لیکلو ته نه وايي، بلکې یو مطلب په ښه طریقه لیکل او بیانول ادب دی، دغه مطلب کیدلای شي د ادب په اړه وي او کېدلای شي، چې د بلې موضوع په اړه، خو چې ژبه يې ادبي وي، نو ادب دی، خو بیا هم پوښتنه پیدا کېږي، چې ایا ادب په رښتیا له عربي ژبې څخه راغلی او که نه موږ يې په عربو پورې تړو؟
په ځوانو او معاصرو لیکوالو کې تیوري پرداز لیکوال اسدالله غضنفر د ادب له دغه ډول تعریف او پیوستون سره همغږی نه دی او هغه ادب له عربي ژبې څخه اخیستل شوی نه بولي، بلکې وايي: زموږ په ژبو کې د (ادبیات) کلمه پخوا نه وه، ډېر امکان شته، چې دا کلمه په وروستیو پېړیو کې له اروپايي ژبو سره د بلدتیا او له هغو ژبو څخه د ژباړې په نتیجه کې جوړه شوې وي.
د غضنفر په وینا د ادب کلمه له عربي نه، بلکې له اروپايي ژبو څخه پښتو ژبې ته راغلې او دا چې د (ات) روستاړی يې اخیستی؛ نو موږ ډېرې داسې پښتو او یا عربي مروجې کلمې لرو، چې اوس پښتو شوي، چې د (ات) روستاړي لري، لکه، مشکل/ مشکلات، موضوع/ موضوعات، ریاضي/ ریاضیات، ادب / ادبیات او یوازې د (ات) روستاړي له مخې موږ دغه کلمې عربي بللای نه شو. (۵)
زما په نظر دغه منطق تر ډېره سم دی او موږ یوازې د عربي روستاړو له مخې دغه کلمه عربي کولی نه شو، ځکه که چېرې موږ د یونان ادبیات له نظره تېر کړو او د هغه تاریخي قدامت په نظر کې ونیسو، نو دې نتیجې ته رسېږو، چې د روشنفکرۍ دورې یا رنسانس دورې ادبیات په حقیقت کې له هماغه ځایه پیل شوي، ځکه د عربو ادبیات خو تر دغه وخت پورې په جهالت او د وژنو په ستاینو مصروف وو او د تمدن لپاره يې هیڅ هم په خپله لمن کې نه لرل، خو که پښتو ژبې ته يې د راتګ بهیر وګورو بیا په خپلې همدغې خبرې هم څه نا څه شک پیدا کوو او خپلې خبرې راته د تأمل وړ ښکاري.
زه وایم که بنیاد يې له هره ځایه وي ـ وي به، که له یونانه وي او که د هومر له ایلیاد او اودیسې څخه، خو هغه څه چې د اوس لپاره موږ ته اړین دي هغه د ادبیاتو کارونه ده، چې د کوم مسلک لپاره يې په څه ډول کارو؟
زما په نظر د ادبیاتو یوازې ادب د ادب لپاره اصطلاح کارول سمه خبره نه ده، بلکې ادب باید د ژوند لپاره وي او چې کله دا عقیده منو، نو بیا ادب د هر مسلک لپاره دی او په هر مسلک کې ادبیات رغنده رول لرلی شي او په اصطلاح ویلی شو، ادبیات هغه پوښ یا قالب دی، چې د هر علم او فن په چوکاټ کې ځان جوړولی شي او هغې ته رنګ او ښکلا ورکولی شي، چې دغه خبره د جګړې او جګړې ضد په برخه کې هم د تطبیق وړ ده.
په دې معنا موږ چې کله د جګړې ضد ادبیات وایو، نو موخه مو د سولې ادبیات نه وي، ځکه د سولې ادبیات یو بحث دی او د جګړې ضد ادبیات بله مسئله ده.
د سولې په ادبیاتو کې موږ ډېر ځله د سولې په ارزښت، اهمیت او ښېګڼو خبرې کوو او د یوې ټولنې وده او پرمختګ په کې ګورو، چې څومره مثبت بدلون په کې کولی شي، خو کله چې د جګړې ضد ادبیاتو اصطلاح کاروو، نو په حقیقت کې د جنګ و جګړو اضرار بیانوو او د جګړو هغو ناخوالو او نارساییو ته ځیرنه کوو، چې له بده مرغه انسان او په ځانګړې توګه افغان انسان ورسره مخامخ دی او له امله يې هر څه ترې تروړلي دي او لا يې هم تروړي، نو چې کله دغه بحث رامنځته کېږي د دې اړتیا هم لیدل کېږي، چې د پښتو ژبې د جګړې ضد ادبیاتو د پیلامې په اړه څه نا څه اشاره ولرو، چې کله پیل او د کومو لاملونو له مخې پیل شول؟
شاید ځینې څېړونکي يې تاریخي پسمنظر تر اسلام وړاندې دورې پورې ورسوي او په اړه يې ژوندي مثالونه وړاندې کړي، چې زما په نظر همداسې هم ده او تر اسلام وړاندې هم موږ د جګړې ضد ادبیاتو په اړه مثالونه لرو، خو زما له هغو مسایلو سره ډېر کار نه شته او هغه کار د یوې رسالې په توګه څېړل غواړي، خو زه چې په کومې دورې بحث کول غواړم، هغه د پښتو ژبې مکتوبي ادبیات دي او دا مکتوبي ادبیات معمولاً د امیر کروړ له مهاله پیلېږي، په دې معنا که موږ دغې مسئلې ته دقیقه ځیرنه وکړو، نو د امیر کروړ په ویاړنه کې يې هم لږو ډېرې نښې وینو، خو دغه نښې ایا د جګړې په ضد دي او که د جګړې په ګټه؟
پر مرو زما غشي لوني ډاري دښن راڅخه
د هریوا لرود پر څنډو ځم تښتي پلن راڅخه
رپي زړن راڅخه
له ما اتل نسته (۶)
په دې ویاړنه کې ګورو، چې د امیر پولاد زوی د ځان پر اتلولۍ او مېړانې خبرې کوي او دومره جذباتي خبرې کوي، چې آن د جګړې ضد ادبیاتو پر ځای د جګړې ادبیات يې تخلیق کړي او دا يې جوته کړې، چې ادبیات په دې اړخ کې هم د پنځېدلو وړ دي، خو مخکې ما دا خبره روښانه کړه، چې ادبیات په هر قالب کې ځان جوړولی شي اړتیا نه شته، چې موږ يې لمن له یو شي او بل شي څخه ډکه کړو، خو ایا وېړه لمن ټول عمر باید له جګړې څخه ډکه شي او زموږ د ټولنې ذهن باید جنګي وي؟
متواتره جګړه نه یوازې بدمرغي زېږوي، بلکې روغ انسانان هم په رواني ناروغۍ اخته کوي او رواني ناروغۍ لپاره ښه درملنه، نه خبرې کول او یا هم په زنځیرونو تړل دي، چې له بده مرغه دغه ډول ادبیات هم ټولنه په زنځیرونو تړي، نو ځکه د جګړې ضد ادبیاتو اړتیا په هر وخت کې شته، خو د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتلو سره ډېره محسوسېږي.
