دوه کسه کله چې یو بل ته زړه ورکوي تر ټولو مهم ورته د «ډاډمنې ملګرتیا دوام» دی؛ دوی دا حق هم لري چې یوه واقعیت ته پاملرنه وکړي، یو پر بل باور وکړي او په ساده شیانو ځانونه تېر نه باسي. کله چې دوه میننان د هغه اړیکې په ارزښت چې د دوی دواړو تر منځ ده پوه نه شي نو څنګه به وکولی شي چې په خپلې ډاډمنې رابطې ته دوام ورکړي!
موږ تل په دې باور یو کله چې څوک د ملګرتیا لپاره ټاکو فکر کوو زموږ ټاکنه تر ډېره بریده پر ځای ده؛ خو حقیقت دا نه دی کله کله موږ په خپلو ټاکنو کې دومره لویه تېروتنه کوو چې پایله یې په ډېرو لویو دردونو او ناخوالو بدلېږي.
موږ ډېری وخت نا مناسب اتنخاب کوو او کله مو چي اړیکې کړکېچنې شي نو بیا له ځانه دا پوښتو چې ولې زموږ ملګرتیا دوام ونه کړ!
د ملګري په ټاکلو کې زموږ مهمې تېروتنې کومې دي چې زموږ ملګرتیا په تاوتریخوالي اړوي؟
د اړیکو سم او نا سم دلایل څه دي؟
ولې دېری مینې په سرخوږي او نفرت سره پای ته رسېږي؟
څنګه ډاډ تر لاسه کولی شو چې زموږ ملګرتیا او اړیکې په تاوتریخوالي نه اوړي؟
دا ټول هغه مسایل دي چې غواړم په اړه یې خبرې وکړم.
له ملګرتیا څخه ډار او تېښته
ایا تاسو هم د هغه کسانو له ډلې یئ کله چې څوک درسره علاقه وښیي نو تاسو د ډار احساس وکړئ؟
آیا تاسو د ملګرتیا او ګرانښت له رامنځته کېدو تښتئ؟ ایا تل ستاسو ملګري تاسو په نه ملګرتیا او نه مینه کولو تورنوي؟
که مو ځواب هو وي، نو امکان د دې شته چې تاسو یو ځل مخکې هم په مینه کې ماتې خوړلې او یا هم پر خپل نفس بې باوره یئ چې دا خپله بېلابېل لاملونه لري. کله چې انسان په خپلو دلایلو ونه توانیږي ځان د ملګرتیا او مینې وړ وګڼي، نو طبعي خبره ده چې نسبت نورو خلکو ته به ځان بې تفاوته او کم احساسه احساسوي.
ډېری هغه خلک چې د خپل شخصیت احساس ونه لري، یا له خپلې نیمګړتیا او بدۍ خبر وي، په ملګرۍ کې پرمختګ نه شي کولی او کله هم چې څوک د ملګرۍ او مینې لاس ورته اوږد کړي نو ځان یوې خوا ته کاږي. د دوی ستونزه دا ده چې ځانونه د مینې او ملګرتیا وړ نه بولي. شاید له ماشومتوبه د دوی په ځان کې دا احساس نغښتی وي چې دوی «مینه خوښوونکي نه دي».
د ماشومتوب د وخت خاطرې، د نورو پوهونې، زموږ د هوښ او استعداد په هکله د نورو قضاوت، ټول زموږ پر راتلونکي اغېز لري. ما کلونه له خپل مور او پلار سره ژوند کړی او په زیات احتمال سره مې هغوی له ځانه هوښیار، پوه او با تجربه ګڼلي. په حقیقت کې مې په هغوی باور درلود او ډېر راته ګران وو. زما په اړه د هغوی نظر په ډېرې چټکتیا سره زما په روح او روان کې اغېز وموند. که چېرې یو له هغوی ماته دا ویلي وای چې ګواکې دوی ته په کافي اندازه ښه، با هوښه او ګران نه یم نو د دوی دې خبرې به په ما خورا زیات اغېز کاوه او زما راتلونکی پروګرام به یې تنظیم کړی وای. کله چې لویېږو نو هغه پروګرامونه چې زموږ په په کورني ژوند کې موږ ته ښودل شوي، ښه اغېز لرلی شي.
له بلې خوا کله چې انسان په مینه کې د مرګ هڅه وکړي، ښه به دا وي چې له داسې کار څخه لاس واخلي او دا دې په یاد ساتي چې تر راتلونکو ناخوالو او غمونو یې له دې کاره لاس په سر کېدل ګټور دي. په حقیقت کې دا ډار د مینې او ملګرتیا د رابطې د رامنځته کېدو په اصل پورې تړاو نه لري، بلکې له پایلو یې ډار په کار دی. داسې کسان شاید په ماشومتوب او ځوانۍ کې له چا سره صمیمي وو او بلاخره اړیکې یې کړکېچنې شوې وي او روح ته یې زیان رسېدلی وي او اوس نه غواړي په داسې یو ځای کې پاتې شي چې په راتلونکي کې له خوښیو ان نېکمرغیو بې برخې شي.
د هر څه وخت پوری مربوط دی او په هر انسان کی بدلون راتلی شی