زه چې د جګړې ضد ادبیاتو پر کومې دورې خبرې کول غواړم دقیقاً هغه همدا مهال دی او له پخوانیو هغو راتېرېږم، په دې کې که د امیر کروړ له ویاړنې راتېر شو او بیا د شیخ اسعد سوري او داسې نورو شاعرانو شعرونه ټول یو یو له نظره تېر کړو، نو شونې ده، چې د جګړې ضد ادبیاتو په اړه په کې ځینې خبرې پیدا هم کړای شو او په زړه پورې به هم وي، خو ایا د ننني شعر او پخواني شعر لطافت او هنري تومنه یو شی دی او که توپیر لري؟
که چېرې ځواب نه وي، نو بیا هم د ادبپوهانو له نیوکو سره مخامخېږو او که چېرې ځواب هو او مثبت وي، نو بیا اړتیا نه شته، چې په دې خبرې سر خوږ کړو، چې پخواني اشعار څنګه وو، څه ډول معنوي توپیرونه يې لرل او کومه کلیشه څنګه کارېدله او کوم سېمبول په کوم شکل، ځکه دا بیا د ادبیاتو د تیوریسنانو کار دی، چې کومې ځانګړنې يې په کوم شکل مومي او توپیرونه يې له کوم اړخه څېړي او که موږ خپله ټوله پاملرنه همدغه ټکي ته ځیر کول غواړو، نو بیا کوم سرلیک مو، چې د خپلې موضوع لپاره ټاکلی باید ترې را په شا شو او همدغه موضوع را وڅېړو.
خو زما خبره په معاصرو ادبیاتو کې ده، چې هلته د جګړې ضد ادبیاتو پېژندنه او پیلامه ده. په دې وروستیو کې دا موضوع یو څه ګرمه او د پاملرنې وړ هم ده، په دې معنا چې د سپېدې مجلې په لسمه ګڼه کې آغلې نجیبې ایوبي له ښاغلي مصطفی سالک سره مرکه کړې او د جګړې ضد ادبیاتو د پیلامې په اړه يې ترې پوښتنه کړې، چې ورته به ځیر شو:
“پوښتنه:ستاسې په نظر په نړۍ کې د جګړې ضد ادبیاتو پسمنظر له کله نه پيلېږي او بیا يې اغېزې زموږ د جګړې ضدپر ادبیاتو باندې څه دي؟
ځواب: زه فکر کوم د نړۍ له ادبیاتو سره به زموږ ادبیات فرق ولري او…، یعنې زموږ ادبیات د نړۍ له ادبیاتو څخه بیل دي، خو یوه خبره یادول غواړم او هغه دا موږ خپله د درې یا څلورو لسیزو تجربه لرو. کله چې زموږ په ادبیاتو کې د جګړې ضد ادبیات وپنځول شول، نو هغه داسې وخت و، چې زموږ ادیبان په دوو برخو وېشل شوي وو، یعنې دلته په کابل کې هم شاعري کېده او اکثر په کې کمونیست پلوي شاعران وو. هلته په پېښور کې هم شاعري کېده، چې هغوی د خپلو تنظیمونو اړخ نیولی و او هغوی هم د جنګ شاعري کوله. بیا یو وخت داسې راغی، چې کورني جنګونه په افغانستان کې واقع شو، کله چې د تهران، پېښور او کابل افغان لیکوالان او شاعران سره را ټول شوو، نو دوی ټول پېښور کې سره یو ځای او را ټول شول، یعنې زه به خپله تجربه درته ووایم.
کله چې دغه شاعران له کابل نه پېښور ته راغلل، نو موږ ولیدل هغو شاعرانو، چې د مجاهدینو دفاع يې کوله او د هغوی لپاره يې د جنګ میدان ګرماوه هغوی هم پښېمانه وو او ویل يې له دغو مجاهدینو هم څه شی جوړ نه شو او هغه ډله شاعران، چې له کابل نه پېښور ته راغلي وو هغوی هم ولیدل، چې اوس هغه پخوانی وخت نه دی پاتې، کمونیزم په دنیا کې هم پاتې نه شو، په افغانستان کې به څه پاتې شي. نو په پېښور کې ټول را ټول شوي شاعران او لیکوالان له موږ سره یوځای شول او موږ د افغان ادبي بهیر په نامه ټولنه جوړه کړه، چې تر ډېره له پښتو ادبیاتو سره تړلې وه او دغه افغان ادبي بهیر اوس په کابل کې هم شته.
کله مو چې په پېښور کې افغان ادبي بهیر جوړ کړ، نو دا د طالبانو وخت و او په دې وخت کې موږ لکه د یو تحریک غوندې په دې شروع وکړه، چې باید د جنګ پر ضد خبرې وکړو او دا خبرې باید هغه ډله، چې په کابل کې ده هم وکړي او هغه ډله، چې په پېښور کې ده هم وکړي. زما هم د هغه وخت یو شعر دی، چې څو بېتونه يې دا دي:
نجلۍ د خدای او د رسول ومنه
په دې خبره باندې تېږه کېږده
خپلې نازکې شونډې څله سیځې
بس په سندرو باندې تېږه کېږده
مونږ غریبان یو مونږه هیڅ نه لرو
ته د وطن خوبونه څله وینې
په کربلا کې ټوکېدلی ګل یې
بیا د ګلشن خوبونه څله وینې
نو زه فکر کوم، چې زموږ په کلاسیک، نوي او ټولو ادبیاتو کې دغه ډول خبرې، یعنې د جنګ پر ضد ادبیاتو خبرې شته او وې، خو دا د یو تحریک په بڼې نه وې. زما په فکر که زه د پښتو ادبیاتو په اړه فکر وکړم، نو د جنګ ضد ادبیات موږ هغه وخت شروع کړل، چې کله موږ په کابل او پېښورکې یو ځای شوو او له خپلو هغو تېرو کړنو نه پښېمانه شوو، ځکه له موږ سره بله لاره نه وه او موږ سوچ کاوه، چې د څه شي په اړه شاعري وکړو، نو تر ټولو ښه او رغېدونکې موضوع همدا د جګړې ضد وه.
نو موږ ټول په دې هوکړه شو، چې اوس خو دا دی وطن په لومه کې نښتی، وطن کې جنجال او جګړه جوړه ده، په کار ده، چې د سولې لپاره شاعري وکړو، نو په دې وخت کې که تاسې زما شاعري وګورئ، د پیرمحمد کاروان شاعري وګورئ د محمدصدیق پسرلي شاعري وګورئ په دې ټولو کې له جنګ نه یو قسم زړه بداوی دی او دا د جنګ ضد ادبیات دي.
خو که راشو دې دورې ته، چې دا وروستي څوارلس پنځلس کاله دي او نوی حکومت په کې جوړ شوی دی، نو په دې وخت کې د جنګ ضد شاعرۍ بله بڼه غوره کړې، ځکه په هغه وخت کې، چې په پېښور کې موږ دا شاعري کوله موږ ته نه چا پیسې راکولې، نه پروژه وه او نه هم بل څه و، بس یوازې زموږ د زړه غږ و، زموږ د وجدان غږ و، چې موږه اوچتاوه، خو چې کله دلته راغلو، نو سوله یو شعار وګرځېد او په عمل کې هېڅ هم نه وو. دلته پروژې جوړې شوې، که د سولې لپاره دې شعرونه ویل، نو پر هغې باندې به يې درته ډالر درکول، که به دې د سولې په اړه یوه مقاله ولیکله په هغې به يې هم درته پیسې درکولې.
زما په فکرکوم ادبیات، چې په دې وروستیو کې تخلیق شوي دا پرته له دې، چې له زړه نه را ووځي دا پروژوي ادبیات دي او د ډېرو وړو وړو مقصدونو لپاره لیکل شوي او د دې تاثیر هم چندان د پام وړ نه دی او نه به اوږد او تل پاتې وي”. (۷)
د ښاغلي سالک په خبرو کې وینو، چې د جګړې ضد ادبیات په ټوله کې له څلورو لسیزو راهیسې پیل شوي او په اوج کې شوي، خو دا خبره ما وړاندې روښانه کړه، چې د جګړې ضد ادبیات له مکتوبي ادبیاتو سره سم پیدا شوي او تر ننه را رسېدلي، خو دا هم ثابته خبره ده، هر هغه شی چې ډېرشي، نو بې خونده او کلیشه يي شي او له بده مرغه په پخوانیو ادبیاتو کې اکثره شاعري هم همدغه شان وه، نو ځکه کلیشه يي شوي او له یادونې څخه يې ډډه کوم، خو په کوم وخت کې چې د جګړې ضد ادبیات هنري شوي او په رښتینې معنا يې اړتیا د ذوق او حالاتو له مخې لیدل شوې او د هنر لطافتونه ورسره یو ځای شوي، نو هغه همدغه درې یا څلور لسیزې دي، چې ادبیاتو ته يې رنګ او خوند ورکړی، په همدغو درې لسیزو کې په ادبیاتو کې هم روح پیدا شوی، هم په کې هنر غځونې کړي او هم يې زړه راښکون د پاملرنې وړ شوی، چې بیا هم تر شا يې سیاسي لامل پروت دی.
موږ په دغو لسیزو کې ډول ډول سیاسي او ټولنیز بدلونونه وینو او دغو بدلونونو په یوې بڼې نه یوې بڼې زموږ ادبیاتو ته لاره پیدا کړې او په مستقیم ډول يې اغېزمن کړي دي؛ یعنې ځینې لیکوال په یوه ډله کې پاتې شوي او د بلې ډلې پر ضد يې لیکنې کړي او شعرونه يې ویلي او ځینې لیکوال په بله ډله کې پاتې شوي او د دوی غندل يې کړي، خو بې کسه او بې وسه لیکوال، چې د دغو دواړو ترمنځ پاتې شوي، نو هغوی د سولې لار غوره کړې او جګړه يې غندلې ده، چې له نیکه مرغه د دوی په پنځول شویو ادبیاتو کې هم هنر او هم لطافت موجود وو او هغه نورې ډلې، چې طرف پاتې شوي، نو په وخت سره به يې شعرونه، نظمونه او نثرونه ښه وو، خو د لږ وخت په تېرېدلو سره يې د شعار بڼه خپله کړې او له بده مرغه اوس د شعاري یا ضایع شویو ادبیاتو په نامه یادېږي، لکه دا بېلګه:
څنګه په دار شو پرونی لیونی
همداسې واخله نننی لیونی
دا د قصرونو لیونی به وژني
بیا به را دورمي سحرانی لیونی
مفتون
ôôô
د ژوند هر رنګ امتحان سره بلد یو
مهاجر یو د هجران سره بلد یو
جنازې لکه ډولۍ په خوشحالۍ وړو
د مرګونو د توپان سره بلد یو
سرې ګولۍ لکه ږلۍ راته ښکارېږي
د بمونو د باران سره بلد یو
مونږ بچیان د انقلاب مجاهدین یو
د جنګونو د میدان سره بلد یو
مفتون
ôôô
اخلم بدل د خوارکۍ جونګړې
دا د غرور سپینه ماڼۍ ړنګوم
په عاجزۍ کې خو چا پرېنښود
اوس ناړامي کوم نړۍ ړنګوم
مفتون (۷)
ôôô
جمهوریت و ارزو د خلکو
دا لوی نعمت و ارزو د خلکو
افغان به اوس شي سیال د قومونو
ملي نهضت و ارزو د خلکو (۸)
ôôô
چې په زوره مشري غواړي مشر نه دی
یا مزدور د استعمار دی یا حمار دی
مولوي خالص
ôôô
یه خلکو خلکو د وطن خلکو
یه وږیو تږیو د غرو وګړو
آزادي څه ده، خپلواکي څه ده
یه درنه جارشم لوڅو لغړو
که وطن لوڅ وي که وطن وران وي
سمسوري څه ده آبادي څه ده
که لوټول وي که ډبول وي
خپلواکي څه ده آزادي څه ده
بې روحه خاوره آباده نه ده
بې پوهې خلک واړه بندیان دي
دا پښې لوڅې دا په نس وږي
واړه مریان دي ټول غلامان دي
تر پایه …
لایق (۹)
ôôô
په کروندو کې رانه لو کړل شنه فصلونه پردو
بیا يې پرې بل کړل د باروتو سره اورونه پردو
نوک او ورۍ یې رانه بیل کړل عار مو ونه باله
وروسته له هغه رانه پرې کړل غبرګ لاسونه پردو
په ګلبڼونو کې مو شنه شول د اغزو بزغلي
چې رانه لوټ کړل ښایسته ښکلي باغونه پردو(۱۰)
خزان
خو په همدغه وخت کې، چې بې طرفه شاعرانو شاعري کړې، نو د شعر ښکلا، لطافت او باریکۍ ته يې هم پاملرنه په کار ده، لکه پیر محمد کاروان، چې وايي:
تږي ټول درپسې مړه ښکاري جانانه
په مرۍ کې دې اوبه ښکاري جانانه
په ټول ښارکې ایله ستا په سترګو پایو
په کې غر په کې غرڅه ښکاري جانانه
زه در ګورمه خو ستا په ټنډه ګونځې
په خندا وایه، چې نه ښکاري جانانه (۱۱)
پیرمحمد کاروان
همدا شان زموږ ځینو نورو شاعرانو هم په دغه وخت کې د پلوۍ شاعرۍ ترڅنګ هنري شاعري هم کړې، البته په دغه هنري شاعرۍ کې به يې پلوي رنګ هم وي، خو د هنر لطافت په کې دومره زیات دی، چې د ده غرض يې تت او کمرنګه کړی دی، لکه:
ما اذان انځور په شور و شرنګ د زنځیرونو کړ
زوړ ختیځ مې بیا زلمی په مستو تکبیرونو کړ
پرخه مې کوثر کړ د وینو د ګل ټنډې ته
وړي وږمه وږمه پیغام نیسم ولاړ دی منډې ته
سپین کمربند وتاړه سبا راغی تیارو پسې
ځي جوپې جوپې ستوري د لمر په ښاپېرو پسې (۱۲)
فضل ولي ناګار
ôôô
په خوب یوه جلکۍ وینم، رڼا غوندې ښایسته وي
سندرې يې په شونډو وي په لاسو يې چمبه وي
ستا تعریف به څه کړم، د حمزه بابا خبره
ګوړه چې له هرې ډډې وڅټې خوږه وي
دا درد مې سترګې پټې کړي، دا درد مې په ارام شي
ګرانه مې چې کله هم په غېږه کې ویده وي
چې شوڼدې ښکلومه دې او مخ دې لاس کې نیسم
په لاسو کې یقین وکړه نیولې مې لمبه وي (۱۳)
پرهر
ôôô
خوبونه ویشي تر سهاره شپه بیداره کوي
مینه ړنده ده مګر هر طرف ته لاره کوي
اول به ځان ته ماتېدل په خپل تندي ولیکم
بیا به کومه هغه هر څه چې هنداره کوي
په مرمرینو محلونو کې يې ساه ډوبېږي
زړه مې اخته دی د غره بیخ کې یوه ګاره کوي (۱۴)
سعود
نو دغه ډول هنري شاعرۍ چې خپل اوج ته ورسېدلې او شاعرانو يې اغېز په خپل ولس کې ولید، نو بیا له ځان سره په هوکړه شول، چې نور نو دجنګ او باروتو په چاپیریال کې د یار شونډې او سترګې ستایل د ادب کفر دی او دا کفر، کفر محض نه، بلکې کفر ذهن او کفر مغز دی، چې په شدیده توګه ترې خلاصون بویه، نو پر همدې اساس يې د جګړې ضد لپاره شاعري موقوفه کړه، خو داسې چې هنر يې احساساتي نه شو او نه يې نازکخیالۍ د شعارونو قرباني شوې، البته په دې هم منکرېدل نه دي په کار، چې زموږ ځینې شعرونه به شعاري شوي هم وي، خو په ټوله کې دغه لړۍ ډېره بریالۍ او لا تر اوسه را روانه ده، خو په منځ منځ کې له ځینو ستونزو او ننګونو سره هم مخامخ شوې ده، په دې معنا یو مهال د سولې لپاره شورا جوړه شوه، چې تر اوسه هم دوام لري او ترڅنګ يې ځینو موسسو دا ډول پروژې واخیستې، چې د سولې لپاره کار وکړي او جګړه وغندي، نو په دغه وخت کې له بده مرغه پروژوي ادبیات (شعرونه، شعارونه، نثرونه او کلامونه) وپنځېدل، چې اکثره يې د پروژې لپاره لیکل شوي وو، نه د یوې ځانګړې مینې او ذوق له مخې یا د هیوادنۍ چارې له مخې، البته یوه نیمه مقاله به له ذوقه او هیوادنۍ مینې پر اساس لیکل شوې هم وه، خو په ټوله کې دا لړۍ پر ذوق ولاړه نه وه، نو ځکه يې ادبیات هم بې خونده او یو څه مذبذب دي، چې له یادونې څخه يې ډډه کوو، خو پورتنۍ ډله چې پروژوي ډله نه وه او د ولس مجبوریتونه او درد يې حس کاوه، نو يې د جګړې پر وړاندې خپل قلمونه سپر کړل او د ولس هغه دردونه او ناخوالې يې بیان کړې، چې هم يې پایله ښه وه او هم په کې د کوم چا یا ډلې پلوي نه وه شوې او یوازې د ولس خوا او د حقیقت لمن په کې نیول شوې وه، چې ځینو بېلګو ته به يې ځیرنه وکړو:
رنګ به وي تر څو پورې په وينــه توره ما ته كړه
زړه د خلـكو وګټه په مينه توره ماته كړه
هر كاڼى په وينو باندې سور دى اوس مينځل غواړي
شه زياتـي راكـوز د آس له زينه توره ماته كړه
نه د ماشوم مخ ګوري او نه د شاليلا سينه
پورته شه دروېشـه دا بې دينه توره ماته كړه (۱۵)
دروېش
ôôô
خواږه عمرونه يې له ځان سره په جنګ وخوړل
دلته څه خلک لکه اوسپنه خپل زنګ وخوړل
زړه ته مې هله د زاهد خبره ولویدله
چې قسمونه يې د سرو بنګړو په شرنګ وخوړل (۱۶)
دروېش
وايي لیکوال د ټولنې سترګې وي او چې سترګې کږې یا ړندې وي، نو ولس هم ورسره کوږ او ړوند وي، خو چې سترګې بینا او ځیرکې وي، نو ولس هم له ډاره په امن وي. د دروېش په شعر کې د لیکوال او شاعر مسوولیت په سمه توګه ترسره شوی او په دومره هنر يې جنګ او جګړه غندلې، چې په دومره هنر ستایل شوې هم نه ده، البته د پوښتنې وړ مسئله خو دا ده، چې ولې دروېش له تورې سره دښمني لري په داسې حال کې، چې معاصر عصر د ټوپک او تخنیک عصر دی؟
آره خبره هم همدا ده، موږ له هماغه ماشومتوبه د تورې له نامه سره اشنا یو او وایو، چې په فلاني ځای کې مو نیکونو داسې توره وکړه او په فلانۍ جګړه کې يې انګریزانو ته داسې ماته ورکړه او داسې يې وکړل او داسې وشول. په داسې حال کې، چې د دغو مېړانو او سرښندنو د بیانولو ټولنیزو اضرارو او نیمګړتیاوو ته نه ځیر کېږو او نه مو هم کله په دې فکر کړی، چې د یو کوچني ماشوم ذهن، چې تر اوسه د بابا، دا دا او مور په معنوي او حقیقي معنا نه پوهېږي، څنګه به د تورې او جګړو خبرې وزغملی شي او یا به يې څنګه هضم کړي؟
که چېرې مو دغه پوښتنې له ځان سره ځواب کړې، نو بیا خپل ماشوم له تورې سره نه، بلکې له قلم سره اشنا کوو او له سرښندنې سره نه، بلکې د هیواد له مینې سره اشنا کوو، البته له دې خبرې څخه دې دا معنا نه اخیستل کېږي، چې ګواکې موږ دې خپل ماشوم بې شعوره او په اصطلاح بې ننګه وروزو، خو چې له وطن سره مینه موجوده وي او ولس ته د درنښت او احترام په سترګه کتل کېږي، نو لیونی به وي چې د ولس جنګ و جګړو ته زړه ښه کړي!
ښکاره خبره ده، چې د همدغو شیانو، خبرو او ادراک نه شتون، موږ له داسې اخ و ډب سره لاس و ګرېوان کړي یو او دروېش دراني دغه حقیقت درک کړی دی.
دروېش د خپلې خبرې د وزن په درکولو سره په خپلې پورتنۍ خبرې نه بسنده کېږي او دغه مراندې لا پسې غځوي:
چې بيا نه توره پورته شي، نه سر په وينو رنګ شي
با داره! دغه جنګ دې د وطن اخري جنګ شي
چې زړونه سره يو کړو، او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لعلونه شي، دا بوټي به لونګ شي
دروېش درانی
دا يې ښه د حل لاره هم ده، ځکه چې زړونه سره یو نه کړو او لاسونه سره ورنه کړو، نو نه دا کاڼي لالونه کېږي او نه دا بوټي لونګ کېږي، خو: که تا ویل، چې ته يې او ماویل، چې ته يې، هم به زه یم هم به ته يې.
زما په نظر په دغه پېر کې دروېش او په ټوله کې ټولو شاعرانو د خپل پښتون ولس درد او رنځ درک کړی او خپله هم د دغه درد او رنځ قرباني شوي، نو ځکه د درد درمل په درد نه، بلکې په مرهم کېږي او د مرهم لپاره ولس له جګړو تېښتې او یو بل د غېږ پرانیستو ته رابولي، د جګړو زیانونه ور په ګوته کوي او پایلو ته يې یو ځل بیا ولس ځیر کوي:
ټوله بې پتي د ټوپک خوله کې ده
واړه بد بختي د ټوپک خوله کې ده
ورور چې د بل ورور د وینو تږی کا
دا بې حرمتي د ټوپک خوله کې ده
لوټ چې شي برباد چې شي ناموس د چا
دا بې عزتي د ټوپک خوله کې ده (۱۷)
شینواری
د سلطان جان کلیوال شنیواري په شعر کې وینو، چې ټوپک د نړۍ بدرنګه او بدبختوونکې اله ګڼل شوې او آن د پښتنو تقدس، چې هغه ناموس دی هم د دغې الې په وسیله تروړل شوی بولي، دی د دنیا ډېر ناشونې کارونه د ټوپک په زور شوني بولي او په دې توګه خپل ولس ته د دې خبرې زباتول غواړي، چې ټوپک ستاسې عزت، غرور، ناموس او آن دین ته هم زیان اړولی شي، نو ترې لرېوالی په کار دی، ځکه پښتون د عزت او پت لپاره پیدا شوی، د فخر او ویاړ لپاره پیدا شوی او د عزت او حرمت لپاره پیدا شوی، خو ټوپک ترې هر څه اخلي او په بدۍ يې اړوي. همدغه خبره د الفاظو په بدلون سره ځینې نور شاعران هم کوي، چې ځیرنه ورته اړینه ده:
ښکليه و سترګو ته هم نېغ په نېغه مه راګوره
قسم په خدای دی چې له جنګه څخه ستړي يو موږ
خدای خبر کوم لور يو روان خو بس په ورکو درومو
خدايزده د جنګ سېلاب د کوم لوري ته وړي يو موږ
جرس
یا په بله بېلګه کې ګورو:
لکه په زړه د يو مين چې بېلتون لوبې وکړې
ملګرو داسې مې جګړې په ژوندون لوبې وکړې
د پردېس غم د وطن غم د خلکو غم کومه
ډېرو غمونو مې د زړه په سکون لوبې وکړې (۱۸)
پردیس
د زړه سکون د انسان د ژوند مهمه اړتیا ده او دغه اړتیا په هره برخه کې ضروري ده، د سکونت مقام – چې له سکون څخه اخیستل شوی- د پیرروښان د اتو مقامونو له ډلې څخه اتم مقام دی، په دغه مقام کې سالک هله سکون مومي، چې کله د ده او د ده د معبود ترمنځ ځړول شوې زلفې له منځه لاړې شي. زلفې په تصوفي اصطلاح کې هغه توره پرده یا حجاب دی، چې د سالک او د هغه د پرودګار ترمنځ موجوده وي او د سالک په وینا کله چې انسان له وصلت څخه سکونت ته رسېږي، نو د سکونت په مقام کې د ده او د ده د معبود ترمنځ زلفې اوېزانې وي او هله يې له منځه وړلی شي، چې خپل نفس اماره او لوامه دواړه ووژني، چې د دغو نفسونو وژل د عادي انسان لپاره نه یوازې شونې خبره نه ده، بلکې په اړه يې فکر هم نه شي کولی، ځکه دا نو یبلې پښې په اغزنو لارو مزل دی، چې د نن پېر انسان ترې کنګال بویه.
نو د ښاغلي پردیس په شاعرۍ کې لولو، چې د وطن غم، د خلکو غم او پرله پسې غمونو يې نه یوازې د زړه مراندې وشلولې، بلکې د ده او د معبود ترمنځ د سکونت مقام کې يې د زلفین دېوال پر ځای اوسپنیز دېوال جوړ کړ، چې ماتول يې د رستم ګرز غواړي او دا حقیقت له شعر پرته په بله ژبه بیانول مهال خبره ده.
که د ښاغلي پرديس له تصوفي خبرو راتېر شو او د ګډوډو پاچا لیوني فلسفي شاعر کلام واورو، نو هغه هم دغه ارزښت په جدي توګه په پام کې نیولی او له جګړې يې سر ټکولی، انسان يې د مادي او معنوي هستۍ خودمختاره پاچا ګڼلی:
د مذهب دنیا پرستو د انسان خونریزي بس کړئ
لوی مذهب انسانیت دی، محبت لویه ســجده ده
غني خان
شاید پوښتنه پیدا شي هغه غني، چې ټول عمر د شرابو په نشه کې نشه وي نن څنګه د انسان د خونریزۍ خلاف دی، ځکه د نشه یانو مقوله ده، کله چې نشه وکړي، نو ټول انسانان ورته مېږي ښکاري او هوس يې وشي، چې ټول تر پښو لاندې کړي، دل و دول يې کړي او سم پرې زړه یخ کړي، خو غني بیا هم د انسان د وینې تویول غندي.
دا سمه خبره ده، چې غني به نشه يي وي، خو د ده نشه انساني نشه ده، ده تل د بشر او بشریت لپاره خبرې کړي او تل د بشریت په خدمت کې پاتې شوی، خو دا چې د پلار لاره يې نه خوښېده، نو هغه جلا خبره ده، ځکه ده د انسان ارزښت په دې کې نه لیده، چې ته د تشدد او تاوتریخوالي لپاره د عدم تشدد لار غوره کړه، ځکه ناپوه انسانان ستا له فلسفې ناسمه اخیستنه کوي او بیا دې سر ته ختل غواړي، نو ځکه خپله فلسفه يې د جنون او لېونتوب له لارې په ګډوډو کې وړاندې کړه، خو بیا يې هم ارزښتونه انساني او پښتني انساني دي، چې شاعري يې ژوندی مثال دی.
نو غني خان په خپلو دغه ډول افکارو سره وکولی شول، چې نور ډېر شاعران هم د خپلې لارې لارویان کړي، خو په بدله بڼه، یعنې صاحب شاه صابر هم هغه څوک دی، چې د غني خبرې کوي، خو د ده په څېر د لیونیانو نیکه په چوکاټ کې نه، بلکې د یو واقعي فلسفي په څېره کې او جنګ دومره غندي، چې مینه وال يې خپله ترې پند اخلي، ورته به ځیر شو:
د سرو لمبو د غر غرو له شوره نه دي خبر
دا څوک چې جنګ غواړي د جنګ له زوره نه دي خبر
زما د کور د ورانولو په ارمان لېوني
د خپل ارمان د ورانېدونکي کوره نه دي خبر
د خاموشۍ په تقدس ایمان لرونکي خلک
له لړزېدلي، لړزوونکي اوره نه دي خبر
زما بچي لا د ګودر اور اورکي یادوي
دوی په ګودر له لګېدلي اوره نه دي خبر
دومره خبر یم چې له تورو نه يې وینه څاڅي
دومره پوهېږم چې یاران په توره نه دي خبر
چې د چا زړه ورانوي څنګه به ماڼۍ جوړوي
چې د بل بد کوي د بل د پوره نه دي خبر
دا خلک دومره د نفرت په ګناه مه ګرموه
دوی ته ګناه نشته صابره وروره نه دي خبر(۱۹)
صاحب شاه صابر
صابر فلسفي شاعر دی او په ښکاره راته وايي هغه څوک، چې د بل په کور کې اور بلوي او د بل د کور بل کړي اور ته لاسونه نیسي او ځان پرې ګرموي، ایا هغه اور به د ده لمنې ته هم را ونه رسېږي او ایا دغه اور به د ده کالي او کور هم ونه سیځي، ځکه پښتانه متل کوي، که سل کاله وروسته دې هم کسات واخیست، نو بیړه دې کړې، نو د چا کور او کهاله ته اور مه خوروه او مه د چا چرګۍ په غم ککړوه، ځکه نه ګټه لري او نه خوند او د سبانۍ ورځې کسات يې بیا درسره ګاله.
دی د جګړې له زوره خبر دی او ده د خپل قام بدمرغي او بدبختي لیدلې، نو ځکه دې په غوږ وهي، چې له زوره تېر شه، له جنګه لاس واخله او له دښمنۍ تښته، نو هله به دې ژوند، ژوند شي او که داسې نه کوې الله دې درباندې رحم وکړي، خو دښمنۍ او بدبختۍ ته دې اماده اوسه.
اسرار اتل د پښتو ژبې یو بل تکړه شاعر دی، چې له پښتني جګړه ییز چاپېریاله په تنګ شوی او د خپل زړه اواز يې د نورو مشرانو شاعرانو په تقلید داسې اوچت کړی دی:
د یارانو، د شېرینو، دیار چا داسې بد رنګ کړ
دا ښار دومره بد رنګ نه و، دا ښار چا داسې بد رنګ کړ
د دې خاورې خوشبويي وه، د دې دور پاچاهي وه
اتل چا داسې مین کړ، اسرار چا داسې بد رنګ کړ
اسرار اتل
د اتل په وینا د انسان بدرنګي د هغه په څېره کې نه ده، بلکې د هغه په ټولنه کې ده، که ټولنه دې خوشحاله او سرلوړې وه، نو ته هم ښکلی يې او که ټولنه دې د غم او جګړو په دریاب کې غرقه وه، نو ته نه یوازې بدرنګ يې، بلکې ستا په انسانیت کې هم شک دی، ځکه انسان د وژلو او وژنې لپاره نه دی پیدا، بلکې د انسان فلسفه د لویې هستۍ او ځمکې داسې واکمني ده، چې د رب شکرانه په کې نغښتې وي، د عدل او انصاف واکمني په کې حاکمه وي، ځکه زموږ د ټولواک لوی او ستر خدایﷻ په واکمنۍ کې برخې مساوي او وېشنه يې د عدل له مخې ده، په دې معنا خدایﷻ اکسیجن، اوبه، هوا او د طبیعت ښکلا ټولو ته په یو ډول او مساوي توګه ورکړې، خو دا موږ يو، چې د مشر او کشر، خان او نوکر، بادار او مريي ترمنځ توپیر مو را منځته کړی او ځان ته په دومره احترام قایل یو، چې له امله يې د بل حساسیت را پارېږي او پایله يې جګړه ده. نو که خبره را ټوله کړوادبیات او ټولنه سره نه شلېدونکې اړیکې لري او دغه اړیکې ددې لامل کېږي، چې کله ادبیات د سیاست په خدمت کې شي او کله هم د ادب، البته که د ادبیاتو ماهرین وي، نو نور علوم ادبیاتو ته را ټېټوي، خو که دغه برخه کمزورې او بې خونده وي، نو ادبیات به يې په خدمت کې وي، خو که ادبیات يې په خدمت کې وي او یا هم نور علوم په کار ده، چې خپله چاره په سمه توګه ترسره کړي او هغه څه بیان کړي، چې له امله يې په ټولنه کې سمون او رغون راشي او په راتلونکې کې يې د جدي مخنیوي ترڅنګ ښیرازي او سوکالي راشي، که داسې وشي، نو زموږ ادبیات به کامیاب او د ولس ادبیات وي او که چېرې دا کار يې ونه کړای شو، نو بې له شکه زموږ ادبیاتو خپل رسالت په سمه توګه نه دی ترسره کړی او په حقیقت کې لیکوالان، شاعران، څېړونکي او تخلیقګران مو ناکام او له ټولنې څخه لرې پاتې انسانان دي.
اخځونه:
۱- اجمل ښکلی: څو انتخابه، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۳ لمریز کال، ۹ مخ.
۲- څېړنوال سیدمحی الدین هاشمي: د نثري ادب ډولونه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، کابل، همایون مطبعه، ۱۳۹۴ لمریز کال، ۲۷ مخ.
۳- سحر ګل سحر کتوزی: ادب څه ته وايي؟، بورا پاڼه، http://www.bowraa.com/index.php?option=com
۴- صدیق الله رښتین: د پښتو ادب تاریخ، پښتو ټولنه، دولتي مطبعه، کابل، ۱۳۲۵ لمریز کال، ۵ مخ.
۵- اسد الله غضنفر: ادبیات څه ته وايي؟، تاند انټرنټي پاڼه، ۱۳۹۳ لمریز کال. http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/29046
۶- محمدهوتک: پټه خزانه. د پوهنې وزارت، د دارالتالیف ریاست، دوهم چاپ، دولتي مطبعه، ۱۳۳۹ هجري شمسي کال، ۳۶ مخ.
۶- نجیبه ایوبي: د جګړې ضد ادبیات، سپېدې مجله، لسمه ګڼه، ۱۳۹۴ لمریز کال،؟ مخ.
۷- مفتون غرق و پرق: ادبي مرکه، د کابل ادبي بهیر انټرنټي پاڼه، ۱۳۹۴ لمریز کال.
۸- څېړندوی حبیب الله رفیع: هغوی چې بیا نه راځي، پښتو اکېډمۍ بلوچستان، کوټه، ۱۳۹۴ لمریز کال، ۷۲مخ.
۹- سلیمان لایق: کېږدۍ، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو علمي او تحقیقي مرکز، پښتو ټولنه، ۱۳۵۴ لمریز کال، دوهم چاپ، ۱ مخ.
۱۰-فیض الله صافی: د ملکي خزان ادبي هڅې، د دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۴ لمریز کال، ۴۸ مخ.
۱۱- پیرمحمدکاروان: غزل، بلاګونه، انټرنټي پاڼه.
۱۲- فضل ولي ناګار: نظم، سپیده مجله، اتمه ګڼه، ۱۳۹۴ لمریز کال، ۶۷ مخ.
۱۳- بشیر احمد پرهر: ګوړه چې له هرې ډډې وڅټې خوږه وي، سپیده مجله، ۴ مه ګڼه، ۱۳۹۱ لمریز کال، ۶۱ مخ.
۱۴- سیدشاه سعود: غزل، سپیده مجله، ۴ مه ګڼه، ۱۳۹۱ لمریز کال، ۶۱ مخ.
۱۵- پوهنیار اسدالله وحیدي: جګړه او ادبیات، سپیده مجله، ۱۰ مه ګڼه، ۱۳۹۴ لمریز کال، ؟ مخ.
۱۶-دروېش درانی: په کاڼي کې هنداره، صحاف نشراتي موسسه، ۲۰۰۶ سپومیز کال، دوهم چاپ، ۱۵ مخ.
۱۷- څېړنوال محمدنبي صلاحي: د افغانستان د معاصرو ادبیاتو وضعیت (د سیمینار د مقالو ټولګه)، اوډنه او د چاپ زیار څېړندوی وجیه الله شپون، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز او د پښتو څېړنو نړیوال مرکز، د مومند خپرندويې ټولنې تخنیکي څانګه، ۱۳۹۴ لمریز کال، ۱۱۴- ۱۱۵ مخونه.
۱۸- فرشته فهیم: د جګړې ضد ادبیات یوه جدي اړتیا، سپیده مجله، ۱۰ مه ګڼه، ۱۳۹۴ لمریز کال، ؟ مخ.
۱۹- خالد تکل: د جګړې ضد ادبیاتو اړتیا او اغېزې، سپیده مجله، ۱۰ مه ګڼه، ۱۳۹۴ لمریز کال، ؟ مخ.
مغل بې قدره پښتون بې ننګه
توبه له تورې توبه له جنګه
تسبیح په لاس کې په نظام پور کې
ناست په مسجد کې جمدر ترڅنګه
)۷: ۱۱۲)
۷- خټک، خوشحال خان،(۱۳۴۹ لمریز کال)، د خوشحال رباعیات، کابل: پښتو ټولنه د ادبیاتو څانګه،
دجگړې ضد ادبيات څه نوې مساله نه ده ۔ په پښتو ادب کې حماسي ادب يو اړخ هم که دجنگ احساسات راپاروې نو دعادلانه جگړي اويا دازادۍ له پاره دجگړې مساله خپله دجنگ ضد مفهوم لري ۔ ځکه چې جنگ خپله دانسان په وړاندې دتجاوز اوتېرې مانا لري ۔ له بلي خوا دا مقاله داصل متن اومحتوا نه زياته اوږده سريزه لري چې په اوسنيو ليکنو کې دا دود له ۔ منځه تللی دی ۔ دا يوازې زما نيمگړې نظر دی ۔ نه پوره په درنښت